Categories

اعلان

Loading…

تاریخ ولولئ خو ځانونه پکې مه ورکوئ/ راپور: عصمت بهیر

د تېري پنجشنبې په ورځ (۱۳۹۴/۴/۱۸) په روشنګرۍ کې څېړندوی عبدالغفور لېوال د (تاریخ څه دی؟ ماهیت او فلسفه یې) تر عنوان لاندې لکچر وړاندې کړ.

څېړندوی عبدالغفور لېوال تاریخ داسې تعریف کړ: (د تاریخ لغوي مانا پر کاغذ باندې نېټه وهل ده او په اصطلاح کې د هغو پېښو، کړنو، واقعیتو سلسله او سرګذشت دی چې د وخت په لړ کې ترتیب شوې وي، د ټاکلي زمان او مکان په قید کې د یوې پېښه ذکر تاریخ دی.)

1ښاغلي عبدالغفور لېوال وویل: چې د تاریخ موضوع د ټولو هغو پېښو پلټنه ده چې په تېره زمانه کې پېښېږي.

تاریخ دوه ډوله ویش لري.

الف- عام ویش

ب- خاص ویش

الف- په عام ویش کې، طبیعي تاریخ او ټولنیز تاریخ راځي.

څېړندوی لیوال وویل چې زموږ مشکل په طبیعي تاریخ کې نه دی بلکې په ټولنیز او بشري تاریخ کې دی.

په طبیعي تاریخ کې د انسانانو لرغونوالی د کاربن ۱۴ له لارې څیړل کېږي.

بشري تاریخ چې د بشر د ژوند بېلا- بېلي کړنې څېړي. بشري تاریخ بیا سیاسي تاریخ ته لار هواروي.

تاریخ لاندې پړاوونه تېر کړي دي:

۱- اسطوروي پړاو

۲- افسانوي پړاو

۳- د تاریخ د سیاسي ثبوت پړاو

۴- د علمي تاریخ د لیکلو پړاو

۵- د تاریخ د ثبت سانیسي پړاو

ښاغلي لېوال وویل چې ابن خلدون لومړنی سړی وو چې په علم الانساب کې یې شک وکړ او ویې ویل چې دا کافي نده چې تاریخ راته ووايې، چې احمد مړ شو نو محمود پاچاهي ونیوله او همدا سلسله همداسې روانه وي، ده وویل: تاریخ دا دی، چې دې سوال ته جواب ووايې، چې احمد ولې مړ شو­­؟

1لېوال وویل: (د ابن خلدون د­­­­ شک پر بنسټ په تاریخ کې نوي علوم را وزېږول ځکه تاریخ په لومړی سر کې له علم الانساب، دین، افسانې، ادبیات او ټولنپوهنې سره ګډ وو خو په منځنیو پېړیو کې چې د علومو ډلبندي وشوه، کرار- کرار نور علوم له تاریخ څخه جلا شول خو په خپله تاریخ علم نه دی.)

تاریخ په لومړيو کې له دیني متونو، د ګرځندویانو له خاطرو، اسطورو- افسانو او مشهورو کسانو له تذکرو څخه لیکل کېده.

لڅېړندوی ېوال وویل (لکه چې انسانانو په لومړي ځل دا حس کړه چې د پاچاهۍ او د دوی د راتلونکي اقتصادي ژوند او نورو نېکمرغیو لپاره سپېڅلې وینه شرط نه ده بلکې د ښه او مرفه ژوند او حکومت کولو لپاره انساني ظرفیت مهم دی نو تاریخ او علم الانساب خپل ارزښت له لاسه ورکړ خو له بده مرغه لا هم په وروسته پاته ټولنو کې نسب او قوم ته ارزښت ورکول کېږي.)

تاریخ درې ډلې لولي:

الف- د نصاب په یوه برخه کې لوستل کېږي.

ب- د تجربې او مالوماتو تر لاسه کولو لپاره لوستل کېږي.

ج- د تخصص لپاره لوستل کېږي.

ښاغلي استاد د لکچر پایله داسې وړاندې کړه (تاریخ د انساني ټولنو د هویت یوه برخه ده خو برخلیک یې نه دی، تاریخ د پند او نتېجې اخیستلو سرچینه ده نه د قضاوت. تاسو تاریخ ولولئ خو ځانونه مه پکې ورکوئ.)

د روشنګرۍ په وروستیو کې له استاد لېوال څخه پوښتنې هم وشوې چې نوموړي یوه په یوه جوابونه وویل.

د کوشني اختر په راتګ سره روشنګرۍ د مؤقت وخت لپاره رخصت شوه چې د بیا شروع کېدو خبرتیا به یې په انټرنیټ کې خپره شي.

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *