Categories

اعلان

Loading…

په جلريز کې دمحلي پوليسو سناريو…/ ادم خان سيرت

ترهغې چې په دې ملک کې هرڅه په واقعي ډول او په عمل کې ملي شوي نه وي يوازې اشخصاصو، نهادونو او بنسټونو ته دملي کليمې کارول دغې درندې کليمې پورې خندا ده، متاسفانه په تېرو ديارلسو کلونو کې په ډيرو مواردو کې تش کالبوت ته د خلکو د تير ويستلو په موخه د ملي کليمې جامې ور اغوستل شوي دي، زه يې يوازې په امنيتي ارګانونو کې بېلګې وړاندې کوم د ملي اردو او ملي پوليسو ملي کيدل د ټول ملت غوښتنه ده خو لاهم تراوسه دا ځوکونه د ملي کليمې چارچوب ته نه دي داخل شوي د يو هېواد د ملا تير چې په اصطلاح سياسي اشخاصو،قومي ټګدارانو،زور واکانو،زر دارانو،قوم پلوو،ژب پلوو،سمت پلوو او د حکومت دانحصار ګرو په فرمايش او فريب جوړ شوی وي هلته به هيڅلکه ملي ارزښت خپل نه کړي په هغه ارګان کې چې ښاغلي او منلي په تيرو ۱۳ کلونو کې د خپل ځايه نه يې خوزيدلي او له بله طرفه دټولنې بې چاره او مظلوم خلک هر ورځ قرباني کيږي او وژل کيږي څنګه دملي اطلاق پرې وکړو؟

نړيوالو ځواکونو د ملي نهادونو په تقويه کولو کې دومره تم نه شول لکه د ملي نهادونو سره د موازي ادراو په جوړښت کې هغه مهال چې په لومړي ځل په امتحاني ډول په ميدان وردګو، کندز او لغمان ولايتونو کې د ملي ادرو او ملي پوليسو ترڅنګ د عامه ساتنې په سيمه ايز ځواک جوړولو باندې د خارجيانو لخوا هڅې پيل شوې پکې هغه د ترخو تجربو تکرار اټکل کيدو چې د همدغه محلي ځواک په لوي لاس د ټوپک او زور دار دلاس الې په توګه استعماليدای شي، که څه هم چې په پښتون ميشتو سيمو کې د اربکيانو شتون پخوانۍ مخينه لري خو دا ځواک په ټول توپير د هغه پخواني اربکي سيستم سره فرق لري او بل داچې هغه نتيجه چې دا ځواک يې په پکتيکا،پکتيا،خوست او نورو هم ژبو او هم ټبره ولايتونو کې ورکوي فق العاده د هغه ولايتونو سره فرق لري چې هلته په تيرو جګړو کې قومي، ژبني،سمتي،کليوالي او تبعيضي ستونزې شتون ولري.

په لومړي ځل د ميدان وردګو دجلريز په ولسوالۍ کې د بهرنيانو په مستقيمه مداخله د امنيې قوماندان او ولسوال لخوا چې دواړه هزاره توکم و ددې سيمه ايز ځواک په جلب او جذب کار پيل شو او لږه موده کې په دوه دورو کې نژدې(۴۰۰) تنه کسان چې د سنګلاخ درې پورې اړه درلوده او هزاره قوم ته منصوب و دغې پروسې ته جذب او د لغمان په ولايت کې و روزل، د يادو کسانو اعاشه، اکمال ،تهجيزات او مستيقه قومانده د بهرنيو ځواکونو پرغاړه وه په لومړيو کې نه د قوماندانۍ او نه په ولسوالۍ کې د ولسوال او ياهم د والي تر اغيزې لاندې نه ول نو ځکه يې خپل سري فعاليتونو ټول انديښمن کړل ، هغه مهال حليم فدايي د ولايت والي و هغه د بهرنيانو سره ددغه ولسي ځواک په اړه خبرې وکړې او په دې اړه يې د سيمه ايزو خلکو انګيرنې او ستونزې ورسره شريکې کړی او د ناوړه پايلو د پېښيدو خبرداری يې ورکړو. امريکايي ځواکونو چې داپروژه دعراق څخه راوړې و او د نورو په نسبت يې ورته زيات ارزښت درلود د وخت د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر صيب سره يې پرې کار وکړو چې د وخت په تيرو سره يې د کورنيو چارو په وزارت کې د محلي پوليسو د تشکيلاتو په نوم قومانداني ورته جوړه او د هغې وروسته په ګاغذونو کې د محلي پوليسو د طرزالعمل باندې کارونه پيل شول. هماغه مهال ولايت مقام په دغه ځواک کې ديو قوم دکسانو ځای پرځای کولو ناسمو پايلو په درلودلو له امله په بهرنيانو دا ومنله چې ددې ځواک اصلي قومانده به دسيمي دبانفوذه مشر سره وي چې هغه مهال قوماندان غلام محمد ورته ونومول شو، غلام محمد په يوه مياشت کې خپل پخواني ټوپکيان نژدې (۳۰۰) تنه سيمه ايز اوسيدونکي پښتانه په د غه ځواک کې شامل کړل چې د وخت په تيرو سره ددې ځواک شمېر۱۰۰۰ تنو ته ورسيدو او هغه مهال يې د سيمې څخه ټول وسلوال تيښتې ته مجبور کړل، دې ځواک بهرنيو ځواکونو ته دومره ارزښت درلود چې د محاصرې پرمهال به يې د يوعادي قوماندان په وينا چورلک ورليږلې او اند ټپيان به يې د جنګ د صحنې څخه په چورلکه کې انتقاليدل خو بلې خوا ملي پوليسو او ملي ادرو کسان به چې په لرې پرتو سيمو کې د کوچنيو ټپونو له امله ساه ورکوله او دومره څوک به نه حاضريدل چې د دوی مرسته وکړي

وروسته د محلي پوليسو د تصويب شوي طرزالعمل پراساس چې هيڅ محلي پوليس نه شي کولی چې اند دخپل کلي سره نژدې کلي کې وظيفه او يا ماموريت ترسره کړي پاتې شوه دا چې د بل ولايت او ولسوالۍ کسان څنګه په دغو سيمو کې د محلي پوليسو په رول کې پاتې شول؟

په دغه ځواک کې ځای پرځای شوي سيمه ايېز پوليس پښتانه د غلامحمد داستعفاء وروسته د وخت په تيريدو سره حاشيه ته يوړل شول او د۱۳۹۰ کال دکب په ۱۶ نيټه دسيمه ايزو پوليسو کې داصلاحاتو په نوم(۲۵۸) تنه محلي پوليسو ددې پوليسو د ليکو څخه وويستل شول، د ويشل شوې څه باندې ۱۰۰۰ ميله اسحلې څخه يې د۳۰۰ زياته اسلحه او يوشمير رينجر موټرونه ترې تم شوه ځکه بهرنيوو ځواکونو داسلحې او مهماتو پر وخت داسې کوم رسمي اسناد طی مراحل نه کول چې پرچا ثبوت پاتی شي.

هغه مهال چې د ميدان څخه تر باميانو پورې غزيدلې لاره دجلريز په سيمه کې نا امنه شوه نو لومړي مرستيال کريم خليلي، د چارو ادارې مشر صادق مدبر او محقق او نورو هزاره چارواکو ته دې لارې زيات ارزښت درلود دبسم الله خان محمد چې دکورنيو چارو وزير شو نو ورسره سم يې په سيمه کې دباميانو،دايکندي او بهسودو او اند دنورو ولايتونو هزاره توکم ځوانان د لارې دامنيت په موخه په محلي پوليسو کې ځای پرځای کړل داچې طرزالمعل يو څه ناڅاه په نظرکې ونيول شي يوشميرو ته يې د جلريز ولسوالۍ تذکرې هم وويشتلې.

دمرکز ميدانښار څخه تر اونۍ کوتل دجلريز ولسوالۍ اخري سرحدپورې نژدې ۵۴ کيلو متره سړک چې شهرانمبر ۲ نوم ياديږي په يو او دوه کيلو متره کې د محلي پوليسو شتون اړين و اند داسې ساحه چې د سياخاک بازار په نوم ياديږي او پوره امنيت پکې خوندي و ه هم دمحلي پوليسو دوه پوستو پکې شتون درلود د همدغې سيمې يو پوسته چې يوه خونه او ۳۰ متره احاطوي د يوال يې درلود د بهرنيو ځواکونو په مالي مرسته د بهرني شرکت لخوا په يولکو پنځه زره(۱۰۵۰۰۰) ډالرو په ارزښت جوړه شوې وه چې ددې پوستې د جوړولو ټول ارزښت ترلسو زرو ډالرو هم نه اوړيدو.

د ميدانښآر د دوه لارې څخه نيولې ، پولادخانه، چارکه .حفيظالله کوڅه. شهيدان، کوته عشرو، مامکي ,سنګ شاه,سه قلعه،موسي خيل جلريز بازار تکنه عليا .تکنه پاين .سياخاک. خواجه صيب شهيدانو کلې، کوټه عشرو،زيولاتو، هوايي پله،اسماعيل خيلو،محمد نورخيل،شيرخان زوړی،کټه سنګ،خروټو،سنګلاخ دورايي، ولسوالۍ بازار،تکانه پاين، تکانه بالا او سياخاک بازار پورې نژدې (۲۵) سيمه ايزو پوليسو پوستو شتون درلود چې ۱۳۹۱ کال وروسته دپښتنو په کليو کې هم هزاره توکم پوليس ځای پرځای شول او داسې ورځ به نه وچې دمحلي پوليسو او طالبانو په نښتو کې دسيمې درې څأور تنه شهيدان او ټپيان کيدل، په پوستو کې هزاره توکمو محلي پوليسو ته ټول ږيرور او پکړۍ والا طالبان معلوميدل، د سيمې خلکو په ژبه نه پوهيدل، دخلکو په کروند کې يې په زور تصرف کولو، په مواشي او حيواناتو يي نښې ويشتلې او دلارې خلک به يې لوټل او بې عزته کول.

د رسمي او نا رسمي معلوماتو له مخې په دغه لار د۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د پوليسو د ناسم چلند له مله نژدې ۱۲۰ تنه دسيمي خلک مړه او ټپيان شوي دي پر دغو خلکو هم چې په لارو او کورنو کې مړه او ټپيان شوي دطالب مهر لګول شوی او بيا د تاريخ دپاڼو څخه ګم نامه پاتي شوي دي.

په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کلونو کې د محلي پوليسو لخوا په لاره تلوونکو کوچيانو مخه نيول شوی او هغوی مجبورا د لار بدلولو په صورت کې د چک او دايميردادو له لارې خپلو ځړ ځايونو ته تللي دي.

د کوچيانو او هزاره و په نوم جنګونه چې کامل سياسي،تجارتي او د خپلو شخصي موخو لپاره په کابل کې د هزاروو او کوچيانو مشرانو لخوا په لاره اچول شوي وو د ميليونو افغانيو د غرامې د ورکړې په نوم پيسې په سيمه کې د مستحقو کسانو پرځای مشرانو خپل جيبونو ته اچولي دي او په دغه روان بزنس باندې په سيمه کې د هزارو او کوچيانو ترمنځ چې د دواړو په وينا کلونه کلونه سره اوسيدلي د نفاق تخمونه وشيندل، دکوچيانو او ضايع خلکو په نوم جوړ شوي کميسيون به په يوچک تر ۱۴۰ ميليونو پورې افغانۍ مرکز څخه راوړلې او د هيڅ قانوني پروسې پرته به په خپلو منځونو کې ويشل کيدی.

هغه مهال چې په ولايت کې وم مرکزي حکومت او په حکومت کې هزاره قوم ته منصوبو چارواکو په فرمايشونو دنورو محلي پوليسو دتشکيل سره يوځای هزاره ورونه په تکتيکي ډول ځای پرځاي کول موږ يې په اړه خپلې انديښنې د وخت حکومت سره په ليکلي بڼه شريکې کړې وی خو متاسفانه د زورور اوبه په لوړه خيژي موږ يوازې دومره وشو کولي چې په سيمه کې دبهسود او باميانو هزارګانو دجلب مخه ونيسو خو دوخت په تيريدو سره نورو مسولو چارواکو ياد موضوع نه داچې ارزښت ورنکړو دفيل په غوږ کې ويده شول داچې د جلريز ولسوالۍ په سنګلاخ کې هزاره قوم ميشت دی ډيرو بامياني، دايکندي او بهسودي هزارګانو دسيمې تذکرې واخيستی، په بهسودينو او دايميردادو ولسواليوو کې هم مرکزي حکومت په لومړيو کې غوښتل چې د محلي پوليسو تشکيل جوړ خو ولايت يې مخه نيوله ځکه دا ټول هڅې يوازې په دې خاطر وي چې بهسودينو او باميانو ته دکوچيانو د ورتګ مخه په حکومت کې دحکومت ته منسوب اما قومي مليشو پواسطه چې حکومتي يونوفورم يې اغوستی وي ونيسي، ښه مې ياديږي څه باندې درې کاله دمخه چې په دايميردادو(جلګې) ولسوالۍ کې دهزاروو او کوچيانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه د جلريز محلي پوليسو قوماندان دخپلو سلو تنو سره په خپل سر دايميردادو ته دهزارو خلکو دفاع لپاره ورغلي و، ولايت دپيښې داطلاع وروسته په بيړه په قوماندانۍ باندې محلي مليشه را وغوښته او ددغه کار سزا ورکولو تکل يې وکړو خو هڅه يې دخليلي، مدبر او محقق لخوا په نطفه کې خنثی شوه. دسيمې تذکرې اخيستې وی، په بهسودينو او دايميردادو ولسواليوو کې هم مرکزي حکومت غوښتل محلي پولیسو تشکيل جوړ خو ولايت يې مخه نيوله ځکه دا ټول هڅې يوازې په دې خاطر وي چې بهسودينو او باميانو ته دکوچيانو د ورتګ مخه په حکومت کې دحکومت ته منسوب اما قومي مليشو پواسطه ونيسي، ښه مې ياديږي څه باندې درې کاله دمخه چې په دايميردادو کې دهزاروو او کوچيانو ترمنځ شخړې صورت ونيولو د جلريز محلي پوليس په خپل سر دايميردادو ته دهزارو خلکو دفاع لپاره ورغلي و، ولايت دپيښې داطلاع وروسته په بيړه په قوماندانۍ باندې محلي مليشه را وغوښته او ددغه کار سزا ورکولو تکل يې وکړو خو هڅه يې دخليلي، مدبر او محقق لخوا په نطفه کې خنثی شوه.
د قومي مليشو په اړه نور بيا…

په ۱۳۹۰ کال کې د ولايت اداري غونډې او هم د دواړو لورو کوچيانو او هزراګانو لخوا دشوې پريکړې له مخې چې نور بايد دجنګ دپيښيدو پرمهال دغرامت په نوم مرکزي حکومت ميليونونو پېسې د ملي بودجې څخه مصرف نه کړي او دواړه لوري خبرو کولو لپاره دمذاکرو د ميز تر شا کښيناستل چې دغونډې په جريان کې دهزاروو مشرانو د تليفوني امر پراساس له غونډې ووتل او په تلو تلو کې يې داخبره وکړه((مردم منطقه بين شان گدام مشکل خاص ندارند خداوند سياسيون ما وشما را اصلاح کند))

6 total views, 2 views today

1 comment

  1. Rafee Nazari Reply

    فکر کوم چی د هزاره ګانو له خوا پورتنی اقدامات تصادفی نه دی . دوی ته د ایران له خوا منظم پلان ورکول کیږی او دهغه په اساس د افغانستان د راتلونکی تجزیی لپاره په خورا تدبیر او تعقل سره کار روان دی. د هران ولایت له اسلام قلعی نه رانیولی د هرات ولایت تر مرکز پوری او بیا له هغه ځایه د غور ، دایکندی ، غزنی بامیانو ، میدان وردګ له لاری د کابل لویدیز سره وصلول د دی منظم پلان اساسی داهداف جوړوی. هرچیرته چی په لار کی نور قومونه وی هغه باید له مخی لری شی . د نورو قومونو لری کول کوم مشکل نه لری خو د پښتنو لری کول باید د وسله والی مبارزی په اساس صورت ونیسی. په دایکندی کی یی حکیم شجاعی ورته کښینولی او هره ورځ د پښتنو د وژلو ښکار کوی. په جاغوریو او د غزنی په نورو ولسوالیو کی د دوی لپاره طالبان د پیسو په مقابل کی پښتانه وژنی او حتی د انتخاباتو په بهیر کی یی د پښتنو یو مخیز مخنیوی وکړی چی اوس متاسفانه یو پښتون وکیل د غزنی له ولایت نه په ملی شورا کی نشته او میم زرما ټوله د هزاره ها ده . په میدان وردګو کی د کوچیانو او ځایی پښتنو سره هره ورځ تضادونه جوړوی او د پورته لیکنی نه معلومیږی چی تر ا120 زیات خلک یی وژلی د کابل په برځای دښته کی چی هزاره ګان اوس ورته دشت برچی وایی د پښتنو او کوچیانو پلارنی مینی غصب او د پښتنو بیخ او بنیاد یی وایست. بنا دوی په خپل پلان کی سل په سلو کی موفق دی. دوی چی هرڅه کوی په تدبیر سره یی کوی او د خپلو مخالفینو هڅی د طالبانو په ډلو پوری تړی او د قانون او شریعت په چوکاټ کی یی حلال او د پښتنو وژل مباح الدم ګڼی. اوس یی زړه دی چی د میدان وردګو ولایت والی ، امنیه قوماندان ، ټول ولسوالان او دولتی کارکوونکی له خپل ټبر نه وټاکی.
    اوس راځو دیته چی پښتنو ته څه کول پکار دی؟
    د سیمی خلک باید خپل ټول اختلافات یوی خواته پریږدی. که دسیمه ایزو پولیسو پروژوی وی یاد سرک او لاری ساتل وی ، باید په خپل لاس کی واخلی. دوی ته هیڅ بهانه په لاس ورنکړی. د هزاره ګانو سره په سوله کی ژوند وکړی او که د دوی له خوا کوم تعرض یا تجاوز کیږی باید مستند شی د مطبوعاتو او میډیا له لاری د ټولو هیواد والو او د دولت کڼو غوږونو ته ورسول شی. په هر قیمت چی وی د کوچیانو حقه حقوق ورته اعاده او خوندی شی او د هغوی قانونی او سیاسی ملاتړ وشی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *