Categories

اعلان

Loading…

په وردګ کې د ښوونکو د روزنې د خالي بستونو ې د اجیرو ښوونکو پرځای د دایمي ښوونکو د۴۶۰ بستونو لپاره ازموینه

خبرپاڼه
د ۱۳۹۴ کال د جوزا ۲۵مه


gFhvi واخیستل شوه . په دغه ازموینه کې د ۷۳ میرمنو په ګډون ۹۴۴ تنو برخه واخیسته . د ګډونوالو په ډله کې ۲۲۹ تنو د لسانس په کچه او نژدې ۳۰۰ نورو د څوارلسم په کچه زده کړې در لودې او تمه ده، چې ددغو لوړو زده کړو لرونکو ښوونکو په ګمارنې سره به په دغه ولایت کې د ښوونځیو او د ښوونکو د روزنې د مرکزونو کیفیت لوړ شي .
دغه ازموینه او ازاده سیالي د جوزا په څلورویشتمه نیټه په ولایتي مرکز کې د ولایتي چارواکو،د ولایتي شورا او اداري اصلاحاتود استازو په ګډون ترسره شوه .
د میدان وردګوولایت د پوهنې ریاست چارواکو ژمنه وکړه ، چې د ازموینې له ګډونوالو به هغه کسان خالي بستونو ته غوره کړي، چې لوړې نمرې ترلاسه کړي . په میدان وردګو ولایت کې د ښوونکو په توګه د ګمارنې په ازموینه کې د ۷۳ تنه میرمنو ګډون هم ښه خبر دی او تمه ده، چې د نجونو په ښوونځیو به د دغو ښځینه ښوونکو په ګمارنې سره هغه تشه ترډیره ډګه شي، چې دامهال ددغه ولایت په ښوونځیو کې ترسترګو کیږي.

د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *