Categories

اعلان

Loading…

نومونه/ اسدالله غضنفر

دا خبره نن سبا زیاته کېږي چې اولاد ته دې ښکلي نومونه انتخاب شي، مګر په دې باره کې بیا نظرونه مختلف دي چې ښکلی او مناسب نوم به کومې ځانګړنې لري؟ داسې ښکاري چې د نوم د مناسب والي ځانګړنې په مختلفو کلتورونو او وختونو کې فرق کوي.

موږ د ( زمري) نوم خوښوو خو د( شرمښ) نوم نه خوښوو او توهین یې ګڼو، حال دا چې انګرېزان د ځانونو لپاره د ولف یعنې شرمښ نوم هم انتخابوي. مونږ چې د کسب و کمال په اهمیت باندې لا تر اوسه سم نه پوهېږو، د لومړي یا دویم نوم لپاره د ( ترکاڼ) یا ( پښ) یا ( قصاب) کلمې نه خوښوو، خو کارپنټر ( ترکاڼ)، بوچر( قصاب) او سمیت نومي انګرېزان کم نه دي.

ایرانیانو خپل هغه نومونه تر ډېره حده وساتل چې تر اسلام له مخه یې لرل خو د هند مسلمانانو هڅه وکړه چې خپل نومونه عربي او فارسي کړي. داسې ولې وشول؟ د ځینو پوهانو ځواب دا دی چې ایرانیان له یو مخې مسلمانان شول خو په هند کې یوازې یوه برخه کسانو په اسلام ایمان راوړ . دوی د دې لپاره چې له غیرمسلمانو تربرونو یې فرق وشي، خپل پخواني نومونه هغوی ته پرېښودل او خپله یې عربي او فارسي نومونو ته مخه کړه. اوس که څه هم د هند د مسلمانانو لویه برخه په پاکستان او بنګله دېش کې اوسي او له هندوانو څخه د توپیر مشکل نه احساسوي مګر د تېر مشترک ژوند تاریخي تجربه یې د کلتور برخه ګرځېدلې ده او تر اوسه لا له خپلو لرغونو نومونو سره خاصه دلچسپي نه ښیي.

د پښتنو هغه نومونه چې د شپږ، اووه پیړۍ پخوا وخت په تاریخونو کې راغلي دي، دومره ډېر عربي نه دي لکه مثلا د سل کاله پخوا نومونه. داسې ښکاري چې په ایران کې د صفوي امپراطوري او په هند کې د ګورکاني امپراطوري له ظهور او پیاوړتیا وروسته پښتني نومونه یو څه کم شول. په پښتني ټولنه کې په تېرو شپېتو کې د خپلې ژبې نومونه یو ځل بیا زیات شوي دي. افکار، سیاسي تمایلات، د سواد اندازه ، تاریخي پس منظر او نور ډېر عوامل د نومونو په انتخاب باندې اغېز لري.

لوستې کورنۍ او هغوی چې ځانونه تر نورو بر ګڼي، هڅه کوي چې ځانونه له عامو خلکو بېل وښیي او په همدې وجه ممکن داسې نومونه انتخاب کړي چې په ټولنه کې عام نه وي.

په اوسنۍ زمانه کې چې فردي حقونو ته توجه زیاته شوې ده او وګړي غواړي ازاد واوسي، په نومونو کې د ( غلام ) کلمه مخ په کمېدو ده. د اوسني وخت یو ذوقي تمایل دا دی چې تر اوږده نوم لنډ نوم بهتره ګڼل کېږي. ځینې ملاصاحبان د پوره نوم د اخیستلو سپارښتنه کوي خو ځینې کسان ان د یوې کلمې نوم پوره نه اخلي. زموږ یوه همکاره چې (فریبا) نومېده، ځینو ورته د (فریب) خطاب کاوه او زموږ یوه لرې خپلوانه چې ( زرغونه) نومېده، په کورنۍ کې (غونه) بلل کېدله.

په افغاني ټولنه کې د اکثرو نارینه وو نومونه له دوو کلمو رغېدلي دي خو د اکثرو ښځو نومونه د یوې کلمې دي. په ښارونو کې اوس د نارینه وو لپاره د یوې کلمې نومونه مخ په زیاتېدو ښکاري مګر برعکس، نن سبا په کابل کې په ځینو نجونو د نارینه وو غوندې د دوو کلمو نومونه ایښودل شوي دي. لیلا مشعل په زرغونه لېسه کې په دولسم ټولګي کې سبق وايي او مروه تبسم په کاردان کې د دویم کال زده کوونکې ده. مشعل او تبسم د دوی د کورنۍ نومونه نه دي بلکې د اصلي او لومړي نوم برخې یې دي.

په عربو کې د ( محمد ) نوم زیات دی خو مونږ د خپل پیغمبر (ص ) نوم معمولا له یوې بلې کلمې سره یو ځای کوو، مثلا غلام محمد، محمد حسن، علي محمد… عربو ته دا ښه نه ښکاري چې یو څوک دې رسول یا نبي ونومېږي، مګر مونږ له دې نومونې سره حساسیت نه لرو. البته علما مو ترجیح ورکوي چې یو څوک دې یوازې رسول یا نبي نه وي بلکې عبدالرسول یا عبدالنبي، غلام نبي یا داسې بل څه دې وي. استاد سیاف چې پیښور ته مهاجر شو او د سعودي له عربو سره یې تګ راتګ پیدا شو، په نوم کې یې تغییر راغی. پخوا یې نوم عبدالرسول و خو د سعودي د عربو په خاطر عبدالربرسول شو. مطلب دا چې سعودیانو ته نه یوازې رسول بلکې عبدالرسول هم مناسب نوم نه ښکاري.
په افغانستان کې د یاسین نوم عام دی ولې په ایران کې به یاسین نومی یا نه وي یابه ډېر کم وي. شاوخوا اتیا فیصده ایرانیان شیعه دي. د شیعه وو له ځینو روایتونو سره سم امام جعفر صادق ویلي دي چې یاسین نوم یوازې د پیغمبر(ص) لپاره خاص دی. دغه راز ایرانیان د ( حارث ) نوم نه خوښوي ځکه په دې نوم یو سړی له یزید سره د حضرت امام حسین د مخالفت په پېښو کې د رسالت د کورنۍ د دوو ماشومانو په وژلو تورن دی.

یو ګڼ شمېر کسان له خپل نومه راضي نه وي. په دوی کې یونیم په دې کامیاب شي چې نوم بدل کړي. د سلیمان لایق هغه نوم چې کورنۍ ورباندې ایښی و، غلام مجدد و. زموږ د هېواد بل شاعر واصف باختري هم په اوله کې نه واصف و او نه باختري. فدا نظري په خپل کتاب ( ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه) کې لیکلي دي چې د واصف باختري اصلي نوم محمد شاه دی. د رنګین دادفر سپنتا د دوو تخلصونو په برخه کې مې ګومان دا دی چې (رنګین) نوم یې چندان نه دی خوښ ځکه یو خو (رنګین) په دري ژبو کې د نجونو نوم هم وي او بل دا چې ځینې افغانان دا کلمه په مثبته معنا نه استعمالوي. په نومونو باندې پښېماني څه کوې چې د ښاغلي نظري له اټکل سره سم، په افغاني ټولنه کې لږ تر لږه دریمه برخه کسان په هغه تخلص هم پښېمانه دي چې یو وخت یې ځان ته غوره کړی و. ښاغلی نظری په همدې ډله کسانو کې دی، یو وخت یې تخلص (خواریکښ ) و.

هر څوک حق لري چې د ځان لپاره یا د خپل اولاد لپاره د خپلې خوښې نوم غوره کړي مګر هغه نومونه چې معنا یې سپکه ده، باید انتخاب نه شي.

کله کله کورنۍ خپل ماشوم ته داسې نوم غوره کړي چې ځینو کسانو ته یې تلفظ اسانه نه وي. یحیی ډېر مناسب نوم دی خو یو یحیی نومی مې یادېږي چې مور و انا او ګڼو کلیوالو به ( یایا ) باله. په څو کلتوري ټولنو کې د داسې نوم انتخاب ښه نه دی چې په بله ژبه کې ښه معنا ونه لري یا یې هغوی داسې تلفظ کړي چې معنا یې په لومړٍي یا دویم کلتور کې نامناسبه وي. البته، په دنیا کې خلک په سلګونو ژبو خبرې کوي او ضرور نه ده چې چې د نوم په انتخاب کې دې د دنیا د هر ګوټ ژبو ته پام وکړو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکتر روان فرهادي کیسه کوله چې په ځوانۍ کې یې په پاکستان کې د افغانستان د دیپلومات په حیث کار کاوه او هلته یې مالیزیايي سفارتکارانو ته پام شول چې د بوټو د نوم له یادېدو سره ناکراره کېدل. دغو سفارتکارانو فرهادي ته ویلي وو چې ( بوټو) په مالایي ژبه کې ډېره نامناسبه معنا لري. منظور دا چې که دنړۍ د ګڼو ژبو د ویونکو لپاره په مناسب نوم پسې ګرځو، نو داسې نوم به شاید ونه مومو.

زما په ګومان په افغانستان کې د حضرت رسول اکرم ( ص) په نوم او لقبونو سربېره، د ځینو مشهورو پیغمبرانو، چاریارو او حسن و حسین نومونه او دغه راز اسماء الحسنی ( د الله تعالی نومونه ) تر ټولو زیات دي. اسماء الحسنی معمولا د ( عبدل ) له کلمې سره یو ځای کېږي. ځینې اسماء حسنی ډېر عام دي، لکه د عبدالحق، عبدالحمید، عبدالقیوم او عبدالغني په نومونو کې ؛ځینې یې عام نه دي، لکه: عبدالشهید، عبدالوارث، عبدالرقیب… او له ځینو یې ( مثلا له المتکبر، المنتقم، یا الضار څخه ) د وګړیو د نومونو په جوړولو کې استفاده نه کوو. په شلمه پیړۍ کې مو د خدای له نومونو څخه د ښځو د نومونو د جوړولو لپاره استفاده عامه کړه: رحیمه، کریمه،ظاهره…

د شلمې پیړۍ له پنځوسمو کلونو راهیسې پښتني نومونه(سمسور، خوشحال، زرغون..) ، د تاریخي اتلانو یا مشهورو کسانو نومونه، د شهنامې نومونه( پرویز، یما، جمشید)، اروپایي نومونه( هیلنا، نادیا، ماري…) او په وروستیو دېرشو کلونو کې له عربي- اسلامي کلتور سره اړوند نوي نومونه ( صفا، مروه، مدینه…) د افغانستان په ښاري او تعلیم یافته کورنیو کې زیات شول. نن سبا په کابل کې د ځینو ماشومانو نومونه د سریالونو او فلمونو له اتلانو را پور شوي دي. پرینا( د هندي سریال اداکاره)، پونم ( د هندي فملمونو اداکاره) او یا مثلا فریحه ( د ترکي سریال ادا کاره) ځینې هغه کلمې دي چې د ولسشمر کرزي په دوران کې د افغانستان د نومونو په نوملړ کې شاملې شوي دي.

د نومونو عمر فرق کوي. ځینې یې په پیړیو پیړیو دود وي خو ځینې نور صرف څو وخته ایښودل کېږي. د سریالونو او فلمونو د اداکارانو نومونه په غالب ګومان په بل نسل کې مینه وال نه لري.

د وګړيو لپاره د سیمو او ځایونو د نوم انتخابول، پخوانی دود دی. داسې پښتانه اوس هم شته چې ملتان، ملتانه، لاهور، خان اباد، غزنی، هرات، کندهار یا ډیلی نومېږي. د جغرافیایي نومونو مود په خپل قوت پاتې دی خو تغییرات پکې راغلي دي. په اوسنو تعلیم یافته کورنیو کې اریانا، خیبر، اباسین یا هلمند نومونه رواج شوي دي. زما یو وراره (برمل) نومېږي چې په پکتیکا کې یوه سیمه ده.

سیاسي- اجتماعي حالات په نومونو باندې اثر پرېباسي. د هجرت په دوران کې په افغاني کورنیو کې د مجاهد او هاجرې نومونه خورا زیات شول. پخوا هیڅ جینکۍ ( سوله) نه نومېده، ولې په تېرو شل، دېرش کلونو کې له دې کلمې هم د نوم لپاره استفاده وشوه.

ځینې کورنۍ چې فامیلي نومونه لري، نن سبا یې له دې سره دلچسپي ده چې د کور د غړي د فامیلي او لومړي نوم تر منځ دې د وزن یا معنا تناسب او توافق وي. د سلیم له لومړي نوم سره د سلیمان دویم نوم په غوږونو ښه لګېږي. یو شمېر کورنۍ په اولاد باندې د خپلو مشرانو نومونه ږدي. د محمد ظاهر شاه یو زوی نادر نومېده. ځینې کورنۍ دا نه خوښوي چې د کور د غړیو نومونه یې نور خلک واخلي او برعکس، یوه نیمه کورنۍ په دې چاره خوشحالېږي. د ځینو کورنیو غړي په کور کې یو نوم لري ا وپه تذکره کې بل. زما یو دوست په تذکره کې (محمد هاشم ) دی خو په کور کلي کې (شنسب) یادېږي او یو بل دوست مې په کور کې (غمی ) دی خو په تذکره کې ( غني).

د زامنو د نومونو تر منځ د قافیې شریکوالی یا د لوڼو په نومونو کې د قافیې شریکوالی زموږ د ګڼو کورنیو یو بل تمایل دی.

په افغانستان کې یو شمېر نومونه بې معنا غوندې دي او یا له دوو داسې کلمو جوړ دي چې له یو بل سره نه کوشیر کېږي. په دې برخه کې کېدای شي چې رسنۍ ، منورین، د تذکرې ورکولو مامورین او حتی قانون له خلکو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د اجتماعي علومو د پوهنځیو محصلان او استادان کولای شي چې په مختلفو سیمو کې د وګړیو په نومونو باندې جالبې څېړنې وکړي. خلک کوم نومونه زیات انتخابوي؟ ولې یې انتخابوي؟ د نوم د انتخاب معیارونه یې کوم دي؟ د ماشوم نوم څوک انتخابوي؟ مور ، پلار، نیکه، ملا، معلم، د کلي مشر که بل څوک؟ په کومو طبقو کې کوم نومونه زیات دي؟ د کلیوالو او د ښاریانو، د لوستو او د نالوستو، د نارینه وو او د ښځو، د شتمنو او د اشرافو، د اوسني نسل او د پخواني نسل په نومونو کې کوم توپیرونو دي؟ خلک د ویلو په وخت کوم نومونه لنډوي؟

افغانان چې د شلمې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې لویدیځ ته لاړل، د اولاد لپاره د نوم موضوع ورته مهمه شوه او هغه نومونه یې په کتابونو کې راټول کړل چې خپل او مناسب ورښکارېدل. د دغو کتابونو معرفي او کره کتنه هم ګټوره چاره ده.

نومونه د خلکو د ذوق، فکر، معلوماتو او کلتور په برخه کې ډېر څه راته ویلای شي. د غزني د قره باغ په یوه کور کې سر په سر لوڼې پیدا شوې او چې په شپږم ځل هم لور وزېږېده، د کورنۍ مشران دومره ناکرار شول چې نوم یې ورباندې ( الله بس ده) کېښود. دا د تېرو وختونو نوم نه دی، زموږ د ټولنې یو تازه شهکار دی او له وروستیو پنځلس، شل کلونو سره تعلق لري. زما په ګومان دې ته به داسې خطاب کېږي: الله بسدې، وړه خیشته کړه!

258 total views, 5 views today

3 comments

  1. Abdulkarim Rahim Reply

    د حمدی نومونو په اړه د فقهی علما وایی چی هر مسلمان چی دنیا راځی نو په اتومات توګه یی نوم محمد دی او وروسته ورباندی بل نوم ایښودل کیږی. دا ممکن د هندی علماو اغیز وی اما د کابل په شمول د افغانستان د جنوب علما د هندی علماو یا شاګردان وو او یا د هغوی د شاګردانو تر نظریاتی تاثیر لاندی وو نو حمدی نومونه په کابل او کندهار شاوخوا کی ډیر عام دی په پنجاب کی هم حمدی نومونه ډیر عام دی. دا ده د حمدی نومونو فلسفه

  2. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. Reply

    سلامونه استاذ غضنفر او نورو تاندوالو او لوستونکو ته؛
    ډیل کارنګي ، امریکن سایکالوژیست ، ویلي” تاسو هر وخت خپل خپلوان او دوستان د دوی په خپلو نومونو یاد کړئ او غږ پرې وکړئ، ځکه هر انسان ته دهغء نوم د نړۍ تر ټولو نومونو ښه او خوژ لږیږي!”.
    زما په نظر، که هر څوک د خپل نوم با مسمما مانا ته درناوی وکړي، مخصوصا دیني نومونو او پښتني نومونو!!.
    د بیلګې په ډول زما نوم(نومونه) دي: حمیدالله زړء ور ساپی!!!.ساپی خو زمونژ قومي نوم دی یا فامیلي نوم چې نړیوال ورته وایی.
    زړه ور مې د کلي، کور ؛ او اصلي نوم مې حمیدالله دی چې علمآء وایي هم د الله ج. صفت کوونکی او هم د هغء ذات له خوا صفت کیدونکي مانا ورکوي!.زه هم غواړم چې په صاف زړء د لوی الله صفتونه وکړم او د هغء اسمآءوالحسنی په زده کړه کې ډوب اوسم. و من اللهِ التوفیق.

  3. Hassan Reply

    رښتیا هم ځینی نومونه ډیر جالب دی. خو بیاهم اکثریت یی معنی لری . ځینی نومونه له نارینه وو سره مناسب نه وی لکه انارګل ، انځر ګل ، ریزه ګل ، هفته ګل . یوتعداد یی د معنی له لحاظه مناسب نه وی یا بی معنی وی لکه ګړیا خان، تتاڼ ، پاپوک ، ګوګړ ، بلوچ ، شرنګ ، اګیګړو ، جام آشنا.
    اما دا د اروپایانو نومونه هم چندان خوندور نه دی مثلا دیلفین ، ستیفانی ، کون، ایګور . د نوم تلفظ، معنی او له شخص سره د هغه مناسبت د نوم د ښکلا سبب ګرځی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *