Categories

اعلان

Loading…

د غزني پوهنتون دوو استادانو د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه وکړه

تاند- د غزني پوهنتون دوو استادانو د دغه ولایت د ملي امنیت له څارنوالۍ شکایت وکړ او خپل حیثیت ته د دې څارنوالۍ له لوري د اړول شوي سپکاوي د اعادې غوښتونکي شول.

د غزني پوهنتون استادانو حبیب الله او نصیر احمد ارین وايي چې د ملي امنیت د څارنوالۍ له لوري د فساد په تور نیول شوي او بیا یې سرونه ورخرېیلي دي.

دوی نن په کابل کې د اجرايي رييس له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره ولیدل او خپل شکایت یې ورته مطرح کړ.

دواړو استادانو د اجرایي رييس لومړي مرستیال ته وویل:« د څارنوالۍ لخوا د دوی د سرونو خرېیل زموږ شخصیت ته سپکاوی او دا موږ ته یو جوړه شوې دسیسه وه او موږ د ځان د اعادې د حیثیت غوښتونکي یو.»

د اجرايي ریاست د مرستیال له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، استاد حبیب الله وویل چې دوی نه په اداري فساد او نه هم په بله کومه قضیه کې ښکیل دي دا دوی ته یوه له وړاندې پلان شوې دسیسه وه.

د نوموړي په وینا یو شاګرد درې کاله وړاندې هغه مهال چې سرور دانش د لوړو زده کړو وزیر و په یوه مضمون کی ناکام شوی و، چانس یې له لاسه ورکړی و خو بیا هم یاد وزیر ورته د ازموینې امر ورکړ، کله چې کامیاب او بیا فارغ شو نو د غزنی ولایت په پوهنتون کی د رئیس سکرتر مقرر شو او دوی دواړو استادانو ته یې د ملي امنیت په ریاست کې فرمایشي دوسیه جوړه کړه او دوی يې د قانون خلاف ونیول.

استاد نصیراحمد آرین هم ورته ادعا کوله او ویل يې چې دوی ته په قصدي توګه پلان جوړ شوی وو او د همدې پلان له مخې د غزني زندان ته په غیر قانوني توګه یووړل شول او سرونه يې وخرېیل شول .

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې انجنیر محمد خان له لویې څارنوالۍ او د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې د دواړو استادانو د ستونزې په اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.

418 total views, no views today

4 comments

  1. Hassan Reply

    استادانو ته ټول شاګردان د خپل اولاد حیثیت لری ، بنا هیڅ استاد په ناحقه خپل اولاد یاشاګرد نه ناکاموی. هغوی چی ناکام شوی دی باید له خپل استاد سره عقده ونلری. په پورته قضیه کی د هغه اتهام په صورت کی چی پر استادانو وارد شوی هم وای څارنوالی حق نه لری هیڅ افغان او خصوصا د افغانستان د بیرته پاته ټولنی د سترګو تور یعنی استادان توهین کړی. د قضیی د اثبات په صورت سره د ملی امنیت د څارنوالی غړی باید د توهین او دسیسی په تور له دندی ګوښه او شدیدا مجازات شی.

  2. زلمي Reply

    هر نامرد او بیغرته او بی شخصیته کس چه قدرت پیداکری نو بیا نه دپیر خاطر کوی او نه هم دفقیر.لعنت پردغسی بی موره او بی پلاره کسانو.

  3. وحید الله Reply

    دا قضیه باید په جدی توګه وڅیړل شی دا به په اینده کی یو رسم شی چی هر څوک ناکام شی او بیا مقام ته ورسیژی دا کار به کوی په دی ورسته پاتی جامعه استادان د زړه وینی خوری په کم معاش د دی وطن اولاد روزی او بیا داسی چلند ورسره وشی واقعا د شرم ځای د یوه پوهنتون استاد ته داسی سپکاوی وشی او د شرم ځای امنتی کارکونکو ته دی چی د یوه استاد چی څومره لوړ مقام داسی عمل ترسره کړی کاشکی د دومره غیرت درلودلی چی د جنګ میدان دومره میړنی وای هلته خو د غیرت درنه پاتی وی

  4. shahed Reply

    د ملي امنیت دلوی ریا ست د پام وړ، یو استاد نه بیلډ نګ لري نه پلازه نه لنډ کروزر او نه هم باډیګارډو یوازې د ملنګي په ژوند کې یو معنوي مقام لري ددغه ارزښت په لر لو سره ښوونکۍ او استاد ځا ن پا چا بولي او خپل د فخر او معنوي مقام سر له الله پرته بل هیڅ بو ت ته نه ټیټوي نو غوښتنه کوم چې د خدای په خا طر د دغو څراغ په لا س فر ښتو سرو نه چاته مه ټیټوۍ، ځکه دوی بل هیڅ نه لري او با شا نو ته اجازه مه ور کوۍ چې ددوی په غزت لو بې وکړي دا د یوه داسې ښوونکي غو ښتنه ده چې پوره څلویښته کا له یې د هیواد دبچیا نو په چوپړ کې تیر کړي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸