Categories

اعلان

Loading…

په کونړ کې د (۱۰۰۰) اړو کورنیو سره دخوراکي توکومرسته وشوه

نیټه ۱۰ /  ۴ / ۱۳۹۴

دقطرهېواد هېوادسرې میاشتې ټولنی  په مالي مټ د سرې میاشتې ادارې له خوا  په زر بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکي  دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د کونړوالي وحیدالله کلیمزي، امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل، سرې میاشتې ادارې  ریس او یو شمېرنورو مشرانوپه لاسونو وویشل شول.

دمرستو ویشلو په وخت دکونړ والي دقطرهېواد دسرې میاشتې ټولنی  له ترسره شوو  مرستو څخه مننه وکړه ،د غه یې یو نیک اوپرځای کار وباله  او په په ورته نورو خیریه برخو کې  تری د لا زیاتی همکارۍ غوښتنه وکړه  ښاغلي کلیمزي  وویل په کونړ کې ډېری خلک بې وزله دي او مرستو ته اړتیالري ، په ټولو مرستندویه ټولنو او بډایه خلکو غږ وکړ چې د روژې مبارکی میاشتې په درناوي دبې وزلو لاس نیوی  وکړي او ورسره مرستی ترسره کړي  نوموړي خلکوته ډاډ ورکړ هڅه کوم چې دمرکزي حکومت اونړیوالو مرستندویه ټولنو زیاته توجه راجلب کړم څو  د دی ولایت اړو او بې وزله کورنیو سره  مرستی ترسره کړي  هغه زیاته کړه   یوشمېر مرستندویه موسیسو  اوخیریه ټولنو  دمرستو ډاډ راکړی چې د دی ولایت د اړو خلکو سره  به یې ترسره کړي.

179 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2