Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، په ۳ میاشتو کې به د افغان حکومت او طالبانو په خبرو کې لوی انکشاف وشي

تاند- د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي نن /سې شنبه/ وویل، طالبان او افغان چارواکي به روانه میاشت د سولې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل، د دغه هیواد حکومت تېره میاشت د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د غونډې امکانات برابر کړل.

ده زیاته کړه:«بله غونډه د روانې میاشتې (جون) تر پای ته رسېدو مخکې پلان شوې ده.»

سرتاج عزیز د غونډې دقیقه نېټه او ځای ونه ښود.

سرتاج عزیز دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان پر ملي شورا له تروریستي برید وروسته یو وار بیا په دې برید کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه د شکونو د زیاتېدو او د دوو هیوادونو د اړیکو د بیا خرابېدو احتمال زیات شوی دی.

باور کېږي چې پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول لري او کولی شي چې خبرو او له جګړې لاس اخیستلو ته یې اړباسي.

ویل کېږي چې د تېر کال د دسمبر په څوارلسمه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو طالبانو له حملې وروسته پاکستان د افغانستان په وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راوست.

سرتاج عزیز په افغانستان کې پخلاینې ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل چې هیله لري چې په درو میاشتو کې به مهم انکشاف وشي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط، خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د خپل هیواد د رول د منلو په ترڅ کې وویل چې اسلام اباد غواړي چې د کابل دې نیوکې ته ځواب ووايي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اسلام اباد کافي هڅه نه کوي.

اژانس د یوه امنیتي چارواکي په قول وايي چې اوس د چین د رول په خاطر د سولې د خبرو د بریالیتوب چانش زیات دی.

چین له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل امکان برابر کړي.

چین په وروستیو کې وویل چې په پاکستان کې به د څه باندې ۴۵ ملیارد ډالرو پانګونه وکړي.

10 total views, 1 views today

3 comments

  1. sayed Reply

    پاکستان بیله شکه د افغانانو په سترګوکښی خاوری اچوی او د خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو لپاره د افغانستان وخت ضایع کوی . کله
    دری میاشتی کله یو ه میاشت په داغه کښی یی ۱۳ کاله تیر کړه او افغان ساستوال لا ورته بیده دی .

  2. momand Reply

    . دا دری میاشتی له دی لپاره ، چی طالبان د گرمی په موسم کی خپل زور وازموی او د پاکستان دغه دول چارواکی یی تماشا وکری.

  3. محمد انور ولید Reply

    ستاسې ویپ پاڼه د غلو ویپ پاڼه ده ، زه اوس ستاسې په اصلي هویت باندې پوه شوم چې تاسو څوک یاست . ځکه خو تاسو ماته څو کاله دمخه د کرزي په پلوۍ او زما پر ضد په خپله ویب پاڼه کې اخطار راکړی ؤ . زه دمخه تېروتی وم ، زه به هېڅکله هم خپل سپېڅلي مطالب تاسې ته در ونه لېږم د کومو مسلمانانو چې کو م لیکونه نشروۍ پر هغو باندې له مسلمان ملت څخه خپل هویت پټوۍ . خو که اندک حرکت مو وکړ ، زه به ستاسې اصلي څېره د افغانستان او ټولې نړۍ مسلملنانو ته وښیم .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *