Categories

اعلان

Loading…

د پکتیا د ژورنالیزم ۲۲ محصلانو ته د ویدیو ژورنالیزم زده کړه

اصیل ځاځی –

د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې د پكتيا پوهنتون د ژورناليزم ديپارتمنت ۲۲ تنومحصلينو ته د ويډيو ژورناليزم په برخه كې عملي زده كړې وركړې.

د دغه شل ورځني كورس دوه ويشتو تنو زده كوونكوته د غبرګولي په ۲۴ نېټه ديو لړ مراسمو په تر څ كې برى ليكونه ووېشل شول .

په جوړو شويو مراسمو کې د دې ولايت د دولتي او غير دولتي يو شمېر ادارو مسولینو ، د پكتيا پوهنتون استادانو اوخبريالانو ګډون کړي وه. دپكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې مشر اصيل ځاځى چې د دې كورد تدريس چارې يې هم په غاړه درلودې وويل ، په شلو ورځوكې يې زده كوونكوته د ويډيويي انځورونوو اخستلو لارې چارې ، د ويديو كمرې كارونه او د ويډو اېډيت په برخه كې لومړنۍ عملي اونظري زده كړې وركړي.

اصيل وويل، د پكتياپوهنتون د ژبو او ادبياتوپوهنځي د ژورناليزم ديپارتمت د زده كړيالانو د اړتيا له مخې د پكتيا ولايت د ژورناليستانو ټولنې د ژورناليزم د انځوريزو، غږيزواو چاپي ژورناليزم برخوو كې محصلينوته د عملي زده كړو آسانتياوې برابرې كړي . نوموړي وويل : ( دا زموږمسوليت او رسالت دى چې د پكتيا ولايت په رسنيو كې پر كار بوختو كاركوونكو ته د ژورناليزم پر نړيوال او هېوادنيو وضع شويو قوانينو د پوهاوي تر څنګ د دوى د كاري ظرفيتونو د لړولو په برخه كې هم ورزنيز مسلكي كورسونه جړو كړو چې جوړكړي مو هم دي.)

نوموړي زياته كړه ، چې تردې مهاله يې په يادو برخو كې ګڼ شمېر نارينه او ښځينه خبريالانې روزلي چې له نېكه مرغه نن سبا په هېواد نيو او آن په نړيوالو رسينو لپاره په دې سيمه كې د سيمه ييزو خبريا لانو په توګه دندې تر سره كوي.

د پکتيا د اطلاعاتو وفرهنګ ریس محمد شفا مشفق وويل چې د پخوا په پرتله اوس په دغه ولايت د رسنيزډگر كې د ژورناليستانود مسلكي روزنې بهير ګړندي روان دي چې له امله يې د رسنيو خپرونې ورتر بلې معياري كېدو خواته روانې دي : (پكتيا كې د تېرو اوو اتو كالوپه پرتله اوس رسنيز ډګر ډېر پياوړى شوى ، سره له دې چې په يوشمېر رسينو كې لا اوس هم مسلكي كدرونه يا كار كوونكي نشته خو د داشانې كورسو نو له بركته چې د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې له خوا په لار اچول شوي او اچول كيږي ، رسنيز ډګر مو د معياري كېدو خواته روان دى … )

د پكتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهيالي يارمحمد پكتين په خپلو خبروكې دياد كورس پر اړتيا او اهميت خبرې وكړې ، د پكتيا پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د زده كړيالانو سره يې د دوي د عملي تجربو په زياتوالي كې د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې له خوا د ژورناليزم د عملي زده كړو په ډګر كې پر لاره اچول شوې دا لړۍ د لويې پكتيا په كچه بې سارى نوښت وباله ويې ويل : (د پكتيا پوهنتون اړوند نور پوهنځي د عملي زده كړو لپاره لابراتوارونه لري، ليكن د ژبو ادبياتو پوهنځى او په ځانګړې توګه د ژورناليزم ديپارتمنت د عملي زده كړو لپاره كوم روزنځاى نه لري ،خو له نېكه مرغه چې موږ په پكتيا كې داسې يوه مرجعه لرو چې زموږ د محصلينو لپاره د عملي زده كړو د مركز حيثيت لري او هغه د پكتيا ولايت دژورناليستانو خپلواكه ټولنه او اړونده د ژوند په نامه راډيو ده چې تر اوسه يې له موږ سره په دې برخه كې مرسته كړې ).

د ياد کورس ګډونوال وايي: د پكتيا پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي كې د ژورناليزم ديپارتمنت نوى تاسيس شوى ، د وسايلو او اړينو امكاتانو د نه شتون له امله محصلين د عملي زده كړو آسانتيا وې نه لري . دوى وايي د ا شانې كورسونه به له دوى سره د نظري زده كړو تر څنګ چې په پوهنتون كې يې تر لاسه كوي په عملي ډګر كې ډېره مرسته وكړي . دوى د دې كورسونو لړۍ د دوامداره ساتلو غوښتونې وكړې چې د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې مشرله خو ورته د امكاناتو په محدوده كې د هر راز مرستې ډاډ وركړ . له دې وړاندې هم د پكتياولايت د ژورناليستان خپولواكې ټولنې د روزنيزې څانګې له خوا ، د ژورناليزم د اساساتو ، اوډيو ژورناليزم، ويډيو ژورناليزم او فوټو ژورناليزم په برخو كې ګڼ شمېر نارينه او ځښينه ژورناليستان روزلي.

ياد ه دې وي چې د ويډيو ژورناليزم د ې دورې ډېرى زده كوونكي دپكتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم ځانګۍ د لومړي او دهم كال محصلين و .

89 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *