هند له افغانستانه د ولسي جرګې د حملې په اړه استخباراتي معلومات غواړي

تاند- هند وايي، له افغانستانه به وغواړي چې پر ولسي جرګې د وروستۍ حملې په دسیسه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی د لاس لرلو په اړه خپل استخباراتي معلومات ورسره شریک کړي.
هندي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل، نوی ډیلی لېواله دی چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لوري له ترلاسه شویو معلوماتو څخه په خپل هیواد کې د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره کار واخلي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اوو انتحاریانو د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ برید وکړ خو د عیسي خان په نوم افغان سرتېري د هغوی دسیسه ناکامه کړه او د ملي شورا هیڅ غړي ته زیان ونه رسېد.
په دې برید کې د ۷ انتحاریانو ترڅنګ یوه ښځه او یو ماشوم ووژل شول.
د هند د دیکان هیرالډ ورځپاڼې د راپور پر اساس په نوي ډیلي کې امنیتي چارواکي د کابل په حمله کې د پاکستان د دولت پر رول لرلو شک لري. دوی وايي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د ویاند دا خبره حقیقت لري چې د بلال په نوم د آی ایس آی مامور د حقاني شبکې له یوه قومندان مولوي شیرین سره په ګډه د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ حمله په پېښور کې تنظیم کړې وه.
پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
په نوي ډیلي کې چارواکي وايي، د دې پېښې په اړه د معلوماتو ترلاسه کېدا باید د افغانستان حکومت دې نتیجې ته ورسوي چې له طالبانو سره د سولې په مسله کې پر پاکستان باور ګټه نه لري.
نوی ډیلی په دې باور دی چې د ولسي جرګې په حمله کې د پاکستان د استخباراتو د لاس لرلو افشا کېدا باید د افغانستان حکومت د دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د وړاندیز شوې موافقې نه تصویبولو ته وهڅوي.
پر ولسي جرګې د حملې په اړه د هند له لوري له افغانستانه د استخباراتي معلوماتو د غوښتنې په اړه د افغانستان حکومت تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
133 total views, 1 views today