Categories

اعلان

Loading…

حکمت کرزی: د سولې د خبرو پر سر د طالبانو ترمنځ اختلاف د دوی خپل کار دی

تاند- سره له دې چې د طالبانو په ویبپاڼه کې د سولې د خبرو په اړه خپره شوې لیکنه د افغانستان له حکومت سره د خبرو پر سر د دې ډلې ترمنځ د درز او اختلاف ښودنه کوي خو د افغانستان حکومت د طالبانو په منخ کې اختلاف جدي نه بولي.

د افغانستان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ د پاکستان په مري تفریحي ښار کې مخامخ خبرې وکړې.

نن د طالبانو په (جهاد ږغ) ویبپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د تحریک قیادت د خبرو مخالف دی. په دې لیکنه کې د مري خبرو ته په اشارې ویل شوي چې دا د پاکستان یو چل دی چې کابل تېر باسي او کېدای شي غمیزې پایلې ولري.

په لیکنه کې، چې وروسته د طالبانو له ویبپاڼې لېرې شوه، ادعا شوې ده:«کله چې د دغو خبرو، چې ډېر په شد و مد یې یادونه کېږي، تود بازار سوړ شو، څرګنده به شي چې دا له دې پرته چې د اسلامي امارت څو غړي پاکستان راوړاندې کړل چې له خپل لوري خبرې وکړي، بل هیڅ شی نه دي.»

په همدې حال کې پرون /چهارشنبه/ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غیرمستقیم ډول د مري خبرې تایید کړي او ویلي یې دي:«… سیاسي دفتر  پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي،  له خارجي  او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو  په نظر کی نیولو سره  مذاکرات  وکړي او یا یې هم متوقف کړي .»

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، چې په مري کې یې له طالبانو سره په خبرو کې ګډون کړی و، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د طالبانو ترمنځ اختلافات وي، له کابل سره اړه نه لري.

ده همداراز وویل:«ممکن د دوی په منځ کې ځیني اختلافات وي، خو دا د دوی خپله مسله ده چې باید پرې وږغېږي او موافقې ته سره ورسېږي.»

ښاغلي کرزي زیاته کړه، د طالبانو پلاوی د دوی د سیاسي مشر اختر محمد منصور له لوري تایید او منظور شوی و.

منصور عموماً د ملا عمر پر ځای د سیاسي چارو پرېکړې کوي. د ملا عمر په اړه ویل کېږي چې نور ژوندی نه دی او د طالبانو بشپړه مشري د اختر منصور په لاس کې ده. البته طالبانو تراوسه پوري د ملا عمر مړینه تایید کړې نه ده.

حکمت کرزي وویل، طالبانو د مري په خبرو کې د بهرنیو پوځیانو د حضور، د طالبانو پر مشرانو د ملګروملتو د بندیزونو او د جنګي اسیرانو مسلې یادې کړې.

ده خبریالانو ته دغه راز وویل، دواړو خواوو موافقه وکړه چې پراخ عملیات سم کار نه دی خو له اختر څخه، چې د جولای په اوولسمه دی، د اوربند پر ټینګېدو خبرې دوام کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ونه ویل چې اوربند خامخا کېږي.

په خبرو کې ځینو نورو شاملو کسانو ویلي چې دواړو خواوو یوازې په دې سلا کړې چې بل ځل به د اګست په نیمايي کې په قطر کې خبرې کوي.

حکمت کرزي هم وویل چې دواړو خواوو موافقه کړې چې دا خبرې به پر یوه پروسه بدلوي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو په قول وايي چې د طالبانو په منځ کې درز ژور دی. د دې ډلې جګپوړی جنګي قومندان قیوم ذاکر له کابل سره د خبرو لپاره مري ته د پلاوي پر لېږلو اعتراض کړی دی.

سرچینې ادعا کوي چې دا خبره د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو وړو قومندانانو ورته کړې ده.

381 total views, 1 views today

4 comments

  1. MHA Reply

    که د طالبانو ترمنځ اختلافات وي، له کابل سره اړه نه لري.
    What will happen if one side agrees to the peace process and others don’t, The fighting will continue by opposite groups.

  2. څارنوال علیزی Reply

    اسلام صلح خیر بللی ده ۰ قران عظیم الشان)
    حضرت محمد مصطفا ص دکفارو او مشرکانو سره صلح کړیده
    داسلام تاریخ)
    نودجنګ دواړوخواته لازمه ده چی صلحی ته غاړه کښیزدی تر څو بی ګناه مسلمانان مړه نشی . )
    .

  3. shahed Reply

    صلحه ددې وطن د هر بچي غو ښتنه او د ټولنې ضرورت دۍ، الله پاک پخپل کلام کې وایي ، الصلح خیرا، نور بس ده ډیر و ځپل شوو ، که افغاني لوري کولۍ شي صلح را ولي او دوی بیا په دې کار کې غفلت وکړي آلله (ج) به د محشر په ورځ د شهیدا نو ، زخمیا نو او د هغوی د ویر جنو کورنیو د غم او غصې پو ښتنه له دوی څخه وکړي

  4. محمد داود یتیم یار Reply

    طالبان فعلا په دری برخو دټوټو کیدو په حال کی دی اوله ټوټه یی دپاکستان په اشاره له داعش ، سره یوځای کیږی چی په دغه ډله کی دحکمتیار پیښور میشته ډله هم راځی دویمه ډله یی دسولی له بهیر سره تمایل پیدا کوی او دریمه به یی دافغان دولت سره به جنګیږی اوهم به له داعش سره جنګییږی دا وزما یو سیاسی لید لوری نور الله پاک پوهیږی او کارونه یی والله علم بالغیب

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2