Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د روژې په مناسبت د امنیتي ځواکونو ورثه وو ته د ۹۰ ملیون افغانیو بسپنه اعلان کړه

تاند- نن په سعودي عربستان، افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د پاکستان او ایران په ګډون په یو شمېر اسلامي هیوادونو کې ممکن سبا /جمعه/ د روژې لومړۍ ورځ اعلان شي خو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتنو له افغانستان سره په یووخت نن روژه لري.

د افغانستان ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له شتمنو خلکو وغوښتل چې د روژې او عبادتونو ترڅنګ بېوزلان له خپلو مرستو هېر نه کړي.

محمد اشرف غني د روژې او عبادت په میاشت کې له جګړې سره د مخالفت په ترڅ کې د هیواد د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو د تیاري اعلان وکړ او په عین حال کې یې د هیواد د دفاع په لاره کې د ملي امنیتي ځواکونو د وژل شویو یا وژل کېدونکو ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره د یوه صندوق یا بسپنې اعلان وکړ.

ولسمشر غني وویل چې په جګړه کې د شهیدو امنیتي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره ۹۰ ملیون افغانۍ ځانګړي شوي دي او هغوی ته به دا پیسې د روژې د مبارکې میاشتې له پیله ورکول کېږي څو د «شهیدانو» ماشومان له تعلیمه بې برخې پاتې نه شي.

په افغانستان کې له څو پېړیو راهیسي له سعودي عربستان سره، چې د خدای کور پکې دی، روژه او اختر په یووخت وي، خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان او ایران په تقلید طالبان او یو شمېر شیعه افغانان د ګاونډیو هیوادونو پیروي کوي.

29 total views, 1 views today

2 comments

  1. Hassan Reply

    زمونږه نړۍ اوس دومره کوچنۍ شویده چی د رادیو ، تلویزیون ، تلیفون ، ستلایت او انترنت په وسیله انسان د نړۍ له هره کونجه خبریږی . د عربستان ، افغانستان ، پنجاب او ایران ترمنځ فاصله د لمر د ختو اولویدو په حساب یواځی یو یا دوه ساعته فرق کوی. مګر ملا فضلو او نور ډیزلی او پنجابی ملایان له لمر اوسپوږمی نه سترګی پټوی او وایی چی روژه به یوه یا دوه ورځی وروسته ونیسو فرق نه کوی ،قبلیږی. دوی یواځی له دی کاره یو هدف لری چی د مسلمانانو منځ کی یوه تفرقه او بی اتفاقی وساتی . ورځه له ایرانه به ګیله هم نه کوو . دوی خو لا په پيغمبر کی هم راسره اختلاف لری او د ټولو مسلمانانو د محبوب پیغمبر میرمنی ته چی تقریبا نیمایی اسلام د هغی له خولی او روایته مونږ ته رارسیدلی او د پیغمبر صدیقو یارانو ته هم ښکنځل کوی. حال داچی زمونږ خدای ج یو دی ، پيغمبر مو برحق دی . قرآن ، کعبه او اسلام مو یو دی نو بیا دومره اګر او مګر ته څه ضرورت دی؟

  2. لالا ، بټنوال Reply

    انشاء الله چې د افغانانو ډوبیدو ته نیزدې کشتۍ به ستاسې په مدبرانه سیاست د اميدونو ساحل ته ورسي ، پاک پروردګار دې مل او ملګرئ اوسه ، رایه مو درکړې په لوی عزم درپسې ولاړ ي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *