Categories

اعلان

Loading…

څنګه باید یوه ښه ناسته (جلسه) ولرو؟/ یعقوب خالقي

څېړونو ښودلې چې موږ د خپل کاري وخت ٪۳۷ سلنه برخه په ناسته (جلسه) کې تېروو، چې د ناستې د وخت٪۵۰ سلنه مو بې ځایه تېرېږي. البته په ناسته کې له ستونزو څخه یوه یې هوډ کول دي. هغه داسې، چې کله د ادارې ټول غړي په ناسته کې ګډون وکړي دوی خبرې کوي او کله چې ناسته پای ته رسیږي، نو د راتلونکي پړاو لپاره روښانه هوډ نه وي تر سره شوی. نو په ټوله کې دغه ناسته ستړې کوونکې او د وخت بې ځایه تېرېدل دي. خو د یوې اساسي ناستې په څنګ کې ځینې مهم ټکي لکه: د اجنډا او د ناستې د مربوطه توکو برابرول، په وخت د ناستې پیلول او پای ته رسول، او له ناستې وروسته د بنسټیزو موضوعاتو د مرحلو او تصمیم نیولو راټولول او لیکل؛هغه ټکي دي، چې ستاسې ناسته اغېزمنه، فعاله او حتی په یوه خوندوره تجربه بدلوي.

تازه څیړنو ښودلې، چې له ٪۲۰ څخه تر٪۳۰ سلنې پورې د کارکوونکي فعالیت د هغه له رواني حالت څخه ټاکل کېږي. دغو څیړنو د یوې اغېزمنې ناستې لپاره ۵ لارې ښودلې، چې عبارت دي له :

۱ – ناسته مو له یوه اغیزمن اواز سره پیل کړئ. کله چې کارکوونکي یا د ادارې غړي په ناسته کې ګډون کوي. د هر کس فکر په مختلف حالت کې وي. نو د دې لپاره چې د دوی فکر مثبته پراختیا ومومي، دغه پوښتنه وکړئ، چې (ښه خبر څه دی؟)، له دوی سره جالبه کیسه ،ټوکه ،د دوی د خوښۍ لپاره ورسره یوه ښه ویډیو، چې له موضوع سره تړاو ولري؛ شریکه کړئ.

۲ – خپله اجنډا مو په دقت سره وړاندې کړئ. هر عمل چې تر سره کوئ تر یوې پوښتنې لاندې دی، او د یو کار تر سره کول په عمومي ډول د یوې ناستې موخه وي. هڅه وکړئ، چې په خبرو کې مو د اجنډا پرځای پر هغې پوښتنه تمرکز وي، چې فکر کوئ ناسته یې د پوښتلو او څېړلو له پاره ورته اړتیا لري.

۳ – ناسته مو د ادارې د غړو پیاوړتیاوو ته په کتو سره جوړه کړئ. فکر وکړئ څوک مو په غونډه کې ګډون کوي او کارکونکي مو کومې پیاوړتیاوې لري. په ناسته کې فکر وکړئ ، چې څوک کوم کار تر ټولو ښه تر سره کولای شي؟ د یو کس وړتیا ته په کتو سره ورته دنده وسپارئ.

۴ – د ناستې ګډونوال مو د لویو فرصتونو په ورکولو سره ونازوئ. ځیني وخت د ادارې غړي نه غواړي په ناسته کې ګډون وکړي، نو د هغو کسانو له پاره چې په ناسته کې ګډون کوي، یوه کوچنۍ جایزه ورکړئ او د خوښې فرصت یې ورته برابر کړئ.

۵ – ناسته مو له یو ښه پای سره، پای ته ورسوئ. زموږ په خاطرو کې د پېښو پای پاتې کیږي. نو په ښه توګه د ناستې د پای ته رسولو لپاره مو پای ته کافي وخت پریږدئ. د غونډې په پای کې د ناستې ګډونوالو ته د ښه احساس ورکولو لپاره هم وخت ځانګړی کړئ. ناسته مو د ګډونوالو په تقدیرولو، خندوونکې کیسې یا ویډیو، د ښه مخکېني کار د تر سره کولو په تړاو، د جایزې په ورکولو سره پای ته ورسوئ، چې دغه ټکي به د ناستې د ګډونوالو په فکرونو کې ځای ونیسي او په ډیره لیوالتیا سره به په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

څیړنو ښودلې، چې دغه پنځه لارې کولای شي، د یوې ادارې کارکوونکي دې ته وهڅوي چې په ډېره لیوالتیا خپل کارونه سرته ورسوي. همدارنګه دغو څیړنو ښودلې، چې د دندې په هره ناسته کې د دغو پنځو لارو څخه ګټه اخیستنه کولای شي، د یوې ادارې د کارکوونکو په کړنو کې ګړندیتوب او اغېزمنتیا رامنځ ته کړي، چې په پایله کې کولای شئ ستونزمنې او لویې پروژې په اسانۍ سره پلي کړئ.

30 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *