Categories

اعلان

Loading…

سعودي عربستان وايي چې پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده

تاند- سعودي عربستان نن اعلان وکړ چې د پنجشنبې ورځ به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

د العربیه نیوز د راپور له مخې د سعودي عربستان د سلطنتي محکمې له اعلان سره سم، د دغه هیواد سترې محکمې په طایف ښار کې غونډه وکړه خو میاشت یې ونه لیدله بناً پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي عربستان د سترې محکمې په وینا، د دې لپاره چې نن میاشت ونه لیدل شوه، سبا روژه نه ده خو د پنجشنبې په ورځ په هر صورت کې روژه ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې نن تر دې مخکې له خپلو هیوادوالو غوښتي وو چې د ورځې تر پایه سپوږمۍ وڅاري او که یې ولیده نو دوی ته خبر ورکړي چې د چهارشنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړي. خو نن تر دې دمه میاشت ونه لیدل شوه.

د افغانستان په شمول یو شمېر هیوادونه د سعودي عربستان په تقلید روژه نیسي او اختر لمانځي خو ګڼ شمېر نور هیوادونه باوري دي چې روژه او اختر یې باید د خپلو هیوادونو د افقونو پر اساس وي.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *