Categories

اعلان

Loading…

د ابوبکر الصدیق (رض) ژوند او لس نصیحتونه/ ملکزی

د ابوبکر الصدیق خپل نوم عبدالله، د پلار نوم یی عثمان بن عامر  چې په ابو قحافه سره مشهور وو، او په شپږم نیکه یعنی مرة بن کعب القرشي کی له حضرت پیغمبر علیه السلام سره په هډ او وینه کې یوځای کیږي. د مور نوم یی سلمی بنت صخر دی چې هغه هم د نسب له مخې قریشه او د پلار له نژدی تربورانو څخه یی ګڼل کیږي. د معتبرو تاریخي اسنادو پر بنسټ، د اسلام  دا  لمړنی خلیفه له عام الفیل څځه ۳۳ یا ۳۶ میاشتې وروسته چې د ۵۷۳ میلادي کال سره سمون خوري، په مکه کې زیږدلی او له حضرت پیغمبر څخه دوه نیم کاله کشر وو.

مشهور اسلامي مورخ ابن اسحاق لیکی، مخکی لدی چې ابوبکر په اسلام مشرف شي، له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره یی ښه ملګرتیا او راشه درشه درلوده  نو له همدی بابته کله چې خبرشو، حضرت پیغمبر د شرک خلاف، خلک د وحدانیت لوري ته را بولي، نو هغه ته ورغی او پوښتنه یی ورڅخه وکړه چې: ای محمده!  آیا دا قریش رښتیا وایی تا د دوئ خدایان پریښي او ځمونږ پلرونه درته کافران ښکاري؟ نو هغوئ په هو سره ځواب ورکړ او  ورته یی وویل: زه د الله، رسول یم او د حق لوري ته د دعوت پخاطر تاسو ته را استول شوی یم او تا د الله وحدانیت، د شرک پریښودو او دهغه عبادت او حکم منلو ته رابولم. او بیا یی یو څو آیاتونه ولوستل چې په پای کې ابوبکر مسلمان او د مشرک په ځای موحد کور ته ستون شو. پیغمبر صیب فرمایی: (ما چې هر چا ته دعوت ورکړی نو له یو ډول شک او ګنګستیا سره مخ شوی، خو یواځنی سړی چې پرته له ځنډ او سوچ یی ایمان راوړی، هغه ابوبکر دی).

د البدایة  والنهایة د اوو جلدونو د مشهور تاریځ لیکوال، ابن کثیر لیکي چې: ابوبکر د جاهلیت په زمانه کې د مکې او شام تر منځ یو منلی سوداګر، د ډیرو شتو خاوند او د خپل وخت یو وتلی جینیالوجست (د شجره نسب پیژندونکی) وو. ابوبکر حتی د جاهلیت په دوره کې شراب ندی څکلي او نه یی هم کله بت ته سر ښکته کړیدی. دی وایی چې یوه ورځ می پلار (ابو قحافه) یو درمسال ته له ځان سره بوتلم او راته یی وویل چې دا ستا ستر خدایان دی. زیاتوي چې پلار می لږ بلې خوا ته شو، زه یو بت ته ورنژدی شوم او ورته می وویل چې ډیر وږی یم ډوډۍ راکړه، خو دا چې هغه ځواب رانکړ  نو په یوه غټه ډبره می وویشت، نسکور را پریوت او زه بیا د باندی راووتلم.

کله چې د مکې د قریشو او مشرکینو لخوا په حضرت پیغمبر او د هغه په اصحابو باندی زور زیاتی له حده زیات شو او له یو څو تنو پرته، نورو ټولو اصحابو رضی الله عنهم د مدینې لوري ته هجرت وکړ، نو ابوبکر به همیشه ویل چې یا رسول الله! مونږ به کله هجرت کوو، نو هغه ورته په ځواب کی وویل (ابوبکره بیړه مه کوه، الله به ستا لپاره ملګری پیدا کړي) نو هماغه وو چې د نبّوت د دیارلسم کال د ربیع الاول د میاشتې په لمړۍ ورځ، چې دوشنبه او د  ۶۲۲ میلادي کال د سپتمبر له دیارلسمې سره سمون خوري، د اسلام ستر پیغمبر د خپل نژدی او باوري یار سره په مکه کې د ثور غار ته پناه یوړه.

 دا چې درې ورځې وروسته د مکې د قریشو هڅې، څه ناڅه ټکنۍ او رنګۍ شوې، نو دوئ د یثرب (مدینې منورې) په لور د نژدی ۴۱۵ کیلو مترو اوږد سفر پیل کړ، کوم چې د اسلامي  یا هجري قمري تاریخ، پیل ګڼل کیږي. د دولسو ورځو پیاده او کله په اوښ سفر کولو وروسته دوئ د ربیع الاول په دولسمه چې د جمعې ورځ او د سپتمبر څلورویشتمه وه، مدینې ته ورسیدل او د یثرب د ځوانانو، نجونو او مشرانو لخوا یی په ترانو، دیرالونو او خوښیو سره، دروند هرکلی وشو.

ابوبکر رضی الله عنه په ټولو غزواتو کې د حضرت پیغمبر له څنګه ندی جلا شوی، ولی د تبوک د غزوې په مهال نوموړی نه یواځی دا چې د اصحابو د لویې ډلې قومنده په غاړه درلوده او غټ بیرغ هم دده لخوا نیول شوی وو، بلکی له عثمان (رض) وروسته ددی جګړې ترټولو لویه مالي برخه هم دده لخوا برابره شوی وه. ابوبکر په حجة الوداع کې له رسول الله (ص) سره یوځای د حج فریضه اداء او له هغه سره بیرته مدینې ته ستون شو. یقینا دا ډیره په زړه پوری وه چې حضرت پیغمبر د خپلې ناروغتیا او دژوند په وروستیو شپو ورځو کې د ابوبکر په امامت لمونځ اداء کړ کوم چې په غیر مستقیم ډول مسلمانانو ته دده د خلافت او مشرتابه د تلقین په مانا وو.

کله چې د اسلام ستر پیغمبر له ۲۳ کاله رسالت او دعوت وروسته د خپلې میرمنې عائشې په خونه کې ځمونږ له دنیاګۍ رحلت وکړ، او په مدینې د غم تورې وریځې راخورې او د هر مسلمان په اننګو د اوښکو سیلابونه پیل شول، نو ابوبکر منبر ته وخوت او اعلان یی وکړ: ای خلکو که تاسو د محمد بنده ګي کوله نو هغه مړ شو، او که د الله عبادت کوئ نو هغه اوس هم ژوندی او ستاسو رب دی. دهمدی خطبې له اوریدو سره سم، انصار او مهاجرین د سقیفه بنی ساعدة چې د مسجد نبوي په شمال لویدیزه څنډه کې د خرماوو په منځ کې ځای درلود،  د اوږدو خبرو او بحثونو سره جوخت له ابوبکر سره د بیعت مراسم تر سره کړل او ابوبکر ته د لمړي خلیفه د مقام او منصب دنده ور وسپارل شوه.

ابوبکر الصدیق د خپل دری میاشتې د پاسه دوه کلن خلافت په ترڅ کې، د درواغجنو پیغمبرانو او د زکات د منکرانو په وړاندی یو پریکنده دریځ درلود. او دعراق او شام په جبهو کې په بریالیو جګړو سر بیره، د عربي ټاپو وزمې په ختیځ او د یمن تر ساحلي سیمو پوری د اسلام د غزیدو ستر امتیاز ګټلی او د دعوت په خپرولو کی یی ستره او نه هیرویدونکی ونډه اخیستی ده. همدا رنګه یی تازه جوړ شوي اسلامي دولت په څوارلسو ولایتونو یا امارتونو وویشلو او د هر یو لپاره یی وړ او پوهه امیر وټاکه تر څو دده او رعیت ترمنځ واټن پیدا نشي.

ابوبکر الصدیق چې د زهد او خاکسارۍ سمبول او د عالي خویونو او نري زړه څښتن وو، د دوشنبې په ورخ، د ۶۳۴ میلادي کال د اګست د میاشتې په ۲۳مه د ۶۳ کالو په عمر وفات او د خپلې لور (عائشې رض) په کوټه کې د خپل رښتیني یار، تر اړخه خاورو ته وسپارل شو. ولی مخکې لدی چې دده روغتیایی حالت خراب شي د ډیرو سلا مشورو په پایله کې یی عمر بن الخطاب (رض) د خپل ځای ناستي په توګه د مسلمانانو راتلونکي خلیفه اعلان کړ. همدارنګه یی د خپل خلافت په دوره کې ټولو امیرانو او قومندانانو ته په جلا جلا ډول لس فرمانونه واستول او له هغوئ څخه یی په ټینګه وغوښتل چې ددغو نصیحتونو رعایت وکړي او د سرغړونې په صورت کې به د هیڅ چا لحاظ او خاطر ونکړي.

۱- له چا سره خیانت او چل مه کوئ ۲-  له خلکو پوزې،غوږونه او شونډې مه پریکوئ ۳- ماشومان،  بوډاګان سړي او سپین سرې میرمنې مه وژنئ ۴- د خرما میوې له منځه مه وړئ، بوټی یی مه پریکوئ او مه یی سوځوئ ۵- له افراط او زیاتي کولو څخه ځان وساتئ ۶- پخپلو ژمنو کلک اوسئ او له شوي تړون څخه سرغړونه مه کوئ ۷- میږه، غوا او اوښ مه وژنئ مګر دا چې تاسو یی د غوښې پخاطر حلال کړئ ۸- کله چې تاسو د کلیسا ګانو  یا د هغو خلکو په څنګ کې تیریږئ چې ځانونه یی عبادت ته وقف کړي، نو هغوئ ته دعوت ورکړئ او پام چې آزار  یی نکړئ ۹- کله چې څوک تاسو ته خواړه راوړي، نو د الله نوم یاد کړئ او هغه وخورئ ۱۰- دښمن ته په تورې سره ځواب ورکړئ.

څومره به ښه وه که د بشري حقوقو سازمانونو پخپلو اصولنامو، نړیوالو عسکري پوهنتونونو پخپلو تعلیمي نصابونو او له حیواناتو سره د خواخوږۍ بین المللي ټولنو پخپلو مرامنامو کی دغه لس ګوني نصیحتونه ځای په ځای کړي وای. ولی تر ټولو مهمه داده  چې د اسلامي نړۍ په لر او بر کې د جهاد، امارت او خلافت په نوم جګړه مارې ډلې دی د وژلو، سوځولو او ورانولو دا له وحشته ډکه لړۍ، ددغو پورتنیو لسو اصولو په تله کې وتلي او بیا دی خپلو ګریوانونو ته وګوري چې آیا دوئ د ابوبکر الصدیق د راشدې مدرسې مریدان دي، که د قابیل د مسلخ قصابان؟؟

73 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *