Categories

اعلان

Loading…

سیاسي رهبران/ خداينور خانزاد

د شپاړسمې برخې دوهمه نیمايي –

د مهاتما ګاندي د ژوند لیک پاتې برخه -لشدیلشدی

(( د برید په وړاندي برید، د وینې تویولو په وړاندي وینه تویونه او د دښمنۍ په وړاندې دښمني، نړۍ ړندوي)) ګاندي

د نه همکارۍ حرکت

ګاندي د بریتانوي واکمنۍ په وړاندي د عدم تشدد، سوله ایز مقاومت او نه همکارۍ په وسیله مبارزه شروع کړه او ددې لارو څخه یې د یو متاثره سلاح په توګه کار واخیست. د (جالینوالا باغ) خونړۍ ټولیزه وژنه (قتل عام) له امله ګاندي سمدستي د خپل کنټرول حکومت یا په ټوله هندوستان باندي حکومت کولو احساس وکړ، د (سوراج) د مفکورې په اساس او اکثریت رايو په توافق د ازادۍ لپاره روحيه او سیاسي مبارزه په تدریجي ډول سره د پرمختګ په حال کې سوه.

ګاندي هندوستان د خلکو څخه وغوښتل ترڅو د خارجي جوړو شیانو د استعمال څخه ډډه وکړي او پریکون ورسره اعلان کړې لکه کالي، د حکومت تقررې څخه استعفا او بریتانوي القاب او ویاړونه ایله کول همدارنګه ګاندی خلک تشویقول چې د خارجي جوړو کالیو په ځای (خادي) واغوندي چې د یاد هیواد ساده جوړ کالي بلل کیږي، ګاندي پخپله مروج کالي (ډوټي او شال) اغوستل او کله چې به څیریدل نو خپله به یې په ستنه ګنډل.

د یادو مبارزو کمپاین د ښځو په ګډون د ټولو برخو د خلکو او په ملي سطحه یوه لویه بریا وه، د نه همکارۍ حرکت په فبروري ۱۹۲۲م کال کې هغه وخت ختم سو کله چې په (چورې چورا، اټر پردیش) کې سخت ټکر مات سو. د همدې کال په مارچ کې ګاندي د بغاوت په تور ونیول سو او شپږ کاله حبس جزا ورته ورکول سوه، کله چې ګاندې محبس کې خپل د حبس کلونه تیرول نو د هندوستان ملي کانګریس په دوو برخو وویشل سو چې یوه برخه یې (چیټا رانتجن ډاس او موټیلال نهرو) او بله برخه یې (چکراورټی راجګوپالا چتری) رهبرې کوله، د هندوانو او مسلمانانو همکارې هم ضعیفه سوې خو په مجموعه کې ټول هغه کارونه چې شروع یې ګاندي کړې وه مخ په ضعف روان سوه.

د سالټ مارش او د سوراج لپاره غوښتنه:

د بریتاني حکومت د (جان سایمون) په مشرۍ د اساسی قانون پر اصلاح باندی یوه ډله وګمارل چې په یاده ډله کې یو هندوستانی هم نه وو شامل چې په پایله کې د هندوستان د ټولو سیاسي رهبرانو د کمیسیون لخوا پریکون ورسره اعلان سو. د ډسمبر میاشتې ۱۹۲۸م کال کې ګاندي د بریتاني حکومت څخه وغوښتل چې هندوستان ته واک لرونکې مستعمره حالت ور وبخښي (ډومنیون) او اخطار یې ورکړ که یې غوښتنه ونه منل سي نو د نوي ډول نه همکارۍ د کمپاین سره به مخ سي چې هدف یې سراسري آزادي وه.

په ۳۱ ډسمبر، ۱۹۲۹م کال کې په لاهور نور هندوستان بیرغ رپیدل ودریدل او راتلونکې کال ۲۶ جنوري، د ملي ګانګریس ګوند لخوا د آزادۍ ورځ ولمانځل سوه چې د هرې هندوستانۍ ادارې لخوا د یادګار په توګه ساتل کیږي.

په ۱۹۳۰م کال کې ګاندي د مالګې په مالیې باندي مظاهره ترتیب کړه چې د ګجرات ایالت د احمد اباد څخه تر ډنډي پورې یې خلک مارش کړه چې زرګونو هندوستانیانو په ۴۰۰ کیلو متره مارش کې ګډون وکړ او ویل یې چې مالګه خپله جوړو، دا کمپاین د بریتانویانو په وړاندي تر ټولو لوی کمپاین یا ټاکلي مقصد دپاره هلې ځلې وې، ځکه ورته د سالټ مارش وایی.

په مارچ-۱۹۳۱م کال کې (ایروین-ګاندی) تړون امضا سو، ددې تړون د مخې بریتاني حکومت راضي سو چې سیاسي بندیان به پدې شرط ازادوي چې ګاندي خپله هغه وینا واخلي چې په کښي ویل سوي وه هندوستان خلک دې د بریتانوي حکومت بي اطاعتي وکړې. حکومت د بی وزلو یا محرومو قشرونو لپاره په نوي اساسی قانون کې ځای ټاکنو کې ګډون ځای ورکړ او ګاندی هم د محرومو قشرونو (هریجان) هم ورته ویل کیدل د ژوند ښه کولو او پرمختګ لپاره کوښښونه شروع کړه او دې مبارزې ته یې خپل په لومړیتوب کې ځای ورکړ چې په پایله کې حکومت ګاندي سره د نورو خبرو کولو لپاره هم چمتو سو.

آزادي او هندوستان ویشنه:

په دوهم نړیوال جنګ (۱۹۳۹م) کې د هندوستان د ګډون سره ګاندي مخالفت وکړ، داسی ویل کیدل چې هندوستان د ډیموکراټیکې ازاۍ لپاره ځګه جګړه نه سي کولای چې هندوستان خپله ډیموکراټیکه ازادي نه درلودله. ګاندي او نور ګانګریس غړو د بشپړي ازادۍ دپاره حرکت شروع کړ او دبریتاني څخه یې وغوښتل چې هندوستان پریږدي.

دا حرکت د هندوستان په تاریخ کښې تر ټولو سخت او شدید حرکت وو چې له امله یې یاد هیواد په هره برخه کې زرګونه ازادي غوښتونکې مبارزین مړه، ژوبل، مجازات او حبس سوه. دا ځل د هندوستانیانو غوښته ډیره جدي وه چې باید سمدستی بریتانویان د هند څخه ووځی. دا په داسي حال کې خپله ګاندي مبارزه او مبارزین تنظیمول او دا یې په ډاکه کړه چې که څه هم تشدد مینځه راغی خو باید مبارزه او حرکت ونه درول سي چې دلته دوې خبرې وي (مرګ یا مبارزه).

ګاندي او ورسره د ګانګریس کمیټه په ۹ اګسټ ۱۹۴۲م کال کې ونیول سوه، ګاندی په اغاخان ماڼۍ کې دوه کاله وساتل سو، دده د حبس په جریان کې د نوموړي میرمن کستروبا ګاندي تر ۱۸ میاشتو بند تیرولو وروسته مړه سوه. تر نړیوال جنګ ختمېدو وروسته ګاندي د ازادۍ دپاره د مبارزي کوښښونه بس کړل، دا هغه وخت وو چې هندوستان د یو ازاد ملک په توګه ولیدل سو.

ګاندي همیشه دا خیال کوی چې هندوستان د هندوانو او مسلمانانو یوځای اوسیدو لپاره مناست ځای دی او د هغه پلان چې هندوستان دې به دوو برخو وویشل سی سخت مخالف وو مګر اکثر مسلمانان خصوصا محمد علي جناح د هندوستان دوو برخو ویشلو باندی خوښ وه.

هندوستان په دوو برخو ویشلو پلان د کانګریس د رهبرۍ لخوا تایئد سو، دوي په دې اند وه چې دا به د هندوانو او مسلمانانو د خپل مینځي جکړي یوازینۍ د حل لار وي خو د ګاندي د هیلې او غوښتني په ضد بریتانوي هند په دوو خپلواکو هیوادونو تبدیل سو لکه هندوستان او پاکستان.

د مهاتما ګاندي وژنه:

ګاندي په نوي ډهلي کې په ۳۰ جنوري ۱۹۴۸م کال کې ووژل سو، نوموړی د هندو مذهب یوې افراطي ډلې لخوا څخه د تومانچې پواسطه درې مرمی وویشتل سو او دې ډلې له دې امله نوموړی وویشتی چې ولي ګاندي په پاکستان باندی زړه سوی کوي. د نوموړي قاتل او ورسره د قتل همکاران تر نیول کیدو وروسته محاکمه او اعدام سول.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴

165 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸