Categories

اعلان

Loading…

انتقالي، ایتلافي که د ملي وحدت حکومت؟؟ / ډاکتر ځلاند

کله چې د حکومتونو په وړاندې قانوني موانع موجودي وي، حکومتونه د قانونیت او مشروعیت له پوښتنې سره مخ کیږي، د حکومت په راس کې مشران ځانونه کمزوري، تنها او د هیواد د چارو په سمبالښت کې پاتې راغلي ویني. په داسې حالاتو کې عموما حکومتونه د قانون د بدلیدو په لټه کې کیږي. عموما د قانون د بدلولو دوه لارې خپليږي: لومړی، د استبدادي یا دیکتاتوري حکومتونو په رامنځه کولو سره کوښښ کیږي د ولس د غوښتنو په خلاف، د زور په استعمال د قانون په بدلولو سره د حکومت د مشروعیت او قانونیت ستونزه حل کړي. په دې برخه کې هیواد مشر ته نسبي ولسي سیاسي قوت، نظامي قوت او نړیوال ملاتړ لازمي ګڼلی کیږي، تر څو د ځان په ګټه په قانون کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د نظامي کودتا ګانو په پایله کې رامنځته کیدونکي حکومتونه عموما له همداسې سناریو سره مخ کیږي، او د ځان په ګټه همدا لار اختیاروي.

دویم دا چې حکومتونه بله چاره نلري، تر څو د انتقالي دولت په توګه دنده ترسره کړي. په انتقالي دوره کې د عامه ذهنیت په رغونه او سمبالښت لاس پورې کیږي، د ټاکنو د پاره لاره هواریږي او بلاخره د ټاکنو په پایله کې حکومتونه ځانته مشروعیت یا قانونیت تر لاسه کوي. د لومړنۍ سناریو مثال په ۱۹۹۹کې په پاکستان کې د پرویز مشرف د حکومت د رامنځته کیدلو منطق وو او د دویمي سناریو مثال په مصر کې د السیسي د حکومت د رامنځته کیدو فلسفه ده.

د ملي وحدت حکومت چې د ایتلافي حکومت یوه مسخه شوي نسخه ده، له ورته یو حالت سره مخ دی. ډاکتر غني او عبدالله ونشوای کولی چې د قانون له مخې د حکومت جوړولو ته غاړه کیږي، دوی د سیاسي معاملي په پایله کې د ملت د غوښتنو خلاف او له اساسي قانون سره په ټکر کې حکومت جوړولو ته زړه ښه کړ. د حکومت تجربه نوي او د هیواد سیاسي حالت ډیر کړکیچن دی. دواړه مشرانو په ګډه له تیر یو کال راهیسي د ګډ کار روحیه ایجاد نشوای کړای، دواړه لورې په ژورو اختلافاتو کې یو بل ته په کمین کې ناست دي، د هیواد امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلي د بحران په لورې روان دی. که دواړه مشران په لوی لاس د اوسنې وضعیت دوام ته زړه ښه کړي، د ملت له سخت غبرګون او انقلابي بدلون سره به مخ شي. ددې کار دپاره ډیر زیات لاملونه او وسایل شته چې کیدی شي دا حالت د هیواد او دارنګه د دواړو مشرانو د سیاسي ژوند په خلاف وي.

له دې امله د ملي وحدت حکومت اوسني بڼه تر ډیره بریده د انتقالي حکومت د دندې د ترسره کولو یوه دوره ده. دواړه مشران، افغان سیاسیون او نړیواله ټولنه باید د حکومت د اوسنې ماهیت په اړه ځان پوه کړي، دوی باید په دې پوه شي چې ملي وحدت د غنی او عبدالله په یو ځای کیدو نه رامنځته کیږي، بلکې د ملي وحدت د پاره د حکومت د مخالفینو، په لویه کې د سیاسي منتفذینو او روڼ اندو داخلیدل لازمي ګڼلی کیږي.

د اوسني حکومت د پنځوس پنځوس ویش د وزارت له کچې اوس د معینتونو کچې او د کلیدي ریاستونو کچې ته را کوز شوی بحران دی. یو کال د وزارتونو په ویش تیر شو، روان کال د معینتونو په تقررۍ او ویش او پاتې وخت به د کلیدي ریاستونو په ویش او ګمارنه کې تمام شي، ولس چې د غربت، بیکارۍ، نشه یې توکو د اعتیاد او ناامنۍ له سختو ګذارونو سره مخ دی، نشي کولی د راتلونکو څلورو کلنو د پاره اوسنې وضعیت ته غاړه کیږدي، د اسنادو پر اساس همدا شېبه د دفاع وزارت ټول کلیدي ریاستونه د سرپرستو رییسانو له لورې اداره کیږي، چې د روانو نا امنیو یو ستر لامل په حکومت کې د جنګ د مدیریت او رهبرۍ د وړتیا نه شتون دی.

د ملي وحدت ناکامه تجربه که په سمه توګه د انتقال دنده ترسره نه کړي، کیدای شي د کورنې جګړې د رامنځته کیدو سبب وګرځي. د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د دولت وجودي فلسفه له خطر سره مخ ده ـ قضایه قوه او ولسي جرګه ( مقننه قوه) له سرپرستۍ سره مخ شوي دي. دا په دې مانا چې ملي وحدت د افغانستان معاصر نظام له ماتیدا او شړیدا سره مخ کړی دی.

ډاکترصیب غني او عبدالله د ځینو ملت ضد عناصرو په ولکه کې دي، د هیواد له حقیقي وضعیت څخه یې په لوی لاس بې خبره ساتي او په دې توګه روان بحران لا ژوریدا ته بیایې، له دواړو مشرانو څخه هیله کیږي چې د ګران وطن سیاسی، اقتصادي او ټولنیز حالت په سمه توګه وارزوئ، د انتقالي سیاست طرحه رامنځته کړئ او یو پراخ بنسټه افغان شموله دولت ته زمینه برابره کړئ، په دې توګه به دواړو مشرانو د افغان تاریخ له شرم او عار څخه ځانونه ژغورلي وي.

یا ربه توفیق !

1,038 total views, 1 views today

5 comments

  1. Helal Reply

    ښه نظر دی
    زه درسره موافق یم
    په دې حکومت کې یو له کارونو مړ شو بل له بېکارۍ

  2. abdulha Reply

    ښاغلیه!
    دې اشرف غني خو ته د خپل ویاند په حیث مقرر کړی وې که کیسه هغسې پاتې وای نو بیا به هر څه سم ول ؟

  3. NABIL Reply

    what about if either one Dr. Ghani or Dr. Abdullah appoint you as a secretory or maybe chief secretory as you did once for the Governor of Paktia province in early 2001-2002. at that time you were a teenager boy and didn’t complete your legal age !
    i remember even during EX-president Hamid Karzai time or term , you were criticizing MOD and now you are making another issue of the acting directors case! i think no body will pay attention to this immature analysis you did or doing about current government! by the way i would recommend the unity government leaders to award you with a position so this way they can easily shut your mouth !

  4. ډاکټر سید شیر اقا حرکت Reply

    حکومتونه په خپله څلور یا پنځه کلنه دوره کې هېڅ ډول ملي ستراتیژیکي برنامې نه کله عملي کړي او نه به یي په راتلونکي کې عملي شي اونه ددغه ډول بحثونو څخه چا کله کوچ تر لاسه کړي او نه به یي ترلاسه کړي .دا د انګرېز دولت هغه تحریفي خاینانه تیوري ده ،چې بشریت ته په میراث پاتې او د تاریخ په اوږدو کې یي پرې د نړۍ اولسونه ویشلي او جان کیري هم د همدغه زړې وسلې څخه په استفادې سره پرې افغان او لس دوه ټوټې کړ او اوس به پرې نا خود اګاه او احمقانه یوتربله خپلې پښې پرېکوي ؟ ؟ ؟

  5. عبدالغفار Reply

    تاسو دواړه ښاغلی عبدالله او نبیل صاحب لطف وکړئ د دې اوسني حکومت د اصلاح لپاره د ځلاند صاحب په څېر یو څه ولیکئ. نه دا چې په نوموړي تور پورې کړئ چې د څوکۍ لپاره دا ټول څه کوي. هغه خو قلم لري او منطق کاروي. د ملي وحدت حکومت له کوم هغه عیب څخه چې ځلاند صاحب ذکر کړی، خالي دی. نو ولې باید د اصلاح لار د حکومت په اصلاح کې ونه لټوو چې د لیکوال په رټلو کې یې لټوو؟

Leave a Reply to Helal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2