Categories

اعلان

Loading…

اجرائیه رئیس د بدخشان له خلکو سره پر امنیت باندي خبري وکړې

خبرپاڼه

 تاریخ: 30 جوزا ۱۳۹۴

کابل افغانستانقصر سپیدار: د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د بدخشان ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره د هغه ولایت د امنیت پر ستونزو خبري وکړې.

د بدخشان ولایت د قومونو او ولسوالیو مشرانو اجرائیه رئیس ته د وروستیو امنیتي ستونزو په اړه شکایت وکړی او یادي برخي ته یې د حکومت د توجه غوښتنه وکړه.

هغوی په خپلو خبرو کي د بدخشان د څو ولسوالیو امنیتي مشکلات د داخلي ستونزو او اختلافونو څخه راټوکېدلي وبللې او زیاته یې کړه، چي داخلي اختلافات ممکن نور هم یاد ولایت له ستونزو سره مخ کړي.

د بدخشان ولایت خلکو له اجرائیه رئیس څخه د حکومتدارۍ وضعیت ښه کولو او په پرمختیايي برخو کي هم کار کولو ته د حکومت پاملرنه وغوښته.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بدخشان ولایت له مشرانو سره په لیدنه کي له هغوی مننه وکړه، چي د امنیت په سمون کي یې له امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې.

هغه په خپلو خبرو کي وویل، چي حکومت وخت پر وخت له محلي مقاماتو څخه د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه احوال تر لاسه کړی او د ستونزو د حل لپاره یې لازم پلانونه په کار اچولي دي.

اجرائیه رئیس د بدخشانو مشرانو ته یادونه وکړه، چي حکومت له ټولو داخلي ستونزو هم خبر دی او د هغو ستونزو د حل لپاره یې هم لازم کار کړی دی، چي د امنیتي حالت له سمون سره به مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چي مرکزي ادارې سیمه ییزو چارواکو ته ځانګړې لارښووني کړي او د امنیتي حالت د سمون لپاره یې هم په ملي او هم په محلي کچه ضروري اقدامات کړي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په نني مجلس کي د بدخشان ولایت د حکومتدارۍ وضعیت ښه کولو په اړه هم د حکومت د هغو اقداماتو یادونه وکړه، چي په تیرو څو اوونیو کي پرې کار سوی او ډېر ژر به د محلي چارواکو لخوا ادامه پیدا کړي.

221 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2