Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ د بهرنیو چارو تر ټولو پخوانی وزیر وفات شو

تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سعود الفیصل، چې په نړۍ کې یې تر ټولو خارجه وزیرانو زیات وخت د باندنیو چارو وزارت دنده په لاس کې لرله، وفات شو.

سعود الفیصل څو میاشتې مخکې د سعودي عربستان له باندنیو چارو وزارته استعفا وکړه او نوي پاچا ملک سلیمان د ده استعفا ومنله.

سعود الفیصل له ۱۹۷۵ میلادي کال راهیسي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و خو د سږ کال د اپریل په میاشت کې یې له دې دندې استعفا ورکړه.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلیمان په اپریل کې د سعود الفیصل استعفا ومنله او د نوموړي پر ځای یې عادل الجبیر د بهرنیو چارو وزیر وټاکه.

سعود الفیصل ۴۰ کاله د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و.

1د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې سعود الفیصل وفات شوی او په دې اړه رسمي اعلامیه به وروسته خپره شي.

شهزاده سعود الفیصل په ۱۹۷۵ م کال د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر وټاکل شو او د اپریل په ۲۹ مه یې پر ځای عادل جبیر، چې پخوا په واشنګټن کې د سعودي عربستنان سفیر و، وټاکل شو.

54 total views, 2 views today

2 comments

  1. Hamid Reply

    ?د نړۍ د بهرنیو چارو تر ټولو پخوانی وزیر وفات شو

  2. غ.حضرت Reply

    دا لوی خبیث ؤ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *