Categories

اعلان

Loading…

په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې روانې دي

تاند- پاکستاني ورځپاڼه ایکسپریس تریبیون وايي، باوري سرچینو ورته ویلي چې افغان طالبان نن په اسلام اباد کې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

ورځپاڼه وايي چې په دې خبرو کې د افغانستان د حکومت د پلاوی مشري د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي خو د طالبانو په پلاوی کې د دې ډلې د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال ملا جلیل او قاري دین محمد شامل دي.

سرچینو وویل چې دا غونډه د چین د ارومچي د غونډې په دوام کې کېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم تایید کړه چې د سولې د عالي شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي. ارګ په دې اړه تراوسه زیات جزییات نه دي خپاره کړي.

ایکسپریس تریبیون وايي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلام اباد له غونډې بې خبري ښيي.

مجاهد دې ورځپاڼې ته وویل:«زه هیڅ معلومات نه لرم، خو که مې معلومات ترلاسه کړل، له تاسو سره به یې شریک کړم.»

تېره میاشت وروسته له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې کړي، طالبانو فوراً عکس العمل وښود، ویې ویل چې دوی له چا سره د سولې خبرې نه دي کړي.

د طالبانو یو شمېر غړي وايي چې د پاکستان په منځګړتوب او همکارۍ هرراز خبرې به د طالبانو اعتبار خراب کړي او د خلکو یقین به زیات کړي چې دا ډله د پاکستان د لاس اله ده.

60 total views, 1 views today

3 comments

  1. امید وفا Reply

    مونږ افغانان داسی غوندو ته هیڅ هیله مند نه یو داسی غونډی ډیری په اسلام اباد کی شویدی بی پایلی پاتی شویدی او د افغانانو سترګو ته خاوری شیندل شویدی د اسلام اباد هغه غونډی د افغانان یاد کړی چی بیت الله شریف کی اووه واړو ته قسمونه ورکړل شو او بیا پاکستان په همغه قسم خورو څه ونکړل نور د افغانان په داسی دوه مخی دوښمن هیڅ اعتبار نکوی.

  2. حنيف Reply

    دا خبر سوجه دروغ دي,طالبان هيسكله دافغان حكومت سره خبرو ته نه كيني, زكه طالبان دافغان حكومت ته به رسميت ندي قايل, او افغان حكومت هيس واك نه لري, صرف سيمبولونه دي. هر واك دامريكايانو به لاس كي دي…

  3. کشمالی Reply

    خو شالخان مغل یادول ،وصیت یې کړی و چې ما دا سې څای کې خښ کړۍ چې د مغلو د آسو نو د پوندو دوړې ور باندې کښې نه ني. زه به د با با په اجازه د مغل د نوم په څای پاکستان یاد کړم چې په هر شي باندې چې دجناح د بچي ټا په وه، مه یې منۍ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *