Categories

اعلان

Loading…

د ولسي جرګې پر ودانۍ د انتحاریانو ډله ییز برید پای ته ورسېد

تاند- د وروستي راپور پر اساس پر ولسي جرګې د وسله والو انتحاریانو برید د امنیتي ځواکونو له لوري ځپل شوی او اوس نښته پای ته رسېدلې ده.

ویل کېږي چې انتحاریان د پولیسو په جامه او رېنجر موټر کې د دې جرګې تر ودانۍ پوري رسول شوي وو.

دا هم ویل کېږي چې نن د نورو ورځو خلاف ملي شورا ته د ورتګ لپاره تلاشي نه اخیستل کېده.

تر اوسه پوري د دې حملې د تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند خو شاهدانو یو شمېر ټپیان لیدلي چې روغتونونو ته وړل کېدل. د روغتونونو مسوولان وايي چې ۲۱ تنه ټپیان وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د برید په مهال، چې د ولسي جرګې دروازې ته نژدې په چاودنې پیل شو، د جرګې غړي د ولسمشر لومړي مرستیال او د هغه له لوري د دفاع نوي نومول شوي وزیر معرفي کولو ته انتظار ول.

چارواکي او خبریالان وايي چې د ولسي جرګې غړیو او په تالار کې موجودو کسانو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی. خو لومړنۍ چاودنې د ولسي جرګې د تلار ولړزاوه او دوړې یې پکې پورته کړې (عکسونه) د چاودنې په مهال د ولسي جرګې رييس خبرې کولې.

1انتحاریانو لږ ترلږه ۱۰ چاودنې کړي او کله چې د ولسي جرګې تالار ته په ننوتو کې پاتې راغلل، یوې نژدې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر تالار او د پاسپورټ پر دفتر راکټونه ویشتي دي. له لومړۍ چاودنې پرته، چې په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په وسیله وشوه، نورې چاودنې د راکټونو وې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په دې برید کې ۷ انتحاریانو برخه لرله چې ټول د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

 

——————————-

لومړنی خبر:

د ولسي جرګې پر ودانۍ انتحاري بریدونه روان دي

راپورونه وايي چې د ملي شورا مخته له یوې زورورې چاودنې وروسته د وسله والو حمله کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې انتحاریان د ملي شورا ودانۍ ته په ننوتو بریالي شوي او که نه دي.

ویل شوي چې انتحاریان د ودانۍ انګړ ته ننوتي او څو چاودنې یې په انګړ یا حویلۍ کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې لومړۍ چاودنه د ولسي جرګې د ودانۍ دباندې شوې ده.

شاهدان وايي چې ټپیان یې لیدلي چې په امبولانسونو کې د پېښې له ځایه وړل کېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې له خپرې شوې ویدیو داسي ښکاري چې چاودنه د ولسي جرګې د تلار په منځ کې شوې وي.

امنیتي ځواکونه وايي چې د ولسی جرګې غړي یې له تالاره ایستلي دي. ټاکل شوې وه چې د ولسمشر دوهم مرستیال د ملي دفاع نوی وزیر نن ولسي جرګې ته معرفي کړي.

نور راپورونه وايي چې لږترلږه ۶ چاودنې شوي دي او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د ولسي جرګې کوم غړي ته زیان نه دی اوښتی او پولیس د انتحاریانو په تصفیه کولو بوخت دي.

نن د ولسي جرګې قانوني موده پوره شوه خو تر انتخاباتو پوري د جرګې د غړیو د کار موده تمدید شوه.

24 total views, 3 views today

4 comments

  1. Kabuliwala Reply

    چجرګه څه ده؟

  2. boura Reply

    God knows better

  3. ګنډېری Reply

    دا د پتکو ویډیو ورسره د څه له پاره؟

  4. امان Reply

    پردی خفه شو چی دکابل بی وزله خلک هره ورځ په یو نوم او بل نوم رتیژي خو که دا دوطن پلورونکی اوجاسوسان وکیلان ټول له بین نه تللی ویی نو ‌‌‌‌‌‌ډیر شه کار به شوی وه ملک به ارامه سوی وه دی دیی وکیلانو پرموجودیت ارامی به په سترګو هم ونه وینی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *