Categories

اعلان

Loading…

د هلمند ستوری / سردار محمد همدرد

عبدالستار ستوري نوم مې اورېدلی و خو لیدلی مې نه و، په لومړي ځل مې ښاغلی ستوری په یو ادبي بانډار کې ولیدی چې رښتیا سي ډېر خوږ راباندې ولګېدی، ستوری لکه څنګه چې یې تخلص ستوری و همدغسې یې د رڼاپلوشې راباندې ولګېدې، ددې پرځای چې دده پر شاعرۍ خبرې وکړم بیا هم غواړم چې دده د شخصيت پر بېلابېلو اړخونو يو څه رڼا واچووم.

د انسان فطرت داسې دی چې کوښښ کوي هرڅوک ځان په ټولنه کې خوږ معرفي کړي ځیني بیا داسې وي چې هر څومره هڅه وکړي د ټولنې منځ ته ځان نه سي رسولای دا هم قدرتي صلاحیت دی چې الله تعالی ج یې چاته ورکوي .

ستوری د خپلې پوهې او شاعرۍ سره – سره دومره ولسي سړی دی چې کله دی پر سټېج خبرې کوي زموږ د ټولنې د لوستو وګړو څخه نیولې بیا تر کرونده ګره پورې ټول ورته غوږ وي ځکه چې دی د ولس په ژبه خبرې کوي، ځکه چې نوموړی يو تکړه ژورنالېست دی، ډېره فصیحه ژبه لري او د خپلې فصیحې ژبې ترڅنګ ډېر رښتيني او هغه تریخ حقیقتونه چې څوک یې نه سي ویلای ستوری یې په ډانګ پېیلي ډول وایي، دا یو حقیقت دی چې د یو پوه، عالم، شاعر، لیکوال اونقاد یواځې په همدې علمیت باندې د ټولنې د درد دوا کېدلای نه سي تر څو په عمل کې ټولنې ته څه وړاندې نه کړي ستوری چې څه لیکې په عمل کې د ټولنې لپاره عملي مبارزه هم پر مخ بیايي، د مبارزې ښه بېلګه یې (هلمند مدني ټولنه) کې مبارزه ده، ستوری د هلمند مدني ټولنې له بنسټګرو څخه دی او هلته یې خپل ځان خپل د ټولنې په وړاندې ثابت کړی دی، د ټولنې پر هرې ناخوالې او درد یې آواز پورته کړی دی او د هر ظالم ، ناروا ، نا اهله ، فاسداو جابر پر خلاف یې خبره کړې ده او د مظلوم لاس نیوی یې کړی دی .

وایي شاعر د ټولنې د نورو اشخاصو سره فرق دادی چې کله څه اوري او ویني یې ډېر ژر د حالاتو څخه متاثره کیږي او د شعر په نامه الفاظ د ملغلرو په ډول سره پیي ځکه چې دا د شاعر کمال دی، ښاغلي ستوري په غزل کې داسې نوې خبر ې او الفاظ سته چې په ځوانو شاعرانو کې ډېر کم لیدل کیږي، ځانګړنه یې داده چې د ټولنې د حالاتو سره سمه شاعري کوي دا چې دی په یو داسې ټولنه کې اوسیږي چې هر ګړۍ یې دغم، جنازو او ویر خبري کیږي ستوري خپل په شاعرۍ کې دغم اه او د اود دردېدلو اوښکو راز ډېر ښه انځور کړی دی .

ويل کيږي شاعران په زړه ډېر صادقه وي، هر چا باندې باور کوي، ستوری صيب هم داسې دی، څوک چې ډېر ورباندې ګران وي، د هم هغه له لاسه ورته ستونزه پېښېږي لکه لاندې بيت :

خاونده ! موږ چې زړه دچازړه سره تړلی

هغه بياراته ماين په يوه پله پوري تړلی

دغه راز د هغه دوه مخو ملايانو څېرې يې هم خپل ولس ته څرګندې کړي دي چې، په خوله يې د اسلام خبرې وي خو په زړه کې يې د اسلامي امت د تباهۍ خبرې ګرځي، نه پوهېږم د ستوري هدف به په لاندې بيت کې د کوم مولانا څخه وي خو ما چې هر څومره فکر وکړه، هغه مولانا فضل الرحمن يادوي چې په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي، خو پاکستان کې يې نه ورکوي، راځئ دغه بيت ته يې څو شېبې تم سو:

داستادمولاناخودي خدای دواړي ورخطاکړي

په رنګ باندي حضرت وو نورپه سره پوري تړلی

ستوری کليوالي شاعر دی او په يوه کليواله سيمه کې ژوند کوي، دا چې شاعر له ټولنې مواد اخلي او لکه مخکې چې مو يادونه وکړه له ټولنې اغېزمن کيږي نو ستوری صيب هم له کليوالي ښکلا متاثره دی، په لاندې غزل کې يې په پرلپسې توګه کليوالي ښکلا ناڅي:

لکه مورچې دخپل ناوي لورپه سرکې لاري باسي

داسي ګراني ستاهرنازمي په ځيګرکې لاري باسي

ستاسل خمه دي دګراني دمنګي بلکه واخلي

چې هرغړپ يې له مستۍ نه په کوثرکې لاري باسي

موږکه سل ځلي خوران يو بې غيرته مو خوښ نه دي

دلته هرځوان هلمندی دی په سنګرکې لاري باسي

زمادزړه کشميرله خروښه تاج محل ته لاره وکړه

اوس په سرو سکروټو خوښ دی په مجمرکې لاري باسي

هوښيار خلک تل د يووالي غوښتنه کوي، ځکه يووالي کې قوت وي او کوم ملت چې يو وي نو هغه هيڅ طاقت نه سي ماتولی، د مبارزې ستر سرلاري پاچاخان هم دغه خبره کړې ده چې اوس يې د يو متل بڼه غوره کړې ده، هغه به تل پښتنو ته ويل: «يو کېږو، ګني ورکېږو.»

ښاغلی ستوری هم خپل ولس ته دغه پېغام ورکوي او وايي که سره يو نه سی نو پنجاب به مو په خړ خېبر کې لارې جوړوي او د پښتنو له بې اتفاقۍ به ناوړه ګټه اخلي :

موږ پښتانه که سره يو نسوو, نو خواربه سو ټول

داتورمخي پنجاپيان موپه خېبرکې لارې باسي

د عبدالستار ستوري ځينې غزلونه لکه د ستورو ځليږي، لکه څنګه چې پښتانه دوديز خلک دي او د اسلام د سپېڅلي دين وروسته پښتني دودونه داسې دي چې حجاب پرده او حيا پکې ډېره ده، په داسې ټولنه کې چې حجاب او پرده ډېره وي، نو حتماً عاشق او معشوقه چې سره مخامخ کيږي يو له بل به شرميږي او ډېره حيا به کوي.

حمزه بابا دغه مطلب کلونه وړاندې داسې په خپل يو بيت کې راخيستی:

پلو دې له مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره

زمرۍ غوندې به ګورې شرمېدل به پکې نه وي

ښاغلي عبدالستار ستوری هم د دغه شان يو حالت سره مخ کيږي او بېواکه يې دغه حالت په خپل غزل کې راوړی دی، د غزل نور بيتونه بيا د ټولنې نورې خواوې انځوروي:

چې يارپه سترګوو ووينې کوچنی سې ستارستوريه

په سمه ژبه ګونګ سې څنګه شی سې ستارستوريه.

جالبه دغه نه ده چې ته څوک يې اودچازوی

مهمه داده ياره چی سړی سې ستارستوريه.

زموږ په ټولنه کې بېلابېل خلک ژوند کوي، داسې يوه ټولنه مو ده چې په نن زمانه کې پکې يو نا څرګنده جګړه روانه ده، ښکېلې خواوې دواړه افغانان دي او دواړه ددې خاورې بچپان دي، ښاغلی عبدالستار ستوری د انساني عاطفې له مخې پر دواړو زړه سيځي او زړه يې درد کوي.

نوموړي ته دا مهمه نه ده چې څوک دی، خو له خپل افغان او خپل هېوادوال ځان قربانوي:

ددې وطن دهرطالب اوهرعسکربلاواخلې

ترې وګرځې ترې جارسې ترې لوګی سې ستارستوريه.

مخکې مو هم يادونه وکړه د ستوري صيب په شاعرۍ کې تر ډېره کليوالي سنبولونه ښکاري، کټ مټ هغه خبرې کوي چې موږ او تاسو يې په عادي ژوند کې د يو کليوال له خولې اورو، شين اسمان، سپوږمۍ، ستوري، کېږدۍ، کوچۍ، جګ جګ غرونه، درياب، کاروان، شپېلۍ، لنګۍ او نور کليوالي سنبولونه هغه څه دي چې په لاندې بيتو کې مو کليوالي ښکلا سترګو ته دروي:

زموږ داشين اسمان بې ستورو دغه ستوري سپوږمۍ غواړي,

کېږدۍ پړمخي چپه ده کېږدۍ خړه کوچۍ غواړي

پاس دجګوغرو دشانه لمردسره درياب په غيږسو,

, زموږکاروان يې کړبې سوره يوه مسته شپيلۍ غواړي

ګراني ته چې مي داسرراته دنازپه ګوتوږمنځۍ

دابې باکه هلمندی دی يوه خړه لنګۍ غواړي

ستار ستوری نېغ زموږ د ټولنې شاتګ ته هم ګوته نيسي، خپل ولس ته د هغه خلکو په اړه پېغور ورکوي چې يو وخت زموږ د نيکونو نوکران و، خو زموږ په ټولنه کې د شته ناخوالو، بدبختيو او زموږ د خپل منځي بې لاريو او اختلافاتو هغوی ته دومره جرآت ورکړی چې په ښکاره ډول زموږ په داخلي چارو کې لاس وهنې کوي، هر څه چې يې زړه غواړي کوي او هر څه چې غواړي په زغرده يې غواړي، لاندې بيت :

هغه زموږدنيکه اس ته چې يې دخټواخورجوړکړ,

هغه تورسيندی اوس ګرځي يوه پيغله کابلۍ غواړي

ښاغلی عبدالستار ستوری، چې د پوهنتون استاد دی، تکړه مبارز دی، سره له دې چې ډله ډله محصلين ترې راتاو وي او د دوی ستونزې هواروي ترڅنګ يې تل هلمند مدني ټولنه کې د هلمند د بېلابېلو ولسواليو ولسي خلک پرې راغونډ وي او د دوی مشکلات حلوي.

ددې ترڅنګ ستوری صيب يوه تکړه وياند هم دی، لوی کمال يې دا دی چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، هلمند پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کې درس ورکوي، مدني ټولنه کې خدايي خدمتګاري کوي، پښتو ادب باندې غزل لوروي، بست راډيو کې ديني او علمي خپرونې مخته وړي چې راډيويي خپرونې يې هم خورا مينوال لري، ښايي دا هم د ستوري د شخصيت بېلابېل هنرونه وي چې په خپل ځان کې يې روزلي دي او ټول يې پر يو وخت په کار اچولي دي.

که چېرې ښاغلي ستور ي فقط هنري ژوند پر مخ وړله نو زه په ډاډ ويلی شم چې نوموړی به د پښتو ژبې په غزل کې داسې ستوري پېيلي وای چې د پښتو ادب اسمان به پرې د تل لپاره ښايسته وای، دا چې نوموړی د دومره بوخت ژوند سره سره کله کله د زړه درد شعر کړي دا يې هم پښتو ژبې ته لوی خدمت دی، ددې ترڅنګ ښاغلي ستوري په پښتو ژبه لسګونه بېلابېلې تحقيقي مقالې هم ليکلي چې په ډېری سمينارونو او غونډو کې يې له خلکو سره شريکې کړي دي.

وروستيو کې ښاغلي ستوري ته ښکلی ژوند غواړم او د پښتو ادب پر اسمان يې د پوهې ستوري راڼه غواړم.

43 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *