Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو او حکومت استازي نن په ناروې کې مخامخ خبرې کوي

تاند- د طالبانو استازي ناروې ته تللي چې په دغه هیواد کې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

این بي سي تلویزیون وايي چې د طالبانو دوو غړیو نن ورته وویل چې په ناروې کې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې کوي.

این بي سي نیوز تلویزیون وايي چې د افغانستان حکومت تایید کړه چې یو پلاوی یې ناروې ته تللی خو په دې باب یې څه ونه ویل چې د سفر هدف یې څه دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي وویل:«د شېرمحمد عباس ستانکزي او قاري دین محمد حنیف په مشرۍ زموږ پلاوی ناروې ته رسېدلی. دوی به په ناروې کې د سولې د دوه ورځنیو غونډو په لړ کې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره مهمې خبرې وکړي.»

این بي سي نیوز وايي چې دا خبره په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو یوه بل استازي هم تایید کړه.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړي.

د اجرايي ریاست یوه ویاند جاوید فیصل وویل چې محمد محقق ناروې ته تللی دی. ده ونه ویل چې محقق ناروې ته د څه لپاره تللی دی.

د باوري راپورونو له مخې د محقق ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د افغانستان د حکومت په پلاوي کې ناروې ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې نن /دوشنبه/ خبرې وکړي.

231 total views, 2 views today

2 comments

  1. خالده خالد Reply

    یوه کلیوالۍ سندره ده چه وائې:ژیړه طالبه کندزته مه ځه…اوولې؟ خبره دلته چه که طالب ورور کندز ته لاړ نوهغلته ، دلشکرِملتق لخوادمزاردلیلي په دښته کې ژوندئ،وږئ اوتږئ خښیږي اوکورونه په جوړیږي.طالب ولید چه دده په برخه کې نه ننۍ محکمې(په نامه دبشرحقوق) اونه بهرنۍ محکمې(هاګ) څه وکړه اونه به ئې وکړي نودملتق اومُلحق له ایرې ئې ناروې ته مخه کړه .دوی به وائې چه ځه اسلو کې امن او کراري ده څه نه پیښیږي. نه! یولوی سبُحان په امن کې ده.ناروې کې هم یوځل لکه( برایویک) ناڅاپي بلاوې راوښیږي .داسې نه چه لکه تیره اونۍ دامریکې دوه بندیان،دناروې داسلام ضدعصبي لیونئ اندئرس ـ بیرنګ ـ برایویک له بنديخانې نه تښتیدلئ اوتاسې ټول ئې اوبو ته غورزولي یاست۰نوبیا به دسولې ډرامه یو څو کاله پسې اوږدیږيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ۰

  2. shahed Reply

    چې محقق د سولې په پلاوي کې مو جود وي د سولې د را تګ خوب مه وینۍ، این خیال است و محال است و جنون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸