Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د اوبو د زېرمه کولو پروژه بشپړه شوه

پکتیکا: مرکز ښرنه په مهربان کلي کی ۵/۳ پنځه عشاریه درۍ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰۰۰ متره مکعب اوبو د زیرمه کولو سربند درغولو چارې بشپړې او افتتاح شوې.

د پکتیکا ولایت مرستیال ښاغلي عطاالله فضلي، د ولایتي شورا رییس افسرخان سلیمان خیل د ولایتي شورا منشي عزیز عزیز، د امنیه قومندانۍ سرپرست نثاراحمد عبدالرحیمزی،د کلیوبیارغوني او پراختیا رییس نجیب الله جاهد د ځینو ادارو ریسانو قومي مشرانو، د مدني ټولنواو رسنیو استازو او د مهربان کلي قومي مشرانو لخوا د پټي په پریکولو سره نن رسماٌ ګټي اخیستني ته وسپارل شو .

ښاغلي فضلي د اوبو ذخیري د جوړیدو مبارکي د مهربان کلي ټولو اوسیدونکو ته وویله او مننه یې ترې وکړه چې د کار په اوږدو کې یې د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست له کارکوونکو سره مرسته کړې،فضلي زیاته کړه پدې سره به د مهربان کلي او نږدي کلیو د بزګرانو ستونزي حل شي او کروندو ته به یې په وخت اوبو رسیږي زیاته یې کړه یاد سربند به په یوه وخت کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي،د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس نجیب الله جاهد وویل یاده پروژه د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست د ثبات برنامی له لوري ۵،۳ میلونه افغانیو په ارزښت جوړه شوي،چې (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ د مهربان کلي د خلکو لخوا ورکړل شوي دي،یاده د اوبو زیرمه ۴۸۰ متره اوږدوالی لري او دری متره لوړوالی لري ۵۰۰۰ متره مکعبه اوبه زیرمه کوي ،۷۱۱ مسلکي کارګرو او ۷۴۹۵ غیرمسلکي کارګرو په کې کار کول، چې د دریو میاشتو په اوږدو کې یې د رغوني چاري بشپړي شوي.د مهربان کلي مشرانو د ولایتي اداري څخه مننه وکړه او د نورو ورته پروژو غوښتنه یې وکړه.

د پکتیکا ولایت ویاند

نبي الله پیرخېل

237 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸