Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د افغانستان د دولت د مامورینو لپاره د تماس شمېره اعلان کړه

تاند- طالبانو د افغانستان د حکومت هغو غړیو ته چې غواړي له دې ډلې سره یوځای شي، د ټېلفون څلرویشت ساعته شمېره او د برېښنالیک ادرس اعلان کړ.

طالبانو په خپله ویبپاڼه کې د ټېلفون شمېره او ایمیل لیکلی او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د حکومت هر مامور ته چې غواړي طالبانو ته تسلیم شي، فوري ځواب وايي.

طالبانو په خپل پیغام کې همداراز ویلي چې دوی د افغانستان د دولت د ملکي او پوځي مامورینو په شمول ټولو کارکوونکو ته، چې د کابل له حکومته جلا کېږي، امنیت برابروي.

لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبانو دا اعلان وروسته له دې کړی چې د جګړې په میدان کې یو شمېر سیمې ورڅخه داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې ونیولې.

خو په عین وخت کې له افغانستانه د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو حملې تېزې کړي او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې تر بل هر وخت زیات افغانان وژلي دي.

ویل کېږي چې هره اوونۍ د طالبانو په حملو کې لږترلږه ۳۳۰ افغان پولیس او عسکر یا وژل کېږي یا ژوبلېږي.

د ۲۰۱۵ کال په لومړیو ۱۵ اوونیو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۰ فیصده زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

21 total views, 2 views today

5 comments

  1. shakir Reply

    د طالبانو پورتنی اعلان خو په تاند کی ډیر بد معلومیږی، دا خو باید د نن ټکی اسیا په ویب پاڼه کی خپور شوی وای ڼه په تاند کی
    طالبان د خپل ځانونه د داعش څخه خلاص کړی دولتی مامورین هسی هم دوی ته نه ورځی.او نه ورته تسلیمیږی.

  2. زلمي Reply

    ستاسو سره خو به گذاره وشی، مگر دداعش دسپو سره گذاره داسی ده لکه دسره شوروی سره چه سری ژوند کوی.الله خو دی داعش برباد کری دا دیهودو اجیران.

  3. nasratullah Reply

    یاره طالبانو پدی مبارکه میاشت کی هم درواغ وای دواړه بریښنالیکونه چی دوی پخپل سایت کی ایښی کار نکوی الله د دوی ته هدایت وکړی .

  4. ځواکمن Reply

    خدای مو خوار کړه د تیلفون په شمیرو او ایمیلو سره، تاسو څه وکړل که کرزی حکومت کی فاسدین راټول شوی وو تاسو له هغو بدتره یاست، بی ګناه ماشومان، ځوانان، سپین ږیری او میرمنی مو شهیدان کړل او اوس بیا کله چی داعش مو درپسی اخیستی دی د خلکو د غولولو لپاره شمیری اعلانوی، خدای مو خوار کړه، زه ددی شاهد یم چی زما یو خپل د هرات-کابل پر لوری په موټر کی سفر کول او دا بی رحمو په لار کی له موټره کوز کړل او بیچاره یی تری تم کړ دا ۶ کاله کیږی چی سړی ورک دی ګناه یی داوو چی ان اس پی پروژه کی کار کول هغه داسی یوه پروژه ده چی خلکو ته به کوهیانی ایستلی، سرکونه به یی رغول او نور عام المنفعه کارونه یی کول خو دوی ظالمانو صرف په دی نوم چی کفارو سره کار کوی او دی یی ورک کړل، بیا تاسو کله د اسلام په اصلی رکنونو عمل کول ټوله ورځ مو بس همدا کول چی خولی دی نشته پګړی دی نشته ږیره دی لنډه ده او زنانه وو ته چی چادری دی نشته او نور عبسو خبرو پسی مو رانیولی وو زه ددی شاهد هم یم چی دوی سره به کوتکی په لاس وو او خلک یی به رامخکی کړی وو او داسی کسان هم پکی وو چی یوځل په نژدی جومات کی لمونځ کړی وو خو دا ظالم به بیا ورباندی د دوری په زور بیا لمونځ کول، ما یو چیرته په یو کورس کی انګلیسی درس ورکول او ددوی د شاروالی کسان راغلل چی زمونږ کمپیوټر خراب شویدی هملته مونږ سره لاړ شی او جوړ یی کړی نو کله چی کس ورسره لاړل ولیدل چی ددوی په سی ډی رام کی د سی ډی فلم یوه ډسک بند پاتی دی نو دوی خپله ټوله شپه فلمونه کتل او نور خلک یی په نه خبرو راګیر کړی وو هماغه وو چی د الله تعالی د وعدی مطابق چی فرمایی: (هرهغه قوم چی سرکشه شی او په خپل رعیت ظلم وکړی نو بل ظالم پری مقرروی) نو امریکایان یی پری نازل کړل او ددوی ټغر یی ټول کړل نو اوس هم دوی ته وایم خدای ته وګوری نور دا مظلوم ولس مه ځوروی له دولت سره یو ځای شی. بهرنیان هم همدا تاسو بهانه نیولی دی چی ترڅو طالب وی نو مونږ مبارزه کوو نو که تاسو راشی او بیا دا بهرنیان ددی هیواده ونه وځی نو بیا به ټول ملت درپسی ولاړ وی او یو عام جهاد به ان شاءالله چی راپورته شی

  5. نجیب Reply

    سمه ده، دولتي کارکوونکي خو به ټيلفون وکړي ، وربه شي او دطالب له امتیازه به هم برخه من شي، دا عام خلک، چې کراچۍ چلوي، لاس ګاډي، خرګاډي، ټیکسي چلوي، دوکانداري کوي، دوی څه وکړي، ایا له دولت سره پاتې شي او کنه طالب ته ورشي؟ له موږه خو لار ورکه ده آتي!

Leave a Reply to shakir Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *