Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په چین کې د خبرو په اړه د سرتاج عزیز څرګندونې رد کړې

تاند- افغان طالبانو، چې ویل کېږي د پاکستان له آی ایس آی سره مستقیمې اړیکې لري، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې په غیرمستقیم ډول رد کړې.

سرتاج عزیز د افغانستان پر ولسي جرګې له حملې یوه ورځ وروسته وویل چې طالبان او افغان چارواکي به روانه میاشت د سولې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل، د دغه هیواد حکومت تېره میاشت د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د غونډې امکانات برابر کړل.

خو د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو د سرتاج عزیز پر دې ادعا شک څرګند کړ.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو مشران، چې په پاکستان کې اوسي، وايي؛ له کله چې د دوی سیاسي دفتر پرانستل شوی دی، له هیچا سره یې د خپل مشرتابه له اجازې پرته د سیاسي چارو په اړه خبرې نه دي کړي.

سرتاج عزیز په افغانستان کې پخلاینې ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل چې هیله لري چې په درو میاشتو کې به مهم انکشاف وشي.

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *