Categories

اعلان

Loading…

امنیت شورا د افغان حکومت او طالبانو د لومړنیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د وروستیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ او هغه یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لور ته یو ګام وباله.

د امنیت شورا پنځلس غړیو پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی دواړه خواوې هڅوي چې خبرو ته دوام ورکړي څو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت دوامدار دیالوګ ممکن شي او په عین حال کې د پاکستان، چین او امریکا د رغنده رول ستاینه کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د جولای په اوومه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښارګي کې مخامخ خبرې وکړې.

امنیت شورا په دې خبرو کې د دیالوګ د دوام په اړه د دواړو خواوو د ژمنې هرکلی کړی او په عین حال کې یې په دې ټینګار کړی چې د سولې په پروسه کې ښځې مهم او حیاتي رول لوبوي او غوښتنه کوي چې د سولې د خبرو په هره پروسه او هره مرحله کې دې ښځو ته بشپړه او برابره ونډه ورکړای شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړیو د سولې، پخلاینې، ولسواکۍ او پرمختګ په لاره کې د افغانستان د ملاتړ په اړه پر خپلې ژمنې پخلی وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وروسته له دې ممکنې شوې چې د افغانستان نوي حکومت له پاکستان سره اړیکې ښې کړې.

374 total views, 2 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دملل متحد څخه څا نګړ ي او خاصه تقا ضا داده چه دا پروسه د ډ اكتر دنجيب الله دصلحي د پلان غوندي دمملكتو او أشخاصو دلاس الله او قرباني نه شي. دمتاخاصمو مملكتو او أشخاصو لاس بايد قطع او ددوي د پا ملرني لاندي اوسي .
    كه چيري دا پروسه ناكامه كييزي دداكتر دنجيب ددور نه ورو سته تاسي وليد چه څه رانه غله دا څل به بدتر دهغي دور اوسي .

  2. څارنوال علیزی Reply

    که امریکا دافغانستان دسولی دپاره رښتنی وی نوسوله ممکنه ده ځکه چی دانږدی ۴۰ کاله جنګ په افغانستان کی دامریک ی مستقیم اوغیر مستقیم لاس دی نوکه جنګ اوږده وی هم دامریکا لاس دی اوکه جنګ دره وی هم دامریکا لاس ا ورول دی یعنی ددی قضیه اصلی او باصلاحیته لوبغاړی امریکا اونور اکثرا افزار اوفروع دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2