Categories

اعلان

Loading…

ایډه لوژیک سیالیو حکومتی واک ننګولۍ دی

عبدالباری عارض –

د ملی یووالی حکومت په وړاندی لویه ستونځه هغه ده چی په دواړو حاکمو غاړو یا دواړو ټیمونو کی کمپاینران او ملاتړی د ایډه لوژی پر بنسټ نه بلکه اکثرا د معمول مراوداتو پر اساس د فردی ګټو ( سهم)د ترلاسه کولو په موخه سره یو ځای سوی دی نو ځکه اوس کله چی د تحول او اصلاحاتو هڅه کیږی آن د خپلو تنظیمی یا غیر تنظیمی ملا تړو لخوا نا رضایت او مخالفت ښکاره کیږی بی مسولیته توپکیان اوس هم د کرزی د دوری په شان د سهامی نظام غواړی هغه چی بیسواده یا کم سواده کسان حاکمان وی ،بهرنی په ملیاردو ډالره او کورنی عایدات د څو کسانو عایداتی منبع وی ، غصب او تجاوز د زورمندانو د قدرت نښه وبلل سی ، توپک په لاس د خلګو پر نوامیسو تعرض وکړای سی ، اختصاصی معافیت له قانونه شتون ولری پداسی حال کی چی بله غاړه غواړی د فساد مخه ونیسی کار و تحیصل لرونکو او وړ کسانو ته وسپاری ، واک د څو کسو د منګلو څخه و ولس ته ولیږدوی ، ملی پانګه او بهرنۍ مرستی د هیواد د ابادۍ په لاره کی مصرف سی، بیلی بیلی واکمنۍ پای ته ورسیږی ، واکمنان دولتی امکانات او تجهیزات د ځان په ګټه و نه کاروی او په مجموع کی یو قانونمنده ټولنی ته لاره پرانیستل سی.

دا دوه متخاصم لیدلوری، دوی متضادی ایډی، او دوه ګونی اراده هیواد د کشمکش او انارشۍ په لور روان کړیدۍ دهمدی تضاد له کبله داسی بیلګی تر سترګو کیږی چی د ځینو نا امنیو ترشا دولتی چارواکی ولاړ دی په دی ډول به اوس ولس د کورنیو سیالیو لپاره قربانی ورکوی او حتی په تدریج دولتی پرستیژ او د ولسمشر واک ننګول کیږی ځنی محلی چارواکی مرکزی حاکمیت په یو ډول ننګوی آن تر دی چی د اجراییه ریس دوهم نمبر ویندوی په تلویزونی مرکه کی ولسمشر منتخب نه بلکه د یو تفاهم لیک له لاری واک ته رسیدلۍ بولی . اوس طمع کیږی چی دوی غاړی په ډاګه یو د بل په وړاندی مطبوعاتی جګړه پیل کړی، له بلی خوا پارلمانی وکیلان بیله دی چی پام وکړی په خلاصه خوله حکومت ، دولت او ولسمشر توهین کوی په یو ډول سیاسی ورکه رامنځ ته سویده د حکومت او ولسمشر حیثیت، صلاحیت، پرستیژ ورځ تر بلی ګواښل کیږی خو د قاطع حُکم، قاطع عمل، قاطع واک لرونکی مرجع کرار کرار ورک کیږی دواک مراجع ډیریږی هماهنګی خو څه چی تضاد او مخالفت د ملیشو په واکمند کیدو زور اخیستۍ دی.

له بله اړخه دولتی واک اوس هم انحصار دۍ دا یو څرګند حقیقت دۍ چی په تیرو دیارلس کلونو کی امریکایانو د کرزی په ملتیا حتی کوچنی قوماندان سالاران و ولس ته په اژدها بدل کړه د تجاوز ساحه یی پراخه سوه او اقتصادی امکانات یی پیاوړی سوه د دی کسانو د بریا او واک پراخیدو یوازنی لامل په ولس کی د بیلتون سرو کرښو په کاږلو کی نغښتۍ دۍ یعنی یو واحد ملت پر مختلفو ملیتونو، قومونو،ژبو، سمتونو او حتی مذهبونو ویشل سوۍ دۍ چی مختلف واکداران یی رامنځ ته کړی دی که ډاکټر غنی هرڅومره هڅی وکړی چی دولتی مقامات د انحصار څخه وباسی نه یوازی وزارتونه د تنظیمونو د ویش ښکارندوی دی بلکه ولایتونه، معینیتونه ،قومندانۍ آن تر ریاستونو پوری د غنیمت په څیر سره ویشل کیږی لکه څنګه چی ولسمشر نسی کولای په ځواکمنتیا سره د خپل تفکر پربنسټ وړ کسان په دندو وګماری وزیران هم حتی خپل مرستیالان او ریسان وړ کسان نسی ګمارلای.

پس له ډیرو امیدونو اوس کرار کرار هیلی ځکه د رژیدو په درشل کی دی چی په دولت کی مجموعا هرج و مرج بی باوری او بی عدالتی ورځ تر بلی زور اخلی چی په خاصه ډول یی د حکومت د کمزورتیا شرایط برابر کړیدی او کله چی حکومت کمزوری او ولسمشر بی واکه وګڼل سی او اساسی قانون هم هره ورځ نقض سی نو بیا د حالت دوام د ستونځو سره مخ کیږی او حتی د نوی بدلونو اړتیاوی رامنځ ته کیږی. له بده مرغه په نوم مدنی نهادونو او کورنی روڼ اندو هم خپل تاریخی رسالت لکه څنګه چی د وخت او شرایطو تقاضا ده،ندۍ ترسره کړۍ بالعکس ځینی د دوی د وړو امتیازاتو په مقابل کی د ترقی په وړاندی د جګړه مارانو او رجعت خوښونکو تر څنګ دریدلی دی. یوه خبره ثابته ده چی ولسمشر په څرګنده د عدالت د تامین ، ښه حکومتولۍ ، فساد ورکولو او اجتماعی عدالت غوښتونکۍ دۍ اما چون دا غوښتنی د ناقانونه واکمنانو ګټی ګواښی ځکه یی په وړاندی عکس العملونه پارول کیږی او خنډونه رامنځ ته کیږی له یوی خوا ډاکتر غنی نه حزب، نه متعهد ګرپ نه ډله ټپله لری چ صریح ملاتړ یی وکړی او نه هم داسی بیلګه تر سترګو کیږی چی بهرنی دوستان دی و امنیتی تړون ته متعهد وی او یا دی د ولسمشر د ریفورمونو په زغرده ملاتړ وکړی نو ځکه خپل پروګرامونه په ځواکمنتیا مخ ته نسی وړلای له بله اړخه د ځوانانو او روڼ اندو اجتماعی روحیه جګړو ،زورواکیو او تجاوزاتو په یو ډول ضعیف کړی او یا ځپلی ده چی نسی کولای د خپل هیواد د تعالی او ارتقا په موخه د ملی مثبتی پالیسی او تحول غوښتونکو په کلکه ملاتړ وکړی.

روان حالت ته په کتو دا طمع کمزوری کیږی چی هیواد دی و سمی لوری ته روان وی یوازنی ټکۍ چی هیواد او ولس د بحران څخه ژغورلای سی او یو معجزه ګڼل کیدای سی هغه سوله ده که چیری د مشرتابه هلی ځلی د سولی په راوړلو کی بریالۍ سی نو بیا د دی امید کیدای سی چی هیواد ویو سمی لوری ته ولاړ سی او یوه منظمه ځواکمنه حکومتولی رامنځ سی او که هلی ځلی مثبت پایله ونلری یا یی پیدا نکړی نو دا یقینی خبره ده چی هیواد به د ایډه لوژیکی ،تنظمی او ګروپی اختلافاتو او کشمکش قربانی کیږی چی اساس به یی د فردی ګټو تامینیدل جوړوی. هیره دی نه وی دسولی د بهیر په بریالیتوب کی د بهرنیانو صداقت او همکاری اړینه ده که مُغرض او دخیل هیوادونه بیا هم د ناامنۍ د دوام لپاره نوی پانګونی وکړی او نوی سیسټمونه او ګروپونه تر نوی عنوانو لاندی د جګړی په موخه تجهیز او تمویل کړی نو نه یوازی په افغانستان کی سوله ناشونی کیږی بلکه سیمه به په تدریج د ناامنیو قربانی کیږی او په سیمه کی د نوی جغرافیی را منځ ته کیدو ته لاره همواریدای سی. د سړی جګړی په دوران کی کله چی د غرب او شوروی اتحاد رقابت د تصادم نقطی ته ورسید نو افغانستان د زور ازماینی د ډګر په توګه وکارول سو او اوس بیا چی د روسیی او امریکا پخوانۍ تربګنی را ویښه سویده خدای مکړه بیا ځلی افغانستان د پردیو د سیالۍ ډګر وګرځی.

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *