Categories

اعلان

Loading…

څومره خوب ته اړتیا لرو؟/ ډاکټر سباوون

دعمر په بیلا بیلو پړاونه کې څومره خوب ته اړتیا لرو دلته په دې هکله د امریکايي څیړاندو ځینې سپارښتنې را اخلو.

د خوب نړیوال فاونډیشن یا NSF د خوب د اختلالاتو په هکله فعالیت لري په دې وروستیو کې ېې دعمر په بیلابیلو بړاونو کې د خوب د مودې په هکله څیړنه کړې.

دغه سپارښتنې د سلګونو تحقیقاتي مقالو د مطالعې او برررسۍ په اساس شوي دي ځکه چې په دې هکله له ډیرې مودې راهیسې په سلګونو څیړنې شوي او بیلابیلې نتیجې ترې راوتلي دي، دې ډلې ټولې دغه موندنې څیړلي او بیا ېې د بیلابیلو عمرونو لپاره د خوب اندازه په ګوته کړې.

البته بیا هم اړتیا نه شته چې دغه سپارښتنې ټکي په ټکي عملي شي ځکه که یو څوک ددغو سپارښتنو له اندازې لږیا ډیرخوب کوي خو په ورځني ژوند کې هیڅ ډول ستونزه نه لري نو ډیره اندیښنه دې نه کوي.

په دغو سپارښتنو کې د خوب لپاره هغه وخت اندازه شوی چې تاسو ویده کیږئ هغه وخت نه دی اندازه شوی چې تاسو بسترې ته ورځئ ځکه بسترې ته له تګه تر ویدیدا پورې وخت په خلکو کې له یو بله توپير کوي.

  • نوی زیږیدلی ماشوم«۰ تر ۳ میاشتو» له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو خوب ته اړتیا لري ښه به دا وي چې تر یولسو کم او تر نولسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
  • تي خوری ماشوم«له ۴ تر ۱۱ میاشتو پورې» باید له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له لسو ساعتونو کم او له اتلسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
  • کوچني ماشومان « له ۱ تر ۲ کلونو » له ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري غوره ده په دغه عمر کې له ۹ کم او ۱۶ ساعتونو زیات خوب ونه شي.
  • له ښوونځي مخکې عمر یا د وړکتون عمر«له ۳ تر ۵ کلونو» د دغه عمر ماشومان له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري، دوي ته له ۸ ساعتونود کم او له ۱۴ ساعتونو د زیات خوب سپارښتنه نه کیږي.
  • د ښونځي عمر«له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې» باید له ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب وشي د دغه عمر ماشومانو ته جدي سپارښتنه کیږي چې له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
  • ځلمکیان او نوې پيغلې « د۱۴ او ۱۷ کلونو» کسان باید له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې خوب وکړي له دوي غوښتل شوی دي چې تر ۷ ساعتونو کم او او تر۱۱ ساعتونو زیات خوب دې نه کوي.
  • ځوانان« له ۱۸ تر۲۵ کلونو » پورې ځوانان باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له ۶ ساعتونو کم او له ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
  • لویان« چې عمرونه ېې د۲۶ او ۶۴ کلونو ترمنځ وي» باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي له ۶ کم او ۱۰ ساعتونو زیات خوب ورته نه دی پيشنهاد شوی.
  • د پاخه عمر کسان چې له ۶۵ اوښتي وي له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب ورته کفایت کوي او باید تر۵ ساعتونو کم او ۹ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

که دغه لست ته پام وکړئ د عمر په زیاتیدا سره د خوب اندازه کمیږي خو په ټول کې دا خبره ثابته شوې چې د نارمل او ښه صحت لپاره کافي خوب اړین دی ، کم او یا زیات خوب دواړه ښه نه وي. دغه خبره څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې ډیریا کم خوب کوي عمر ېې لنډ وي خو دلته مهمه خبره دا ده چې ډیر کخوب یا کم خوب د کومې نارغۍ نښه ده که نه له کومې ستونزې پرته سړی ډیر خوب کوي .

که څه هم دغه څیړنې په امریکا کې شوي او ممکن جنتیکي او نژادي خصوصیات او د ژوند شرایط توپير ولري خو په ټول کې په لږ او کم توپير سره په ټولو هیوادونو کې صدق کوي او بله دا چې په دې هکله بیلابیلې څیړنې شوي او د کافي خوب په هکله بیلابیلې څیړنې شوي چې نتیجې ېې په لږ توپیر سره خپرې شوي دي خو یو شی چې بیخی ثابت شوی هغه دا دی چې کم خوب پر صحت، جنسي اړیکو او ټول ژوند اغیز کوي .

په تیره بیا ماشومان چې ښونځي ته ځي کافي خوب ته اړتیا لري او په اروپايي هیوادونو کې ورته سخته توجه کیږي په ناروې کې کله چې د شپې له نهو بجو وروسته په بازار کې ګرځې هیڅ ماشوم به په مخه در نه شي ښايي د دوي د بریالیتوب یو راز د ژوند په نظم او ترتبیب کې وي.

منبع: forskning.no

279 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2