Categories

اعلان

Loading…

طالبانو داعش ته د موازې «جهاد» په وړاندې خبرداری ورکړ

تاند- افغان طالبانو، چې په پر له پسې ډول په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې له لوري تر فشار لاندې ده، نن دې ډلې ته خبرداری ورکړ.

طالبانو داعش ته په خبرداري کې ویلي چې د طالبانو له تحریک سره موازي مبارزه ونه کړي.

طالبانو داعش ته دا خبرداری وروسته له دې ورکړ چې په یو شمېر سیمو کې د طالبانو پلویان او جګړه مار د داعش خوا ته واوښتل او په ګڼو سیمو کې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

طالبانو د داعش یا اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي ته په یوه لیک کې ویلي:«د امریکایانو او د هغوی د متحدانو پر ضد جهاد باید د یوه بیرغ او مشرتابه لاندې وشي. اسلامي امارت د جهاد وېش نه د جهاد په ګټه ګڼي او نه د مسلمانانو.»

په دې لیک کې، چې د طالبانو مرستیال مشر ملا اختر محمد منصور لاسلیک کړی دی، همداراز ویل شوي:«ستاسو پرېکړه به، چې له لېري هیواده مو کړې ده د دې سبب شي چې د شام او عراق اسلامي دولت د دیني عالمانو او مجاهدینو ملاتړ له لاسه ورکړي او اسلامي امارت (طالبان) به د دې لپاره چې د خپلو بریاوو دفاع وکړي عکس العمل ته مجبوره شي.»

طالبانو نه دي ویلي چې څه ډول غبرګون به وښيي.

طالبانو په وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران په بلنه یو پلاوی تهران ته ولېږه او لږ وروسته یې د ایران پولې ته نژدې په فراه ولایت کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړل.

لوېدیځې سرچینې وايي چې په وروستیو کې د داعش له رامنځته کېدو سره د طالبانو په لیکو کې جدي اختلافات لیدل شوي او ډلې ډلې داعش ته وراوړي

414 total views, 1 views today

1 comment

  1. nasratullah Reply

    طالبانو وروڼو هی خطا سوی وروڼو د آ ی اس آی په خبرو مه خطا وزی ورور وژنی ته د پای ټکیي کیږدی او د خپل اوولس سره یو لاس شی تاسی او ابو بکر البغدادی دواړه د امریکا او برتانیا په غیر مستقیم حار کړی غلامان یاست تاسی د کفارو له خوا حمایه کیږی بس کی طالبانو نور د ا بی وزله اوولس مه زوری نور ښځی مه کونډیانی کوی نور ماشومان مه یتیمان کوی ایا تاسی هم د صلی رحمی په نامه یو شی پیژنی ؟ ایا تاسی انسانیت پیژنی ؟ بس کی د اوولس نور مینی ته زرورت لری ، داعش ستاسی په لیک څان نه پوه کوی دا د کفارو ګډ پلان او نوی طرحی دی چی د نور د خیرنو طالبانو واری ختم شو او داعش ددوی نوي انډیوالان دی او دوی ته دا حکم شوی چي نور نو طالب جنګیالیو ته د پای تګی کیږدی او نور دوی د امریکا د پروژی برخی ندی نو داعش ډیر ښه امتحان یی ورکړ نور نو ړوند ملا عمر اخند دوی ته په درد نه دوا کیږی . خو طالبانو بریږدی چي ددی هیواد خلګ په ارامه فزا کی ساه واخلی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2