Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني وايي، د امنیتي حالاتو د کنټرولولو لپاره یې د جنګ نقشه جوړه کړې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په هیواد کې پر جګړې د تسلط لپاره حکومت د «جګړې نقشه» جوړه کړې ده.

ښاغلي غني د ولسي جرګې د غزني ولایت له غړیو سره په کتنه کې وویل چې ټولې ولسوالۍ د هغو امنیتي اهمیت ته په پام په نښه او درجه بندي شوي دي.

ده همداراز وویل، درې ډوله پوځي عملیات پلان شوي دي، تصفیوي، خاص او دوامدار پوځي عملیات.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې راتلونکې څلور میاشتې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي. حکومت د سختو پوځي عملیاتو نیت لري خو دا عملیات به تیت پرک او په جلا جلا سیمو کې وشي.

ده د غزني له وکیلانو وغوښتل چې اجازه دې نه ورکوي چې د برمته ګري مسله قومي شي.

ولسمشر وویل چې له ۱۳ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د هیواد ملي امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو، تشویق، او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو برخو ته جدي پام شوی دی.

208 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2