Categories

اعلان

Loading…

کرزي موافقه وکړه چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د امریکا د پوځ لوی درستیز ته په کابل کې وویل چې دی تیار دی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

له کله چې د قطر د دفتر د پرانستل کېدو پر سر ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په باب خبرې درولي، جنرال مارتین ډیمپسي د امریکا تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې له افغان ولسمشر سره د امنیتي تړون په اړه خبرې کوي.

د کرزي د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د امریکا لوی درستیز له ولسمشر کرزي سره د دوو هیوادونو د امنیتي موافقې په اړه خبرې وکړې.

له خبرپاڼې سره سم ولسمشر یوځل بیا په دې ټینګار وکړ چې افغانان په خپل هیواد کې د اوږدو جګړو له لاسه ډېر ځورېدلي او نور سوله غواړي.

کرزي هیله څرګنده کړه، افغانان چمتو دي چې له امریکا سره امنیتي تړون په داسي شرایطو لاسلیک کړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د متحد او خپلواک افغانستان سبب شي.

افغان امنیتي ځواکونو عملاً د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخیستی او ټاکل شوې ده چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه راتلونکی کال ووځي خو د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په اړه شکونه موجود دي چې له کبله یې افغان چارواکي او د طالبانو مخالفان د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام ګټور بولي.

دوی دا اړتیا وروسته له دې لا ډېره احساس کړه چې طالبانو د خپلو حملو مخه د افغان پولیسو او ملي اردو لور ته واړوله.

پینتاګون ویلي چې که له ۲۰۱۴ وروسته یې محدود شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېښودل نو د هغو دنده به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د مشورې ورکړه وي.

د امریکا لوی درستیز جنرال دیمپسي له ولسمشر کرزي سره تر کتلو مخکې نن خبریالانو ته وویل چې هیواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره امنیتي تړون تر اکتوبر مخکې لاسلیک کړي څو ناټو پوځیانو ته له ۲۰۱۴ وروسته د ټولو ځواکونو د ایستلو پر ځای د پوځي حضور په خاطر د تیاري لپاره کافي وخت په لاس ورشي.

لوی درستیز دیمپسي همداراز وویل چې له ده سره هیچا هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې صفر ته د امریکايی پوځیانو د رسولو په اړه خبرې نه دي کړي.

دیمپسي خبریالانو ته وویل:« له پوځي نظره غواړم چې د امنیتي موافقې له لارې، چې هیله ده له اوسه د اکتوبر تر میاشتې پوري لاسلیک شي، د راتلونکې په اړه زیات پوی شم.»

ده همداراز وویل چې په ناټو تړون کې به خپلو متحدانو ته یو کال وخت ورکړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور دوام ته تیاري ونیسي.

281 total views, 2 views today

4 comments

  1. روغ لیوني Reply

    څه ووایم؟

  2. کامران -پیښور Reply

    تر هرڅه لمړې د تاند چلؤنکو ته ګیډې ، ګیډې سلامونه وړاندی کوم او بیا دا وایم چی تاسو خو لږ فکروکړې هغه څوګ چی ساه هم اوباسی د امریکا د ډالرو په زور به یی باسی نو دا له هم هغه لمړی سره څرګنده وه . دوی یی دومره د ډالرو په نشه کی غرق کړیدی چی حتی ځان او د ځان د کالیو په فکر کی هم نه دی . هغه متل دی چی وایی پهلوان زنده خوش است ا

  3. وطنپال Reply

    کمرانه وروره په نننۍ نړی کې هېڅوک هم داسې نشته چې ډالر یې نه وي خوښ
    کیدای شي ته هم د ډالرو په زور په پېښور کې ژوند کوې
    کرزی چې هرڅومره هم خراب شي خو تر دال خوارو سل ځلې ښه دی

  4. سعدالله دیدن Reply

    که تړون په ریښتیا هم لاسلیک شی نو ظالبانو ته زیری ورکووم چي د هغوی تاوتریخوالی په افغانستان کی بریالی شو او امریکا ته یی د دایمی هډو او سترتیژیک تړون زمینه برابره کړه
    طالبانو مبارک مو شه بریا مو مبارک شه تاسو خو خپل څانونه ونه پیژندل چي د کومی ورځی لپاره یی ساتلی وی د امریکا له تاسو همدا امید وو چی د افغانستان حالت دغی ورځی ته ورسوی چي افغان دولت او افغانان مجبوره شی چي پرته د امریکا او خاریجي قواو امنیت مشکل ده او امریکا هم همدا غوښتل
    یو ځل بیا مبارکی درته وایم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2