Categories

اعلان

Loading…

سیاسي ثبات د اقتصادي ثبات اصلي مهره/ فضل الحق طاهرزی

له کله چې ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د ډېرو او تقریباً ټولو کمیو او ناکامیو تر څنګ یې یوازې یوې برخې (اقتصادي پرمختګ) ته ډېره پاملرنه کړې ده. سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني په پیل کې د ناامنیو د ورکولو او د سولې د راتګ خبرې کولې، خو له وسه یې پورته وه او مجبور شو چې په خپله مسلکي برخه (اقتصاد) کې خپلې مټې ورونغاړي. د دې تر څنګ چې ولسمشر محمد اشرف غني په اقتصادي برخه کې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري؛ د خلکو په وینا چې هره میاشت په میلیونو ډالر د تدارکاتو کمېټې په واسطه سپموي، په ارګ کې یې د بېځایه لګښتونو مخه نیولې، په ښار جوړولو او ټولنیزو چارو وزارت کې یې د لوی فساد مخه ونیوه، د کابل بانک قضیه یې وپلټله او… ، خو د سیاسي ثبات د نشتوالي له کبله یې هر څه له صفر سره مساوي دي.

مخکې له دې چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالات وارزوو، لومړی به د نړۍ د هېوادو یوه بېلګه وړاندې کړو، څو څرګنده شي چې اقتصادي ثبات تر کومه بریده په سیاسي ثبات پورې تړلی.

روسیه چې د نړۍ له پیاوړو او مخ پر ودې هېوادو څخه شمېرل کېږي، د پوځي او نظامي قدرت تر څنګ یې په دې وروستیو کې اقتصادي زور هم له هېچا کم نه و، د دوی د عایداتو ډېره برخه د اروپا بازارونو ته د خپلو تولیداتو له صادرولو په لاس راوړله. خپل اقتصادي او نظامي ځواک ته په کتو سره یې وغوښتل چې د کریمیا موضوع را برسېره کړي. روسیې د کریمیا په موضوع کې ځان ډېر بریالی لیده او تر ډېره یې د زور لاره غوره کړې وه، خو دوی سیاسي قوت او ځواک په بشپړه توګه له پامه غورځولي و، هماغه وو چې د شین کفر (امریکا) سره مخ شول. کله یې چې له امریکا سره سیاسي اړیکې خرابې شوې، امریکا سملاسي د اروپا او امریکا تر منځ د شته هوکړه لیک پر بنسټ له اروپا وغوښتل چې له روسیې څخه په ټولو وارېدېدونکو توکو بندیز ولګوي. له دې پرېکړې وروسته د روسیې اقتصاد ته لوی زیان واوښت او روبل (د روسیې پولي واحد) له نیمایي څخه ډېر ارزښت له لاسه ورکړ. روسیې له یادې پېښې وروسته خپل ټول حیثیت له لاسه ورکړ او ځای په ځای د کریمیا له موضوع لاس په سر شوه.

ولسمشر تر ډېره بریده هڅه کوله چې یوازې له پاکستان سره سیاست وکړي، نوره ټوله نړۍ یې تر شا کړې وه، خو په همدې یوه پاکستان کې هم پاتې راغئ. یو ځل یې سیاسي مخالف یاد کړ، بیا یې د دواړو هېوادو دښمن ګډ وباله، ورپسې یې تفاهملیک!؟ ورسره لاسلیک کړ، له هغې وروسته یې وویل چې تفاهملیک نه دی لاسلیک شوی، بلکې یوازې د سپین کاغذ پر مخ خبرې شوې دي؛ خو وروسته یې یو ډېر توند لیک اسلام آباد ته ولېږلو او پکې ویل شوي وو چې پاکستان ولې تفاهملیک ته ژمن نه دی او له هغې څو ورځې وروسته بېرته پاکستانیو چارواکو څرګنده کړه چې دوی ته هېڅ ډول لیک نه دی لېږل شوی.

دا یوازې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر بې ثباتي وه. همداسې که له هندوستان سره یې اړیکې وڅېړو؛ له پاکستان سره تر وروستیو کرغېړنو خبرو اترو یوازې یوه اونۍ وړاندې یې هندوستان ته سفر وکړ. هندوستان د ولسمشر اشرف غني او ورسره مل پلاوي تر ټولو ښه مېلمه پالنه وکړه، د مېلمه پالنې تر څنګ یې په ټولو رغنیزو، پروژوي، صنعتي، روزنیزو، نظامي او … برخو کې د کلکو او رښتینو همکاریو ژمنه وکړه، خو له پاکستان سره وروستیو بابولالو نه یوازې کړې ژمنې له بېخه زیانمنې کړې، بلکې د هندوستان له خوا روانې تر کار لاندې پروژې هم په ټپه ودرېدې. همداسې که د ولسمشر سیاسي اړیکې له نورې نړۍ سره وڅېړو؛ ولسمشر امریکا ته له سفر وروسته هوډ وکړ چې د اقتصادي مرستو د راجلبولو په موخه کاناډا ته هم سفر وکړي، خو دا چې کاناډا افغانستان ته د یوه کمزوري سیاسي طرف په توګه کتل، له ولسمشر سره د مل پلاوي د ډېرښت په پلمه یې د افغان ولسمشر بلنه رد کړه، چې د مل پلاوي د ډېرښت پلمه هم د افغانستان لپاره د سیاست په ډګر کې بل لوی ګوزار و.

د روسیې او امریکا تر منځ اړیکو ته په کتو او د افغانستان د پورتني سیاسي وضیعت په پام کې نیولو سره په زغرده ویلی شو چې د هېواد د اوسنیو سیاسي شرایطو په پام کې نیولو سره اقتصادي هلې ځلې ډېر ځای نه نیسي. که اوسنۍ اقتصادي هلې ځلې له دوو هيوادو امریکا او پاکستان سره د سیاسي اړیکو په قالب کې واچوو، داسې تحلیل کولی شو: که له امریکا سره مو سیاسي اړیکې ترینګلې شي، افغانۍ مو په خوله لګي، ښایي یوه پاکستانۍ کلداره له افغانۍ څخه دری برابره زیات ارزښت ولري؛ که له پاکستان سره مو په همدې ډول سیاسي اړیکې بې ثباته وي، له پاکستان څخه په ټولو واریدیدونکو توکو بندیز لګوي، او افغانستان خو ۳۰ کاله نور هم نشي کولی چې د پاکستان له وارداتو پرته خپلو ورځنیو چارو ته په عادي توګه دوام ورکړي.

افغان ولسمشر او په ټوله کې افغان دولت ته په کار دي چې لومړی د هېواد سیاسي چارو ته کلکه پاملرنه وکړي او له نورو هېوادو سره سیاسي اړیکې پیاوړې کړي، ځکه سیاسي ثبات د اقتصادي ثبات اصلي مهره دی. د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال جوړه شوې طرحه ډېره بریالۍ ښکاري او باید چې پلې یې کړي. ښاغلي غني د ټاکنیزو کمپاینو پر مهال وویل چې د هېواد په کچه به سیاسي کمېټه وټاکي، چې په دې کمېټه کې به د ښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د هېواد مخکښې سیاسي څېرې راټولې کړي او د هېواد ټول سیاسي واک به ور وسپاري. که ولسمشر غني دا کار وکړي او د یادې کمېټې په مرسته له پاکستان، هندوستان، روسیې، ایران، امریکا او نورو هېوادو سره ښې اړیکې جوړې کړي، ژر ده چې د غني ټولې اقتصادي هلې ځلې به ځای ونیسي او پروژوي افغانستان به په صنعتي افغانستان بدل شي.

408 total views, 2 views today

5 comments

  1. ګل ملوک Reply

    یوه تصحیح: روسیه د کریمیا نه لاس په سر نه، بلکې هڅه کوي، چې نورې اوکرایني سیمې هم د اوکراین د مرکزي حکومت له حاکمیت نه بهر کړي. دا مهال روسیه نه یواځې له کریمیا نه لاس په سر نه بریښي، بلکې هلته یی په لسګونه ملیارده ډالره پانګه آچونه پیل کړې ده

  2. ع. شريف زاد Reply

    بزک بزک نميري که جو لغمان رسيد. د کوم سياست او کوم ثبات ځخه ستا قاموس خبرې کوي د هغه ولس مشر چې په ديارلسو کلونو کې ېې په بليون دالرو کې افغنستان د تباهيو کندې ته واچوه چې اوس د غڼي په منډو د ترميم امکانات نه لري له بلې خوا ستا مثال دکرزي په برخه کې چې د کميټې مشر دې شي د موږک مانا لري واېې چې يو چا کشمش د موږگ په لاس ورکړه چې دا وتله! خو هغه مخکې له تللو څخه ټول خپله وخواړه نو په رښتيا کې که موږ د افغنستان سياسي کړکيچ او بحران د اقتصادي ستونزو او مخنيوي په برخه وڅيړو نو بيادر سره منم ولې د بحران په ګېډه کې د تورم په پيچلي مخ پېچومې کې ستا اقتصاد او سياست بل خو ا روان دى
    کرزي په چپنه کې د افغانستان له اقتصاد سره دومره خيانت کړي چې د اوسني ولس مشر لپاره يوه ستره ناروغي ګڼل کيږي کرزي ټول هېواد د ګداېې پيسو ته، تور مارکيټ ته، د ملوک الطوايفي ګڼو او چڼو، د افراط اوتفريط سرو لمبو ته او د وژنو له منځه وړول هر اړخيزه داړو ته ټيل واهه د کرزي دغه کارونه دې ته هڅوي چې يو څوک بايد دى په کلي کې پرېنږدي خو دي وايي چې اس مې دخان کره وتړه
    افغانستان د بحران او کړکېچ له امله د اقتصادي عرضې او تقا ضا په هکله د نړي=ۍ د هېوادونو په کتار کې د اخر له خو ممکن لومړي يا دوهم هېواد وي او په پاى کې د توپانونو اصلي مهره په خپله کرزي دي چې افغانستان سره ېې ډيرې ناځوانۍ وکړي

  3. Akbary S.S Reply

    محترم ورور ع.شريف زاد صاحب ستاسو تبصره داصل مطلب څخه په ډيرو اقيعتونو استوار دی همداسی دی لکه چی تاسو ليکلی دی تاسو څخه يوه نړی مننه.کامياب اوسي

  4. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. Reply

    Salamoonah;
    Zma pa nazar, tir tszo paxwanyo fesad kaoonko sara hesab kitab wa na si , aw d` lasttony maraan laka ( ttol afghanan pohegy che tszok diye???????) d millat la sara iesta na shy , da warriy na sharriy kegy.
    Paty swa d pokiston saderaty mevad!; haghoy torlingy de d hiramanddyi badlaminy pre marry krry, zmong yi ddoy mordaro kachalo ghwarriyo; paporr; gol-ecshaly etc. na roja da!
    Afghanistan yew waxt d`Asia kandu wo. Oos ham Turkiye; turkmenistan, Iran etc.. ( aw pa xpala afghany bazgeran aw baghwanan ) domra xwarri tevlidwly si che la lojy na ba na-mroo. : Marg la tandy pa mezheb zima behter dy
    Ni Jwandoun d` doon(pest) hemato per oobo!

  5. نجیب الله Reply

    صاحبه
    لومړی خو دې د کریمیا او روسیې په اړه تبصره غلطه او په ناکره مالوماتو ولاړ تحلیل دی. دوهم خبر دا چې د افغانستان اوسنی سیاسي او اقتصادې بي ثباتي د تیرو دیارلسو کلونو فساد، خودسریو، بي کفایتي او بي توجوهي محصول دی. د سلګونو میلیاردو ډالرو له راتګ سره سره بیاهم هیڅ بنیادي کار ندی شوی. په هر څه کې مبالغه شوي او ولس ته غلط مالومات او دروغ ویل شوي وو. د کرزي کابینه او لوړ رتبه مامورین نه تنها غیر مسلکي و بلکې تنظیمي او متعصب هم و. همدا دلیل دی چې نن د سلو هیوادونو د عسکرو له وتلو وروسته، د زرګونو موسساتو او دفترونو له بندیدلو وروسته مونږ دي حالت کې قرار لرو چې هیڅ هم نلرو.
    پاته شوه د اشرف غني د بهرني سیاست موضوع نو هلته دې هم سر چوک تحلیل کړی. صاحبه د کرزي د بهرني سیاست په دلیل مونږ له پاکستان سره دیارلس کاله حتا په دې هم پوه نشوو چې طالب زمونږ ورور دی، دښمن دی، مخالف دی او که د کرزي شریکان دي. له امریکا سره یې د بي ځایه سرټمبګې او غلط سیاست نتایج هم ټولو ولیدل.
    په ټوله کې ویلای شو چې اشرف غني ته یو ناکام او له کاره لویدلی دولت ور وسپارل شو او د یوه ویجاړ او لویدلي دولت بیرته په پښو درول اوږدې مودې او د ملت همکاري ته اړتیا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2