Categories

اعلان

Loading…

روان کال اروپا ته د د ورغلیو ټولو کډوالو ۷ سلنه افغانان دي

خبریال: میرویس جلالزی- رپورونه وايي چې نږدې ۱۸۵۰۰۰ کسانو د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې اروپا کې د لومړي ځل لپاره د کډوالۍ غوښتنلیکونه سپارلي دي.

دغه شمیر د ۲۰۱۴ کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله ۸۶ سلنه لوړوالی ښيي .

د اروپايی ټولني یو راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ښيي چې اروپايي اتحادیه له جګړه ځپلو ملکونو څخه د ورتلونکو کډوالو د ځایولو او هغوی ته د لازمو امکاناتو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ ده.

په دغو انسانانو کي چې د بیلا بیلو دلایلو له کبله د اروپا پر لور د خپلو ملکونو پریښودو ته اړ شوي، ډیری هغه يې د کوسوو ورپسې د سوريي او بیا د افغانستان دي.

افغانان اروپا ته د تللیو کډالو په ډله کې سږ کال دریم تر ټولو لوی ملیت دی.

په دغه ډله کې اروپا ته ورغلي قانوني او غیر قانوني ټول افغانان او د نورو ملکونو وګړي شامل دي.

اروپايي ټولنې په خپل راپور کې ویلي چې اروپا ته د ورغلیو کډوالو نیمايي هغو په جرمني او هنګري کې د پناه غوښتنه کړې ده .

یوازي په جرمني کې ۷۳۰۰۰ کسانو د کډوالۍ غوښتنه کړې چې اروپا ته د ورغلیو ټولو کډوالو څلویښت سلنه جوړوي.

په هنګري کې ۳۲۸۰۰ کسانو، ایټالیا کې ۱۵۲۰۰، فرانسه کې ۱۴۸۰۰، سویډن کې ۱۱۴۰۰، اتریش کې ۹۷۰۰ او بریتانیا کې ۷۳۰۰ کسانو د کډالۍ درخواستونه وړاندي کړي چې یاد ملکونه د اروپا په کچه د تر ټولو لویو هغو ملکونو په کتار کې راغلي چې ډیر کډوال وررسیدلي دي.

اروپايي ټولنې جنګ جګړې، فقر او اوزګارتیا د دوی وچې ته له منځني ختیځه، ختیځې اروپا، روسيې، عربي نړۍ، افریقا او آسیا څخه د کډالو د ورتګ اصلي لاملونه بللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو ورځ تر بلې د نفوذ پراخیدل او تر څنګ يې د داعش د ډلې را ټوکیدل هغه لويې ننګوني دي چې ویل شوي له ملکه د ډیرو کسانو د تیښتې لامل شوي.

اروپايي ټولنه مني چې د بهرنیو ځواکونو په خاصه توګه د دوی د عسکرو له وتلو وروسته افغانستان لا ډیر نا امنه شوی او ډیری افغانان چې له دوی څخه يي د کډوالۍ غوښتنه کړې یو دلیل همدا وړاندي کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په یوه نا امنه سیمه بدل شوی دی.

د اروپايی ټولني په څلور میاشتني راپور کې همدا راز راغلي چې اروپا ته د ورغلیو افغان کډوالو دوه په دریمه برخه په هنګري کې یعني ۴۰۰۰ کسانو په دغه ملک کې، ۳۰۰۰ هغو په جرمني او ۱۶۰۰ تنو په اتریش کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه سپارلي دي.

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *