Categories

اعلان

Loading…

په کونړکې دیني عالمانو د جګړی ختمولو او سولی لپاره د دولت د هڅو ملاتړ وکړ

د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

یاده ناسته چې دو لایت مقام دغونډو په تالارکې ترسره شوه د دیني عالمانو سربیره  دکونړ ولایت مرستیال قاضي محمدنبي (احمدي) هم ګډون کړی وو دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې وویل دجګړی غڅون لپاره به د محراب اوممبرله لاری عملي ګامونه پورته کړي دیني عالمانو وویل دانساني حقونوساتنی،ښی حکومتولۍ ،ښوونی اوروزنی،روغتیا، دنشه یې توکو استعمال مخنیوې او اقتصادي پرمختګ لپاره سولی ته ضرورت لرو که امنیت نه وي دغوموخوته نه شو رسیدلی مونږپه هیواد کې دجګړی پای ته رسیدو اوسراسري امنیت ټینګښت ،سولی اوپخلاینی په لاره کې دحکومت دهڅوملاتړکو دسولی ټینکښت ، ستونزو او ناخوالو له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې سره یوموټی شو اودغه خپل اسلامي اوانساني مسؤلیت  وګڼو.

دغونډی په وروستۍ برخه کې  د کونړ ولایت مرستیال قاضي محمدنبي (احمدي) په خپلوخبروکې وویل  مونږ یواسلامي اوانتخابي نظام لرو اوټول باید تری ملاتړ وکړو سوله دټولو ضرورت دی هغه خفه ورونه چې زمونږدکړنوڅخه خفه شوي اویاد نورو په لمسون هیواد ورانوي غږکوم چې نور دمخالفت څخه لاس واخلي او دهیواد ابادۍ لپاره دنورو  ورونوسره ګډ کاروکړي داوطن دټولو افغانانو ګډ کوردی  اوپه ټولو حق لري چې دفاع اوساتنه تری  وکړو.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *