Categories

اعلان

Loading…

افغان امنیتي ځواکونو د چهادرې د بېرته نیولو په عملیاتو کې ۸۰ یاغیان وژلي

تاند- د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د کندوز د چهادرې ولسوالي، چې د جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو لاس تاه روغلې وه، بېرته ونیوله.

د کندوز د والي ویاند رسنیو ته نن وویل:«د چهادرې ولسوالي اوس د افغان ملي امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. دوی نن سهار وختي عملیات پیل کړل او د ولسوالۍ بازار، د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا سیمې یې ونیولې.»

د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه لا هم له کندوز ښاره شپږ کیلومتره لېري په چهادره ولسوالي کې له وسله والو طالبانو او د هغوی له پلوي ډلو سره په تیت پرک نښتو بوخت دي.

طالبانو د جمعې په ورځ د چهادرې ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته د ښار تر درې کیلومترۍ پوري وړاندې تګ وکړ.

د کندوز چارواکي وايي، د چهاردرې ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې تر اتیا زیات بهرني او کورنۍ یاغیان وژل شوي دي.

چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې طالبانو د ولسوالۍ په مرکز کې ودانۍ روغې پزې ایښي او که ویجاړې کړي دي. دا ډله عموماً دولتي ودانۍ له نیولو وروسته سوځوي.

طالبانو تراوسه پوري د چهاردرې د بېرته نیولو په اړه د دولتي چارواکو د ادعا په باب څه نه دي ویلي.

طالبانو د چهاردرې له نیولو وروسته ارچي ولسوالي هم ونیوله چې لا هم د دوی په کنټرول کې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸