Categories

اعلان

Loading…

دا ښه فکر نه دی!/ نورمحمدثاقب

که انسان د ځان لپاره داسې اهداف ټاکي چې له مخې یې یوازې د مادياتو او شتمنیو پیاوړتیا راځي، یا که یوه ډله او شخص یوه دولتي لوړه چوکۍ په زور نیسي، یا که د دولت او پيسو په زور د عام ولس ذهنونه غصبیږي؛ دا نو ښه فکرونه نه دي؛ بلکې انسان وژنه ده. ځکه چې که یوه ډله او یا یو زورواکی دولتي لوړ بست په زور ونیسي او اهل یې نه وي، نو داسې بدلونونه او جوړښتونه نشي رامنځ ته کولای، چې عام ولس لپاره اوږد مهاله مثبتې اغیزې ولري. د بېلګې په توګه که یو نااهل کس د ملي امنیتي او دفاغي ځواکونو وزیر شي. دی نشي کولای، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره اوږد مهاله اغېزمن او ګټور پروګرامونه او پالیسۍ رامنځ ته کړي. یا که یو شخص د اقتصاد وزارت ته په زور د مشر په توګه وټاکل شي؛ نو د اقتصادي پراختیا لپاره بدلونونه نشي راوستی نو صرف وخت، انرژي او نورې سرچینې به ضایع شوي وي؛ ځکه خو ښه فکر نه بلکې د ولس سره جفا ده.

که د ټولنې په سیاسي سیالیو کې یو بډای نوماند د پیسو او مادیاتو په وړاندې کولو سره د بې وځله وګړو رایې او نظرونه د ځان پر ګټه وکاروي، لوړ فکر نه بلکې د فکرونو غصب دی. که صنعتګر یا پلورونکی د خرڅلاو مال په دروغو او فریب سره وپلوري؛ ښه فکر نه، جرم دی.

لوړفکره انسانان تل د نورو د خیر ښېګڼو د حمایه کولو په موخه هلې ځلې کوي. څه چې ځان ته غواړي، بل ته یې هم غوره ګڼي. ښه فکر په ټولنه کې د نافذا قوانینو او اصولو تطبیق کول دي. لوړ فکره وګړي ډیر واضح منظور او معلوم اهداف لري. پوهیږي، چې ولس او ټولنه مو څه ته اړتیا لري. لوړ فکره انسانان په اسانۍ سره د نورو مفکورو څخه نه اغېزمن کیږي؛ پیاوړي ارادې لري. داسې ګټورې نظریې لري، چې له مخې یې عامه ګټې څرګندیږي. د دوی غښتلي ارادې غښتلي پایلې لري. لوړ فکره انسانان داسې مثبت کارونه کوي، چې نور یې د نه کیدلو فکر کوي ځکه خو په ژوند کې غوره هغه خلک دي، چې د هر ډول بهانو پرته ټولنیز فکر کوي او خدمتونه کوي.

لوړ فکره خلک د ستونزو د حل لپاره د فرصتونو پلټوونکي وي، چې فرصت په لاس ورشي ورځینې ګټه اخلي، په ځانګړي توګه د ټولنیز پرمختګ لرونکي فرصتونو ته لومړیتوب ورکوي او لوړې ارزوګانې لري. لوړ فکره مشران په زور او ظلم پر نورو ځانونه نه مني، اجرأت کوي، ټینګه علاقه لري، دوی نورو ته د خدمت کولو له ژونده خوند اخلي او سخت کار کولو ته همیشه مایل وي، د ملت لوی بریالیتوبونو پسې هلې ځلې کوي. یو شمیر انسانان یوازې بوخت وي خو حاصلیز نه وي برخلاف لوړ فکره خلک او مشران حاصلیز وي. لوړ فکره انسانان د اړتیا مطابق کړنې کوي، نه دا چې تش هغه څه کوي، چې خوښ یې وي ځکه خو د ژوند خوشالي د ځان ګڼلو او د څښتن کولو په پرتله په اجتمايي کړنو او اړتیا پوره کولو کې ده. هغه چې مسولیتونه اخلي، پلمې نه کوي، نور نه ملامتوي لوړ فکر دی. لوړ فکره خلک تصمیم نیول نه ځنډوي خو د اړوند موضوع په اړه ډیر فکر کوي، کافي اندازه واقعیتونه ټولوي او بیا تصمیم نیسي. لوړ فکره خلک چې خطاوې وکړي، ژر یې د اصلاح لپاره کار کوي. دوی دولتي او رسمي وخت، انرژي، پيسې او نورې سرچینې فضول نه کاروي او هېڅکله مصنوعي چلند نه کوي. ځکه که یوه ټولنه داسې رسمي مشران ولري، چې مصنوعي چلند کوي نو ډیر په زیان دي.

افغان ولس چې سختو ناورینونو ځپلی؛ لاسنیوي او مرستو ته اړ دی. په کار ده، چې د خدمت لپاره یې لوړ فکره واوسو، لوړ فکره خلک پيدا کړو او غښتلتیا ورکړو ترڅو افغان ولس ته قناعت لرونکي پرمختګونه راوړي. د افغان ولس لپاره قناعت لرونکي پرمختګونه خوندیتوب، خپلواکي، سوله، ثبات، فقر له منځه وړل، اقتصادي او تعلیمي پراختیا ده.

پای

۱۳۹۴ سرطان ۱۵ د جمعې ورځ

49 total views, 1 views today

1 comment

  1. نقيب الله جمالزی Reply

    دافغانانو فکر لوړ ده!
    ثاقب صاحب ليکنه دې په زړه پوري وه.زه خپله پدې نظر يم چې افغانان تر فکري استعمار لاندې شتون لري.ځکه چې د پرديو مادياتو دافغانانو ذهنونه دومره متاثره کړيدي چې خپل خير دبل افغان ورور په بې خيري کې لټوي.اوخپل هوسا او ارام ژوند دخپل افغان ورور په مرګ کې لټوي.دخپل روښانه راتلونکې په موخه يي دهيواد ارضي تماميت.دناموس بې عزتي .بې ثباتي.او دبد امنيو رامنځته کول دا ټول هغه مسايل دي چې واکدار افغانان يي غواړي اوخصوصي ګټې يي پکې خوندي دي ته ستا دپارلمان ټيکه داران وګوره چې دملت په شتمنيو باندې خپلو تجارتونو ته ارتقا ورکوي همدغو ټيکه دارانو چيرته خپله توانايي دخپل اولس په مخ کې مصرف کړيده .زه داوايم چې دافغانستان اوسنی نظام خپل اقتصاد ته په لمړي قدم کي ځای ورنه کړي .دابيړۍ غرقه وبوله.دافغانستان په ټولو ولاياتو کي په زرهاوو هکتاره ځمکي شاړي ولاړې دي که دولت له همدغو ځمکو څخه دزراعت لپاره استفاده وکړي لمړی دې همدغه ټيکه داران ورباندي ماړه کړي تر څو دپرديو مادياتو په خاطر دخپل اولس سرونه غوڅنه کړي خبري ډيري دي خو نظر مي دپښتو په متل جمبندي کوم.چې وايي وني ويل که لاستی مي له ځانه نه وای زه به ولي چا وهلم!!!!!!!!!!!!! دروښانه افغانستان په هيله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *