Categories

اعلان

Loading…

په هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟/ خپلواک دریځ

په تېرپسې

څلورمه برخه

دکتاب چاپول اوخپرول د هغه چا لپاره چې مطلب یې یواځي د ځان مطرح کول دي جلا خوند لري خو دا خوند څو ورځي وي، وروسته یې بیا ترخوند پښېمانې او درد ډېر وي نو زموږ لپاره مهمه داده چې دا د څو ورځو خوند په نظرکې ونه نیسو راتلونکي ته په ژوره توګه وګورو، ترټولو مهمه داده چې هرڅه لیکو که شعر وي، که نثر او که نور څه لومړی پکار ده چې نوښت پکې وي، د ټولنې لپاره وي، دژبې لپاره وي نه د شخصي غریضې لپاره، صرف د الفاظو تړل نه وي، یوه خبره په هربیت اوهر شعر کې نه وي، د شعرنړۍ ډېره لویه ده، یو ناپایه بحر دی که شاعر ورکښته شي کیدای شي بېلابېل غمي، لعل، مرجان، یاقوت، زمروت او ګوهر پکې پیداکړي خو چې شاعر شاعر وي پلټونکی وي ریاضت کوونکی وي، واقعاً هم شاعر وي داسي نه وي لکه په اوس وخت کې چې ځیني کسان د شاعرۍ په نامه ډېرڅه خپروي خو په اصل کې ورته د شاعرۍ اصل هم نه وي مالوم چې چیرته دی او له کومه ځایه سرچینه اخلي، غوښتنه یې څه ده او کوم اُصول لري خو دوی صرف ددې سرچینې یا بحر نه د جدا شویو سیندونو څخه استفاده کوي او هیڅ وخت خپل موخې ته هم نه دي رسېدلي او نه هم رسېدلای شي، صرف اوصرف په همدې لنډو سیندونو کې ګرځي راګرځي دلته نوکه هرڅه په لاس ورتله دوی یې راټولوي او د شعرنوم ورکوي، که چیري لږ فکر ووهي چې دا سیندونه له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ او دا پته ورته ولګیږي نوشعر به یې شعر شي ملغلري، ګوهر او ډول ډول غمي به یې موندلي اوټولنې ته وړاندې کړي وي.

خوشال بابا وایي:

چې غوټې پسي وهې په لاس به درشي

چاویل چې په دریاب کې ګوهرنشته

هڅه اوهاند هغه څه دي چې انسان د بریالیتوبونو تر مقامه رسولای شي، هغه که په هر ډګر کې وي هڅه اوهاند په کاردی، هلمند کې ځیني کسان چې د شعرپه نامه څه لیکي یوخو ټول پر یوه محور راڅرخي د نويو پنځونو نه ډېر لیري اویا داسي یوه خبره را اخلي چې هغه مخکې یوه لوی شاعر په ډېر هنر سره وړاندې کړې وي اودی یې ترهغه هم بدرنګه کړي، زه نه پوهېږم چې شاعران وروڼه به دې ډول کسانو ته څه نوم ورکړي.

(خدایه ودان لري دښکلوکلی) دا کتاب د ښاغلي سردارمحمدصدیقي دی چې په ۱۳۸۹ لمریزکال کې د بُست فرهنګي ټولنې لخوا په (۵۰۰) ټوکه کې چاپ شوی دی دپښتۍ ډیزاین یې رازمحمد کاتب کړی او د سریزې په نامه ورباندې ښاغلي محمداسماعیل شریعتیار لیکنه کړې ده.

صدیقي صیب ښه کړي چې خپله شعري ټولګه یې خپره کړې او دا ټولګه لوستل شوې هم ده، اکثر څه په کې خوښوونکي دي د لوستلو دي خو لکه په نورو کتابونو کې چې ډېر څه دخپرولو نه وه، دلته هم ډېرې خبرې خپرې شوي چې هغه باید نه وای خپرې شوي، زه دداسي شاعرۍ هیڅکله ملاتړی نه یم، هغه داسي څه دي چې د ټولنې په زیان پرېوځي او پرېوتي دي، زموږ ټول ځوان استعدادونه چې د شعري هنر په برخه کې کار کوي هغوی ته پکارده کومې خامیاني اوخطاګاني چې له نورو شاعرانو څخه شوي له هغو څخه زده کړه وکړي، ځان ورنه وژغوري اوسمه لاره ځانته پیداکړي.

صدیقي صیب وايي:

چیري اوسېږې ماین تړلی درځم

ستاسوانګړکې ځان وژنه کوم

پرپنځولارو مزل مي سرمایه ده

ددنیا خلګ مې هسي ناداربولي

افغاستان کې دا پنځه دېرش کاله کیږي چې جنګ او جګړه روانه ده، او هیڅ یوه کورنۍ او هیڅ یو وګړی چې افغانستان کې اوسیږي داسي نشته چې هغه دې ددې جګړې د زیان څخه په امان پاته شوی وي، خصوصاً په هلمند کې موږ اوتاسو شاهدان یو چې همدا اوس هم په دې ولایت کې وژنې او جګړې روانې دي، هره ورځ د راډیو له څپو، د ټلوېزیون له پردو او د ورځپاڼو پر مخونو د مرګ ژوبلو او چاودونو خبرونه، اورو، وینو او لولو که حقیقت ته راسو اوس له دې مرګ ژوبلو او زړه بوږنوونکو پیښو څخه خلک خسته شوي او هیڅوک نه غواړي چې ځان دي ورباندې غمجن کړي، خو صدیقي صیب دلته و خپلو لوستونکو ته په داسي نازکو حالاتو کې ځانمرګی، او وژني عادی او هڅوونکي انځوروي، که فکر وکړو ځانمرګی کول د اسلام په سپېڅلي دین کې هم ناروا دی، خو دلته په غیري مسقیم ډول سره صدیقي صیب خلک ورته هڅوي، ځان وژنه ورته عادي ښکاري، دا یوبد تصویر اوبد ذهنیت دی چې خپریږي، د شاعر دا دنده چې په دغسي حساسو حالاتو کې خپل ولس له جنګ جګړې او بدبینیو څخه راوباسي هرڅه ورته ښکلي رسم کړي، ژوند ورته زرین انځور، او د جنګونو او وژنو تصویرونه ورته کرغېړن او تور وښیي، ترڅو د جګړو او وژنو څخه لاس پرسر او د الله تعالی د کایناتو او طبیعي ښکلاګانو په منظر کې خپل ښکلي ژوند ته ادامه ورکړي.

که چیري دوهم بیت ته سړی فکر وکړي دا هغه خبره ده چې تقریباً دري سوه کاله مخکې عبدالرحمان بابا په ډېر هنري ډول سره کړې، دوباره یې اړتیا نشته چې یو شاعر دي د رحمان بابا خبري ذکر کړي پکارده خپله ریاضت وکړي او داسي خبرې وړاندې کړې چې هغه رحمان بابا او خوشال بابا هم نه دي کړي او داسي ډېرې خبرې لاهم شته خو د هغه چا لپاره چې واقعاً هم یو ابتکاري اوباتجربې شاعر وي، پکارده که نوې خبره نکړو پیدا نو بیا که د رحمان بابا، خوشال بابا او نورو شاعرانو کړي خبري را اخلو حداکل باید له نوي زاویې څخه ورته وګورو چې اوریدونکي او لوستونکي باندې یې ومنو، که چیري یې په دغه ډول را واخلو لکه صدیقي صیب چې را اخستې دا یوه زړه خبره ده بېله نوښته اونویوالي څخه شوېده، اوریدونکی چې ستا دا خبره اوري دا هغه ته څو کاله مخکې رحمان بابا کړې هغه څه اړتیا لري چې بیا یې واوري، ځکه هغه تاته د نوي خبرې په انتظار دی، خو صدیقي صاحب په دې برخه کې ترډېره بریالی نه دی برېښېدلی، دا خبره هم منو او هم یې باید ومنو چې شعر پر پیغام باندې نه دی ولاړ، ښکلی انځور دي وي، موسیقۍ لرونکې خبره دي وي، نورڅه نه غواړي خو داسي نه چې پیغام هم نه وي او په ټوله شعر کې بغیر له منفي تصویره بغیر له یوې زړې او شوړېدلې خبرې نور څه نه وي، شعري هنر ډېر پراخه دی هرڅه پکې راتلای شي خو هرڅه باید پکې را نه ولو ځکه کیدای شي لوی زیان مو ټولنې ته اړولی وي، که لاندې بیتونه په ښه غور سره ولولئ صدیقي صیب نوې خبره خو لیري یوه خولګۍ یې په یوه غزل کې څو واره کړې هغه هم په داسي بڼه چې سړی ورځني بې له منفي فکره بل څه نشي درکولای.

دی وایي:

که خولګۍ غواړې په زور یې ځینې واخله

ښایستوته دسترګک ضرورت نشته

چې پرحال دزکندن یې خوله ورنکړه

جنازه کې دکمک ضرورت نشته

صدیقي چې خولګۍ بل چاځینې یووړه

نوریې تاته د درک ضرورت نشته

په دروسرو بیتونو کې یواځي یوه خوله ده چې خوله خوله شوېده، خوله ځیني واخله، خوله دې رانکړه او خوله یې ځیني واخیسته د خولګۍ کلمه یوه داسي کلمه ده که یې شاعر په سم مهارت سره ونه کاروي ډېر ژر ورڅخه د سړي فکر منفي لوري ته ځي په دغه ډول باندې چې صدیقي صاحب کارولې مثبت فکر نه خوروي غیر له منفي څخه، زموږ هغه وروڼه چې په شعر نه پوهیږي ناحقه نه وایي چې د اوس شاعري فقط پر سرو شونډو او سپینې خولې راڅرخي هیڅ پیغام پکې نشته، که صیدیقي صیب په یوه بیت کې همدا د خولې کلمه په دغه ډول د شعر د ښکلا او رنګینۍ لپاره کارولې وای پروا یې نه درلوده خو نوموړي څو ځایه کړې، اوس نو که چیري په دې شعر کې پیغام هم غوټه وي لوستونکی او اورېدونکی یې نشي پکې پیداکولای ځکه د هغه فکر یواځي د سپینې خولې په جال کې را ګیر شو یواځي سپینه خوله یې په ذهن کې څرخي او راڅرخي، د شعر په نوم دغه سي خبرې ټولنې ته وړاندې کول د منفي فکر خورولو سبب ګرځي او ګرځېدلي دي، دغه ډول نوموړي څوځایه نوره هم خولګۍ سره شکولې هغه هم په یوه مانا سره.

دلته هم وایي:

نن خودي بیاپرسپین باړخودي شاهدان غاښونه

پوهېږم نه چادرنه وړې ده خولګۍ جانانه

وایه باړخودي درته چاوچیچئ

ناست پرې غاښونه شواهدښکاریږي

دلته هم هغه خوله یا خولګۍ ده خو دلته تر مخکنیو بیتونو ښه بربنډه کارول شوې پر سپین باړخو دي شاهدان غاښونه او خولګۍ چا درنه وړې په ډېره بربنډه اوښکاره ډول سره شوې، په دوهم بیت کې هم همدا خبره باړخودي چا چیچلی غاښونه ورباندې شاهدان دي

یو خو څوځایه یوه خبره په عیني مفهوم سره راوستل د شعر له اُصولو سره هیڅ غوره اومناسبه نه ده، بل تاسو فکر وکړئ چې د دا ډول شاعرۍ څخه به ټولنه کومه مثبته پایله واخلي؟

نه بلکل نه په داسي نالوستې ټولنه کې لکه افغانستان دا خبره هیڅ وخت ښه پایله نلري، موږ اکثره وخت یواځي ودې ته ګوته نېولې ده چې د بربنډو فلمونو او ډرامو مخنیوی باید وشي خو دې ته مو پام نه دی چې د شاعرۍ په نامه ځینو کسانو تر ډېرو بربنډو فلمونو اوسریالونو خطرناک اورونه د پروړو لاندې بل ساتلي او موږ یې په وړاندې چوپه خوله یو که بربنډ فلمونه ټولنې ته وړاندې کیږي، که د شعرپه نوم کوم سندرغاړي د پښتنې ټولنې خلاف څه وړاندې کوي یوازیني لاملونه یې دغه ډول اشخاص دي، غواړو چې ستاسو د پوره ډاډ او باور لپاره ځیني نورمثالونه یې هم درته په ګوته کړو.

بیا وایي:

ستاله پستوشونډوڅه کمیږي نه

یوځل که خپل خوله باندي خوږه کړمه

که سوم ملنګ صدیقي ستادکلي

ښکلیه!دسروشونډوخیرات راکوه

د زړګي تنده مي شرابوماتولای نشوه

ځکه دسروشونډوسرونوته مي لاس واچوی

دلته هغه الفاظ په دې و بیتونو کې کارول شوي چې زه یې په یادولو سره ځان خجالت احساسوم، فکر وکړئ که په یوه کور کې مور، پلار، وروڼه، خویندي او د کورنۍ نور غړي یوځای سره راټول وي او د رسنۍ له لارې دغه بیتونه اوري څه فکر به کوي؟ په څه ډول حالت کې به وي؟

آیا دا په یوه پښتنې او مسلمانه کورنۍ کې د اوریدلو دي؟ د لوستلو دي؟

لنډه دا چې دغه ډول شاعري هلمند کې ډیری کسانو ښه په خرپ سره روانه ساتلې ده، دوی یواځي دا اورېدلي چې د ژبې د بډاینې لپاره باید شعر وویل شي خو په دې یې فکر نه دی کړی چې شعر څه شی دی، څه پکې راغونډیږي او څنګه پکې اوډل کیږي یواځي او یواځي ورته مهمه داده چې هرڅه یې ولیکل خو چې د شعر په نوم ددوی لپاره لاسونه وپړکول شي او واه واه ورته وویل شي.

نور باید د شعر نوم بدنام نه شي د شعر په نوم (…) وړاندې نشي مخنیوی یې باید حتماً وشي، که په هر ډول وي.

لکه څنګه چې د افغانستان ټول ریاستونه د بودیجې د نشتوالي او د خپلو ډېرو کارونو له کبله په خپلو دندو کې ترډېره نه دي بریالي شوي زه فکر کوم د هلمند د اطلاعاتوکلتور ریاست هم یو له دغو ریاستونو څخه دی ځکه هرڅه چې ویل کیږي او وړاندې کیږي پوښتنه او اښتنه یې نشته چې څه وړاندې کیږي او وړاندې شويدي، خو ددې ستونزې سره سره کاش دداسي کسانو هڅونه او پارونه یې نه کولای ځکه چې یو داسي کس وهڅول شي، نور هغه کسان چې صرف یې د شعر په نړۍ کې قلم کش کړی وي غواړي چې کتاب یې چاپ شي او د رسنیو او نورو ټولنو لخوا یې تود هرکلی وشي…نوربیا

دوهمه برخه

درېمه برخه

64 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *