Categories

اعلان

Loading…

کانونو ته مو د مرکزي ادارې د ځآنګړې پاملرنې هڅې پیل کړي

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په افغانستان کې د ثبات په موخه د کان کېندنې،پانګونې او پرمختګ ادارې له امنیتي مسؤل مایکل مایک وارن سره د لیدنې په ترڅ کې وکړې .

نوموړی زیاته کړه، میدان وردګ د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی،چې د نورو برخو سربیره یې کانونو ته پاملرنه کولای شي،چې د دغه ولایت د اولسونو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي .

هغه وویل په همدې موخه یې هڅې پیل کړي،ترڅو د مرکزي ادارې له لورې د دغه ولایت کانونو  ته ځانګړې پاملرنه وشي او په دغه برخه کې پانګونه او پرمختګ وشي.

د میدان وردګو والي ډاډ څرګند کړ،چې په یادو برخو کې به کارکوونکو ته په هره برخه کې ښه زمینه برابره کړي .

په افغانستان کې د ثبات په موخه د کان کېندنې،پانګونې او پرمختګ ادارې امنیتي مسؤل مایکل مایک وارن د میدان وردګو والي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه،ادارې د کانونو وزارت په چوکاټ کې په یادو برخو کې کار کوي .

دوی ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به د ولایت مقام په غوښتنه او همکارۍ په یادو برخو کې جدي عملي کړني ترسره کړي .

د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ کانونه موندل شوي،چې مسؤلین ترې د ښه ګټې اخیستنې د زمینې برابرولو هڅه کوي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *