Categories

اعلان

Loading…

انجینیر محمد خان: داعش د طالبانو د پروژې دویم پړاو دی

کابل- دغبرګولي ۳۱مه -مرمرینه ماڼۍ

د اجرائیه رياست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان په کابل کې د روسیې د سفير الیګزاندر ویکن چویچ سره په مرمرینه ماڼۍ کې د غبرګولي په ۳۱مه وکتل.

په دغه لیدنه کې د اجرائیه رياست لومړي مرستیال انجینر محمد خان وویل: روسيه یو نړیوال ځواک دی او د نړۍ په ډېرو چارو باندې د پام وړ اغیز لري.

نوموړي وويل: روسیې که څه هم په تېرو لسيزو کې له افغانستان سره ستونزې درلودې، خو له دې سره یې له افغانستان سره په زیربنا، تعلیم او تربیه، لوړو زده کړو او په نورو چارو کې د پام وړ مرستې کړې دي چې افغانان ورته د قدر په سترګه کوري.

اجرائیه ریاست لومړي مرستيال وويل: داعش د طالبانو دویم پړاو دی چې غواړي د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته ځان ورسوي.

نوموړي زیاته کړه ، د ملي وحدت حکومت به د داعش پر وړاندې ټینګه مبارزه وکړي خو په دغه مبارزه کې د روسيې او نورو هېوادونو ونډه خورا مهمه ده.

 د نوموړي په خبره، افغان پوځ د دې جوګه دی چې د داعش پر وړاندې خپل موثر رول ولوبوي.

 خو د سیمې او نړیوالو قووتونو ته پکار ده چې د افغان پوځ د پیاوړتيا په هکله خپلې کړې وعدې پوره کړي.

د روسيې سفير الیګزاندر ویکن چویچ، له افغانستان سره په خپلو همکاريو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې د یو خپلواک او باثباته افغانستان ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې روسيې په تیرو څو کلونو کې افغان پوځي مامورينو ته په خپل هېواد کې د مسلکي زده کړو اسانتياوې برابرې کړي چې د امنيتي ځواکونو د روزنې دا لړۍ لا تر اوسه روانه ده.

نوموړي په نږدې راتلونکي کې د افغان سرحدي ځواکونو د ظرفیت د لوړاوي په موخه د شلو بورسونو چمتو کولو ژمنه وکړه.

په پای کې د روسیې سفير د ملي وحدت حکومت له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د شانګهای په راتلونکي غونډه کې برخه واخلي.

8 total views, 2 views today

2 comments

  1. khalid Reply

    پروژی له اول پړاو سره مو څه وکړل ظالمانو په تاسو دوهم هم رانازل شو.

  2. لونګ Reply

    بنسټ یې تاسو ايښی جناب عالي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *