Categories

اعلان

Loading…

د اروپا لویه وچه/ احسان الله ارینزی

ښاغلي احسان الله ارینزي د نړۍ د پنځو لویو وچو د طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخي جغرافیې په اړه د خپل اثر (د نړۍ هینداره) معلومات بیا بیا تازه کوي او د تاند له لارې یې پر لوستونکو پیرزو کړي دي.

دا هم د دې لړۍ لومړۍ برخه چې د اروپا د لویې وچې په اړه ده.

———————————————–

طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخي جغرافیه

د اروپا نوم غالباً د ایریبا Eriba له سامي کلمې څخه اخستل شوې چې لویدیځ یا لمر پریواته مانا لري.

اروپا له آسیا، امریکا او افریقا څخه وروسته د نړۍ څلورمه لویه وچه ده.

لویې وچې (آسیا، افریقا، اروپا، امریکا او اوقیانویسه) د نړۍ هغه برخې دي چې په طبیعي توګه یو له بل څخه لږ او ډېر جلا یا لیرې پرتې دي. انترکتیکا یا قطب د ځمکې کنګل برخه ده چې دایمي استوګن نه لري.

اروپا د طبيعي او انساني جغرافیې له پلوه داسې ځانګړتياوې لري چې د هغې په وجه له نورو وچو څخه پېژندل كېږي. دلته به د دغه لويې وچې پېژندنه په دوو برخو (طبيعي او انساني) كې وړاندې شي.

الف: طبيعي جغرافيه:

جغرافيايي موقعيت:

اروپا د نړۍ له دريو پخوانيو لويو وچو څخه ده. اروپا د آسيا په شمال لويديځ كې يوه كمكۍ ټاپووزمه او افريقا د آسيا په جنوب لويديځ كې يوه منځنۍ لويه وچه ده. آسيا د اروپا او افريقا څنګ ته پرته او د دواړو تر مينځ د پل حيثيت لري. دغه درې واړه لويې وچې پخوا په ګډه د (برقديم يا پخوانۍ وچه) په نامه يادېدلې. نامتو جغرافیه پوه الکساندر هومبولد Alexander Von Humibadt اروپا او آسيا (یورشیا Euro Sia) بللې ده.

ټوله اروپا په ختيځه نيمه كره كې پرته ده، خو د ګرينويچ د نصف النهار له مخې ايرلند، پرتګال، آيسلند، اسپانيا او د برتانیا او فرانسې لويديځې برخې په لويديځه نيمه كره كې او پاته ټول اروپايي هېوادونه په ختيځه نيمه كره كې موقعيت لري. آسيا ته د اروپا ډېره نژدې او نښتې برخه د روسيې خاوره ده، په داسې حال كې چې د اروپا په شمال كې، افريقا ته د اروپا ډېر نژدې هېواد اسپانيا دى. د اروپا لويه وچه د استوا له كرښې څخه 400 واټن لري.

د اروپا لويه وچه د شمالي عرض البلدونو د 820 – 20¢، د جنوبي عرض البلدونو د 340 – 10¢، د لويديځو طول البلدونو د 720 – 30¢ او د ختيځو طـــول البلدونو د  730-10¢ تر مينځ موقعيت لري. په بله ژبه د اروپا تر ټولو شمالي برخه د ډنمارك د ګروينلند د ولف لند Wolf land او پيري Piri څنډې او د ناروې د اسپيستركن ټاپو جوړوي او تر ټولو جنوبي برخه يې د اسپانيا په لويديځ او د مراكش (المغرب) په شمال كې د جبل الطارق په تنګي، د ايتاليا د ساردني په ټاپو او د يونان په سيند پاى ته رسي. د اروپا ختيځ لور ته آسيايي سايبيريا، تور سمندرګى او آسيايي تركيه او لويديځ لور ته د شمالي اتلانتيك (اطلس) سمندر موقعيت لري.

پراخوالی: د (نړۍ هېنداره) د آسیا او اوقیانوسیه (استرالیا) په لومړیو او دوهمو کتابونو کې د ټولې نړۍ او پنځو لویو وچو پراخوالی (مساحت) د Km² په حساب راغلی او لیکل شوی چې په دې ارقامو کې وچې ځمکې په پام کې نیول شوي او دا هم ویل شوي چې له بده مرغه دا ارقام په بېلابېلو اخځونو او منابعو کې یو شان نه دي او توپیرونه لري.

د مثال په توګه Mapsotworld.com د نړۍ د بېلابېلو لویو وچو مساحت داسې لیکې:

آسیا

افریقا

امریکا

اروپا

استرالیا

انترکتیکا

ټوله نړۍ

44579000 Km²

30420000 Km²

47549000 Km²

10180000 Km²

8536716 Km²

14000000 Km²    155264716 Km²

45 هېوادونه

54 هېوادونه

35 هېوادونه

48 هېوادونه*

14 هېوادونه

(قطب)

196 هېوادونه

*(د ترکیې په ګډون)

نوټ: امریکا اصلاً دری برخې لري. شمالي، جنوبي او منځنۍ. د شمالي او منځنۍ امریکا پراخوالی چې 23 هېوادونه لري 29709000 Km² او د جنوبي امریکا (12 هېوادونه) 17840000 دی.

Wikipedia.com پاسني ارقام په دې ډول راوړي:

  1. آسیا 43820000 Km² یا 16920000 ميل مربع – د ځمکې 5%
  2. افریقا 30370000 Km² یا 11700000 ميل مربع – د ځمکې 4%
  3. شمالي امریکا 24490000 Km² یا 9460000 ميل مربع – د ځمکې 5%
  4. جنوبي امریکا 17840000 Km² یا 6890000 ميل مربع – د ځمکې 0%
  5. اروپا 10180000 Km² یا 3930000 ميل مربع – د ځمکې 8%
  6. استرالیا 9008500 Km² یا 3748000 ميل مربع – د ځمکې 2%
  7. انترکتیکا 13720000 Km² یا 5300000 ميل مربع – د ځمکې 2%

توله نړۍ 148647000 Km² یا 57393000 ميل مربع

یوې بلې معتبره منبع World Almanac 2013 همدا ارقام داسې ثبت کړي دي:

  1. آسیا 31119378 Km²
  2. افریقا 29641857 Km²
  3. امریکا 40511762 Km²
  4. اروپا 22167994 Km²
  5. استرالیا 8490074 Km²
  6. انترکتیکا 14000000 Km²
  7. ټوله نړۍ 146012065 Km²

د دې له پاره چې د هر ډول سو تفاهم مخه ونیول شي، د نړۍ هېندارې په دې کتاب (اروپا) او راتلونکی کتاب (امریکا) کې به، د افریقا په شان د Wikipedia ارقام په پام کې ونیسو چې له ډېرو معتبرو اځونو سره سمون یا نژدیوالی لري.

په دې حساب د نړۍ د وچو پراخوالی 148647000km2 او د اروپا 10180000km2 یا 3930000 میل مربع دی چې د ټولې نړۍ 6.8% کېږي او 47 هېوادونه لري.

پاته دې نه وي چې د ټولې نړۍ پراخوالی 512037240km2 یا 196937400 میل مربع دی. په دې حساب پنځو لویو وچو د ځمکې 29.1% برخه نیولې او پاته 70.9% اوبه دي.

څلور خواوې:

شمال: شمالي كنګل سمندر.

جنوب: د مدتيرانې سمندرګى او د جبل الطارق تنګى او بيا د افريقا لويه وچه.

ختيځ: اورال غرونه چې په روسيه كې د آسيا او اروپا د لويو وچو د بېلتانه طبيعي پوله بلل كېږي، تورسمندرګى او د تركيې د جمهوريت آسيايي برخه.

لويديځ: د شمالي اتلانتيك (اتلس يا اطلس) سمندر او بيا ډېر ليرې د امريكا لويه وچه.

لوى غرونه: د اروپا ډېر هېوادونه غرونه لري. د سکاندنیاویا هېوادونو، شمالي سکاتلند او ایرلند غرونه زاړه دي چې په ځینو کې (ناروې) د کنګلونو د وخت نښې هم ښکاري. د لویدیځې او منځنۍ اروپا غرونه لږ ځوان دي. دا غرونه له جنوبي ایرلند څخه پیل کېږي، مخ په ختیځ د انګلند له جنوب ختیځو سیمو او د ایفل له درې څخه تیرېږي او د فرانسې تر منځنیو برخو، لویدیځې جرمني او پولند پورې رسي. د دې غرونو لمنې ښې کرنیزه ځمکې او کاني شتمنۍ (د وسپنې ډبرې او د ډبرو سکاره) لري.

د اروپا ډېره نامتو لړۍ (الپ) نومېږي چې ځوان غرونه (د جیولوجي دوهم او درېیم عصر) دي، اصلي بدنه یې په سویس، اتریش، ختیځه فرانسه او ایتالیا کې غځېدلي او څانګې یې په ایتالیا کې اپی کنین Appennine، په فرانسه کې وزج Wosge او ژورا، په جرمني کې (تور منګل)، په پخوانۍ یوګوسلاویا کې دیناریک په پخوانۍ چک سلواکیا کې او روسیه کې کارپات، په یونان کې پندوس Pendus او د فرانسې او اسپانیا تر منځ پریسي Pyreree نومېږي.

الپ په منځنۍ توګه 4000m لوړ دی او ځينې برخې یې لکه مونت بلان 4810m M Blank جګوالی لري.

د الپ شمال او شمال لویدیځ ته د هر سیستان Hercviniens او نورې ږړې لړۍ غځېدلي چې ځینې غرونه یې د طبعي عواملو له امله لږ اوار شوي لکه د اسپانیا جګه سطحه (سیرا Siera) د فرانسې لوړې ځمکې، د جرمني تور ځنګل (ادرنس Adrennes ایفل او بوهیمیا او داسې نور.

د روسیې غرنۍ سیمه اورال Ural(د جیولوجي لومړی عصر) نومېږي. اورال له شمال څخه جنوب ته پراته دي، جنوبي لړۍ یې تر شمالي دا ټیټی دي. د اورال منځنۍ درې د تګ راتګ مخه نه نیسي، له همدې امله د ماسکو سایبریا اورګاډی د اورال په درو کې غځېدلي.

د اروپا غټ او نوموتي غرونه دا دي:

شار Sar، پليستر Pelister، كركونوشه Krkonose، شومووا Sumava، رودوسكا Rodoska، د فرانسې منځني غرونه لكه مون او اورني، وژس Vosges، ژورا Jure، آلپ Alpe، پيرنه Pyrenees، مونـت بـلانك Mont – Blanc، واتز مان Watzmann، فلدبرګ Feldberg، فيشتلبرګ Fichtelberg، وتراشتاين Wetterstein، سرادوسا Sierradossa، سانتودومونجيك Santademonchiquc، ګرامپاين Grampian، پنين Panines، كامبرين Cambrian ، اپنينAppennin ، سيسلي Cisli، تورنيو Tornio، كاليكس Kalix، رودوپ Rhodope، تونجا Tonga، ديناريك Dinaric، پيندوس Pindus، دينارا Dinara، كامشنيتسا Komesnica، ګولم كوراب Golem Korab، كركونوشه Krkonose، كارپات Karpat، اورال Ural، يابلونوى Vablonovy او كامچاتكا Komchatka.

لوړې څوكې:

شمېر د څوكې نوم اړوند غر هېواد جګوالى/ m
1 مونت بلان آلپ فرانسه 4810
2 دوم آلپ سويس 4632
3 ويزهورن آلپ سويس 4598
4 ګراند كومبين آلپ سويس 4355
5 بن نويس بن نويس برتانیا 1343
6 تريګلاو تريګلاو سلوانيا 2864
7 ګليترتيند ګليترتيند ناروې 2469
8 هونا دالشنوركور آيسلند 2919
9 موناموګي استونيا 318
10 هوراهوورلا كارپات اوكراين 2061
11 رومنكش كارپات اوكراين 1545
12 هالتي فنلند 1328
13 وايلد اشپيتز اتريش 3830
14 ګروس كلوكنر اتريش 3798
15 هوشګولينك اتريش 2750
16 تيتانو تيتانو سان مارينو 755
17 ګروس پيتز ګروس پيتز لختينش تاين 2599
18 ماترهورن آلپ سويس 4588
19 جريچوګا كارپات سلواكيا 2700
20 دوفورس پتز جورا سويس 4634
21 ويزو آلپ ايتاليا 3900
22 فينسترا آرهورن آلپ سويس 4354
23 كورابت آلپ البانيا 2753
24 تومور پيندوس البانيا 2590
25 ولوجيك ولوجيك بوسنيا او هرزګوينا 2336
26 ريسي كارپات پولند 2499
27 كلپوش سكايا روسيه 4849
28 ګرانات شايا پولكا روسيه 3745
29 اولمپوس ديناريك (آلپ) يونان 2917
30 پارتاسوس ديناريك (آلپ) يونان 2498
31 كبني كايس سويډن 2111
32 برنينا آلپ ايتاليا 3120
33 كورنو آلپ ايتاليا 269

مهم سيندونه: د اوبو د شبكو غزېدنه او څرنګوالى د هرې سيمې په ځمکني جوړښت او اقليم پورې اړه لري. په اروپایي هېوادونو كې ډېر ورښت كېږي. د دغه ورښت له امله په اروپا كې غټ – غټ سيندونه بهېږي. چې د برېښنا توليد، د بېړۍ چلولو او د ځمكو د خړوبولو له پاره كار اخستل كېږي.

د اروپا سيندونه د آسيا او امريكا له غټو او اوږدو سيندونو سره سيالي نه شي كولاى. د بېلګې په توګه د اروپا د (دانيوپ) ستر سيند د آسيايي سايبريا د اوبى Obe د نامتو سيند او يا د آمازون، نيل، مسي سي پي، هوانګهو او يا ګنګا د سيندونو په شان غټ نه دي.

د اروپا د لويې وچې ډېر سيندونه لنډ بهېږي او اوبه يې د مديترانې سمندرګي، بالتیک اطلس سمندر او شمالي كنګل سمندر ته ورځي. د اروپا د لويې وچې اوږده او غټ سيندونه دا دي:

شمېر د سيند نوم هېواد اوږدوالى په km له كوم سمندرګي او يا سمندر سره يو ځاى كېږي
1 والګا رويسه 3690 كسپين سمندرګى
2 دانيوپ روسیه 2850 تور سمندرګى
3 اورال روسيه 2396 كسپين سمندرګى
4 د نيپر روسيه 2253 تور سمندرګى
5 دون روسيه 1967 آزوف- د تور سمندرګي
6 پچورا روسيه 1814 بازتس – شمالي كنګل سمندر
7 دنيستر روسيه 1411 تور سمندرګى
8 راين جرمني 1380 شمال ستر سيند
9 ويستول پولند 1070 بالتيك سمندرګى
10 لوار فرانسه 1000 اطلس سمندر

ستر سيندونه: دا هغه سيندونه دي چې له هېوادونو څخه بهر، د سمندرونو په څنډو كې ورو خوځي. لكه:

1- د بارنتس Barents ستر سيند د روسيې، ناروې او سويډن په شمال كې.

2- د ناروې ستر سيند، د ناروې په لويديځ او د آيسلند په ختيځ كې.

3- د شمال ستر سيند، د انګستان په ختيځ او د ډنمارك، جرمني، هالند او بلجيم په لويديځ كې.

4- د ريوني ستر سيند، د يونان په لويديځ او د ډنمارك، جرمني، هالند او بلجيم په لويديځ كې.

5- د ايرلند سترسيند، د ايرلند او برتانیا تر مينځ.

6- د مانش ستر سيند، د فرانسې په شمال لويديځ او د برتانیا په جنوب كې.

سمندرګي: د اروپا ډېر سمندرګي له اطلس او شمالي كنګل سمندرونو څخه هغه رابيلې شوې اوبه دي چې په وچو كې راګير دي. د اروپا غټ سمندرګي دا دي:

  • تور سمندرګى (د بالكان د ټاپووزمې په ختيځ كې).
  • آزوف (د تور سمندرګي په شمال او د اوكراين په جنوب ختيځ كې).
  • مرمره (د تور سمندرګي په جنوب لويديځ كې د تركيې او مقدونیه تر مينځ).
  • ايجن (د يونان په ختيځ او د تركيې په لويديځ كې).
  • ادرياتيك (د ايتاليا په ختيځ او د كروشيا په لويديځ كې).
  • مدتيرانه (د اروپا په جنوب كې).
  • بالتیک د سویدن په جنوب ختیځ کې.

سمندرونه: د اروپا د لويې وچې دوو خواوو ته دا سمندرونه پراته دي:

  • شمالي كنګل سمندر، د اروپا په شمال كې.
  • اتلانتيك (اتلس – اطلس) سمندر، د اروپا په لويديځ كې.

ولاړې اوبه (جهيلونه): اروپا د ولاړو اوبو د ډنډونو له پلوه د آسيا له ټاپو وزمې سره سيالي نه شي كولاى. د اروپا د اوبو ستر ډنډونه دا دي:

  • اونګا Onega په روسيه كې. پراخوالی 9900km2، منځنی ژوروالی 124m،
  • لادوګا Ladoga په روسيه كې. پراخوالی1830km2، منځنی ژوروالی 223m
  • پپوس Peipus په روسيه كې. پراخوالی3583km2، منځنی ژوروالی15m ،
  • ونر Wener په سويډن كې،
  • وتر Wetter په سويډن كې،
  • ملار Malar په سويډن كې. پراخوالی1140km2 ، منځنی ژوروالی64m،
  • لمان Lemon په سويس كې. پراخوالی2200km2 ، منځنی ژوروالی10m ،
  • بالاتون Ballaton په هنګري كې. پراخوالی591km2 ، منځنی ژوروالی11m ،
  • ماګيورى Maggiore په ايتاليا كې،
  • كومو Como په ايتاليا كې،
  • ګارادا Garda په ايتاليا كې. پراخوالی370km2 ، منځنی ژوروالی346m ،
  • مورتيز Muritz په جرمني كې،
  • ديناريDenarri په فنلند كې. پراخوالی1385km2 ، منځنی ژوروالی80m
  • سیما Seema په فنلند كې. پراخوالی400km2 ، منځنی ژوروالی58m ،
  • پيليز Pielis په فنلند كې،
  • نيګ Neegh په ايرلند كې. پراخوالی398km2 ، منځنی ژوروالی34m ،

نوټ: د اروپا د ولاړو اوبو تر ټولو ستر ډنډ، لادوګا دى چې په روسيه كې موقعيت لري.

خليجونه: د اروپا د هغه هېوادنو پولې چې د سمندرونو او سمندرګيو له اوبو سره جوخت پراته دي، ډېر غوڅوالى لري. همدغه غوڅوالى خليجونه جوړوي. د اروپا د لويې وچې غټ خليجونه دا دي:

  • بريستول (د برتانیا په جنوب لويديځ كې)،
  • ليورپول (د برتانیا په لويديځ كې)،
  • موراى Mory (د اسكاتلند – برتانیا په شمال كې)،
  • بوتني Bothnia(د سويډن په ختيځ كې)،
  • فنلند (د فنلند په جنوب كې)،
  • زويدزره (د هالند په شمال كې)،
  • والنسيا Valencia (د اسپانيا په ختيځ كې)،
  • تارانتو Taranto(د ايتاليا په جنوب كې)،
  • ليون (د فرانسې په جنوب ختيځ كې)،

10- بيسيكاوي Biscay (د فرانسې په لويديځ كې چې د اروپا تر ټولو ستر خليج دى)،

11- جنوا (د ايتاليا په جنوب او د موناكو په ختيځ كې)،

تنګې لارې (كانال): په اروپا كې هغه نامتو تنګي چې دوه سيندونه، دوه ستر سيندونه او يا دوه سمندرونه سره نښلوي دا دي:

  • جبل الطارق، د اسپانيا په جنوب كې چې د اطلس سمندر له مدتيرانې سمندرګى سره نښلوي،
  • مانش، د فرانسې په شمال كې چې د شمال ستر سيند د مانش له (ستر سيند) سره نښلوي،
  • سنت جورج، د برتانیا په لويديځ كې چې د ايرلند ستر سيند د اطلس له سمندر سره نښلوي ،
  • شمال كانال، د شمالي ايرلند (الستر) په ختيځ كې چې د ايرلند ستر سيند له اطلس سمندر څخه سره نښلوي،
  • اسكارژاك، د ډنمارك په شمال كې چې د شمال ستر سيند له بالتيك سمندرګي سره تړي،
  • مسينا، د ايتاليا په ډېره جنوب ختيځ څنډه كې چې د ايتاليا او د دغه هېواد د سيسلې د ټاپو تر مينځ موقعيت لري او د ايوني ستر سيند د ايتاليا په لويديځ كې له مدتيرانې سمندرګي سره نښلوي،
  • اوترانتو Otranto، د البانيا په لويديځ كې چې د ادرياتيك سمندرګى له ايونى (ستر سيند) سره نښلوي،
  • كرچKertch ، د كريمیا د ټاپو وزمې په ختيځ كې چې تور سمندرګى له آزوف سمندرګي( سره تړي،
  • كولا Cola، د روسيې په شمال لويديځ كې چې سپين سمندرګى له بارنتس ستر سيند سره نښلوي،

ټاپوګان: د اروپا غټ ټاپوګان دا دي:

  • ايسلند، د اروپا په شمال لويديځ، اطلس سمندر كې،
  • برتانیا، د اروپا په لويديځ ، اطلس سمندر كې،
  • ايرلند، د اروپا په لويديځ، اطلس سمندر كې،
  • ساردني Sardegne، د ايتاليا په لويديځ، مدتيرانه سمندرګي كې،
  • سيسلي، د ايتاليا په جنوب لويديځ كې،
  • كرس Corse(كورسيكا)، د ايتاليا په لويديځ كې
  • مانوركا Menorca، د اسپانيا په ختيځ، مديترانه سمندرګي كې،
  • مالوركا Melarca، د مانوركا په لويديځ لور كې،
  • رودس Rodos، مديترانه سمندرګي،

10- ګوتلند، د سويډن په ختيځ، په بالتيك سمندرګى كې،

11- ساريما Sarema، د سويډن په ختيځ، بالتيك سمندرګي كې،

12- نووايا – زيميليا، د روسيې په شمال، شمالي كنګل سمندر كې،

13- وايګاچ Waigatch، د روسيې په شمال، شمالي كنګل سمندر كې،

14- كولګويف Kolgujev، د روسيې په شمال، شمالي كنګل سمندر كې،

15- شتلند، د برتانیا په شمال، د ناروې په ستر سيند كې،

16- مان Man، د برتانیا لويديځ ته، د ايرلند په ستر سيند كې،

ټاپووزمې: د اروپا غټې ټاپووزمې دا دي:

1- بالكان، د مديترانې په سمندرګي كې(د يونان، البانيا، بلغاريا، صربيا، مونتينګرو، مقدونيا، بوسنيا او هرزګوينا، كروشيا او اروپايي تركيې په ګډون).

2- كريمیا، په تور سمندرګي كې،

3- ايتاليا،

4- ايبري، د اروپا په جنوب ختيځ كې(د پرتګال او اسپانيا د هېوادونو په ګډون)،

5- كانين Kanin، د روسيې په شمال، شمالي كنګل سمندر،

6- كولا Kole، د روسيې په شمال، شمالي كنګل سمندر كې،

7- اسكانديناويا، د اروپا په شمال لويديځ كې(د ناروې او سويډن هېوادونو په ګډون)،

8- بروتاني، د فرانسې په شمال لويديځ كې،

د ټاپو ګانو ټولګې:

  • هيبرايد Hebrides، د اطلس په سمندر كې، د برتانیا په شمال لويديځ كې،
  • اوركني Orkney، د برتانیا په شمال كې،
  • شتلند Shet landes، د برتانیا په شمال كې،
  • آهونانماا Ahvwvanmaa، د بالتيك په سمندرګي او د فنلند په جنوب لويديځ كې،
  • اسوالبارد Svalbard يا اسپيستزبرګن Spit sberge، د ناورې په شمال لويديځ، د ناروې په ستر سيند كې.
  • لوفوتن Lofoten، د ناروې په شمال لويديځ، د ناروې په ستر سيند كې،
  • لويديځ فرنيريان West Frisien، د هالند په شمال، شمال ستر سيند كې،
  • كاناري، د اسپانيا په لويديځ، اتلس سمندر كې،
  • سيكلاد Cyclades، د يونان په ختيځ، مديترانه كې،

10- دودكانز Dodecanese، د يونان په ختيځ، مديترانه كې،

11- ايونيان Ionian ، د يونان په ختيځ، مدتيرانه كې،

نوټ: هيرايد د اروپا د ټاپوګانو تر ټولو ستر ټولګى دى.

اقليم : د اروپا هوا د نړۍ د هغو سيمو په پرتله چې له اروپا سره په ګډ (يو) جغرافيايي عرض كې پرتې دي، په څو دليله معتدله ده.

لومړى: ډېره اروپا د نړۍ د معتدله هوا په سيمه كې پرته ده. د اروپا يوه كوچنۍ برخه په شمالي كنګليزه سيمه كې موقعيت لري چې هوا يې ډېره يخه ده.

دوهم: د اروپا ډېر غرونه جګ نه دي او د دغه لويې وچې منځينو سيمو ته د سمندرونو او مديتراني د اوبو د لندبل د ننوتلو مخه نه شي نيولاى.

درېيم: د (ګلف استريم) په نامه د اوبو تود بهير د اروپا په لويديځو برخو كې تېرېږي. دا بهير د اروپا د لويې وچې د ډېرو برخو هوا نرمه او ښه ساتي. اروپا د هوا له پلوه په څلورو برخو باندې وېشل كېږي:

الف- مديترانه اي سيمه: د اروپا جنوبي برخې په دغه اقليمي سيمه كې راځي. د دی سيمې هوا په ژمي كې ښه او په دوبي كې توده ده. باران په دی سيمه كې مني او ژمى اوري، د مديترانې د ساحلي سيمو په هېوادونو كې اسمان ډېر شين او روښانه ښكاري او دوړې نه لري.

ب- د اطلس سيمه: لويديځه اروپا اطلسي هوا لري. په دی سيمه كې ژمي او دوبي هوا ښه او معتدله ده. د اطلس د سمندر بادونه د دې سيمې هوا لنده ساتي. د اطلس اقليمي سيمه د كال په ډېرو مياشتو كې په وريځو پوښلې او هر وخت ورښت پكې كېږي. ژمي مهال د دې ورښتونو اندازه ډېرېږي.

ج- وچه سيمه: منځني او ختيځه اروپا په دغه اقليمي سيمه كې راځي. په دې سيمه كې د لندبل د كموالى له امله د ژميو او دوبيو هوا ډېر توپير مومي. په بله ژبه د منځني او ختيځې اروپا هوا په دوبيو كې ډېره توده او په ژميو كې ډېره سړه ده. د اروپا په دې اقليمي سيمه كې چې د مديترانې او اطلس له اوبو څخه لږ ليرې پرته ده، لندبل او ورښت لږ دى چې دوبي مهال وي.

د – شمالي سيمه: د روسيې شمالي سيمې او د سكانديناويا د ټاپو وزمې ډېرې برخې په دې اقليمي سيمه كې راځي. هوا په دی سيمه كې شمالي قطب ته د نژدېوالي په توسن ډېره سړه ده او واوره ډېره پكې اوري. د اروپا د دې اقليمي سيمې سيندونه د هوا د سړوالى له امله، هر كال له 5 څخه تر 8 مياشتو پورې كنګل وي. د دې سيمې سړه هوا كله نا كله د اروپا د ختيځو او شمال مركزي سيمو پر هوا هم سړه اغېزه كوي.

ناويلې دې نه وي پاتې چې د اروپا لويديځ هېوادونه ډېره لنده هوا لري او دا ځكه چې د اطلس د سمندر د لندبل څپې ژر ورسېږي او ورښت پكې ډېر دى.

نورې جغرافيايي ځانګړتياوې:

اروپا د آسيا او افريقا د لويو وچ په شان دښتي او ډاګونه نه لري او ډېره خاوره يې په ګڼو شنو ځنګلونو پوښلې ده. له ځنګليزه غرنيو سيمو څخه ورلاندې څړځايونه او كرنيزه ځمکې پيل كېږي. اروپا د خپل طبيعي جوړښت له مخې په 8 برخو وېشل كېږي:

  • شمال لويديځه سيمه: په برتانیا كې (سكاتلند) او (پناين) او په فرانسه كې د (ماسيف سانترال) په شان غرونه په دغه جغرافيايي سيمه كې پراته دي.
  • د اوارو جګو ځمکو ختيځه – لويديځه سيمه: دا ستره جلګه د اروپا له لويديځ څخه تر ختيځ پورې اوږده پرته ده. د مانش له سترسيند څـــخـــه ها خوا ته د لندن حوزه، د فرانسې شمالي سيمې او د پاريس حوزه، د بلجيم او هالند شمالي برخې، د شمالي جرمني، روسيې او پولند اواره ځمکې په دغه جغرافيايي سيمه كې راځي.
  • شمالي سيمه: په دې سيمه كې هغه دوه جلا برخې راځي چې سكانديناويا نومي. د سكاندنياويا د ټاپو وزمې په لويديځه برخه كې د ناروې او سويډن هېوادونه پراته دي چې د غرونو يوه پلنه لړۍ يې له شمال څخه جنوب لويديځ ته غځېدلې ده، خو د همدغه ټاپووزمې په ختيځو او جنوبي برخو كې داسې پراخه اواره ځمکې پرتې دي چې شمالي قطب ته د نژدېوالي په توسن د اروپا د منځنيو كرنيزو ځمکو ښېګڼې نه لري.
  • جنوب لويديځه سيمه: په دې سيمه كې د ايبريا د ټاپو وزمې دوه هېوادونه اسپانيا او پرتګال راځي. د دې ټاپو وزمې ډېره خاوره په غرونو پوښلې ده. د اروپا د دې جغرافيايي سيمې په شمال ختيځ كې د (پېرنه)، په شمال لويديځ كې د (كانتابريان)، په ختيځ كې د (ايبري)، په لويديځ كې د (منځنۍ سايبريا) او په جنوب كې د (سيرانوادا) غرونه پراته دي.
  • جنوبي سيمه: په دې سيمه كې د غرونو هغه لړۍ راځي چې په شمالي پولو يې د منځنۍ اروپا غرونه او په جنوب كې يې د مديترانې د سمندرګي اوبه پرتې دي. دا هغه غرونه دي چې د ايتاليا ټوله ټاپو وزمه يې نيولې ده او د ايتاليا د ملا د تير په نامه بلل كېږي.
  • منځنۍ سيمه: د منځني اروپا ټول هغه هېوادونه چې د غرونو په يوه جال كې پراته دي، د اروپا په منځني جغرافيايي سيمه كې راځي. دغه غرونه دا دي: د تور ځنګل يا (شورا تزولد) غرونه په جرمني كې، د آلپ د غرونو لړۍ د ايتاليا په شمال كې، د بوهم غرونه د چك او سلواك په هېوادونو كې او د اتريش د آلپ غرونه
  • د بالكان د ټاپو وزې سيمه: په دغه سيمه كې د رومانيا د ختيځو او د هنګري د اوارو ځمکو څخه پرته، نور ټول هېوادونه غرني دي. د چك او سلواك په هېوادونو كې د (كارپات)، د پخواني يوګوسلاويا په ځينو هېوادونو كې د (ديناريك آلپ) او په يونان كې د (پيندوس) غرونه په دې سيمه كې د يادولو وړ دي.
  • ختيځه سيمه: دا سيمه چې شمال ته يې د روسيې شمالي اواره ځمکې او جنوب ته د روسيې ختيځې – لويديځې اوارې ځمکې پرتې دي، ټوله د روسيې په خاروه كې پرته ده چې د كرنې له پاره ډېرې په زړه پورې دي.

د اروپا شمالي او جنوبي پولې د ګڼ شمېر ټاپوګانو او ټاپو وزمو د درلودلو له امله ډېرې غوڅې دي او ګڼ خليجونه لري. د اروپا ډېرې منځنٰۍ ځمکې په شنو غرونو او يا ښېرازه جلګه یي ځمکو ډكې دي چې پريمانه اوبه لري او ښه حاصل وركوي.

اروپا د آسيا په شان درې غټې ټاپو وزمې لري. عربستان، هندوستان او مالاكا د آسيا او بالكان، ايبري او ايتاليا د اروپا.

اروپا د طبيعي جغرافيې له پلوه په دوو برخو وېشل كېږي: ختيځه برخه چې پلنه ده او په ځينو برخو كې نږدې 2000km پراخوالى لري. دوهم لويديځه برخه چې سواحل يې ډېر غوڅوالى لري او په شااوخوا اوبو كې ډېر ټاپوګان لري لكه د بالتيك، شمال، مانش، تيرني، آدرياتيك او مديترانې سيندونه او سمندرګي او د برتانیا ټاپو او د اسكانديناويا، ژوتلند، ايبريا او ايتاليا ټاپووزمې. د اروپا د دغه برخې منځى سور (پلنوالى) 400km دى.

ب – بشري جغرافيه:

نفوس: د نړۍ له 6377641642 نفر (2014) څخه 729389373 نفر يا 11.4% كسان په اروپا كې مېشت دي. دا شمېره په كال 1950 ميلادي كې 546415793 نفره وو او په 2025 كې به د اروپا د نفوسو د زياتوالى (يا كموالى) د سلوالې له مخې 715456241 نفره شي.

د اروپا په هر Km2 خاوره كې په منځني توګه 32 كسان ژوند كوي. دا رقم په آسيا كې 125، په افريقا كې 29، په امريكا كې 23 او په اوقيانوسيه (استراليا) كې 4 دى.

نوبت: په پاسنۍ محاسبه كې د روسيې د نفوسو او مساحت ارقام د ټولې سايبريا په ګډون په پام كې نيول شوى دى.

ښكاره ده چې د اروپا د لويې وچې په بېلابېلو برخو كې د خلكو استوګنه يو شان نه ده. په هغه سيمو كې چې هوا ښه او ځمکه پريمانه ده او يا د دغه لويې وچې په سياسي او اقتصادي مراكزو او ساحلي سيمو كې ډېر خلك مېشت دي. د اروپا په شمالي سړو سيمو او د (اروپا) او روسيې په ختيځو برخو كې لږ خلك اوسېږي، په داسې حال كې د مديترانې په شااوخوا هېوادونو او همداراز په منځني اروپا كې ډېره خلك استوګن دي.

انساني ټولنې: د اروپا ډېر اوسېدونكي سپين پوستي دي. روسان د اروپا تر ټولو ستره انساني ډله ده. له دې وروسته جرمنان راځي چې په جرمني، اتريش او سويس كې اوسي. له جرمنانو څخه وروسته لاتين، فرانسوي او انګلوساكسون دي چې په ترتيب سره په اروپا كې درېيم، څلورم او پنځم ځاى نيسي.

نژاد: سپين. له يو شمېر ژړ نژاده خلكو څخه پرته چې په روسيه او د ختيځې اروپا په ځينو نورو هېوادونو څخه مېشت دي، په اروپا كې يوازې سپين پوستكي خلك اوسي. په دې وروستيو لسيزو كې يو شمېر تورپوستكي او آسيايان (او په دې لړ كې افغانان)اروپا ته لېږدېدلي او هلته استوګن شوي. د اروپا سپين پوستكي خلك په دې دريو لويو ډلو باندې وېشل كېږي:

  • جنوبي (يوناني يا لاتين) قومونه چې د ايتاليا په جنوبي او جنوب لويديځو هېوادونو كې پراته دي. د ايتاليا، د بالكان د ټاپو وزمې، اسپانيا، فرانسې او د بلجيم يو شمېر خلك په دې ډله كې راځي چې مخونه يې ارغوش يا غنم رنګه دي.
  • ژرمني (جرمني) قومونه چې د اروپا په منځنيو او شمال لويديځو برخو كې مېشت دي او سترې ډلې يې دا دي: انګلوساكسون په برتانیا كې او فلاماند (يان) په بلجيم، هالند، جرمني، سويډن، ناروې، ډنمارك او د سويس په يوه برخه كې. د دې خلكو د مخونو رنګ سپين او وېښتان خرمايي دي.
  • ختيځ قومونه يا اسلاويان چې په روسيه، پولند، چك، سلواك، صربيا، مونتينګرو او كروشيا كې استوګن دي. دا خلك ډېر پخوا د هنګري له شمالي او جنوبي سيمو څخه د اروپا منځنيو برخو ته لېږدېدلي او هورې مېشت شوي دي. د دې خلكو مخونه سپين او وېښتان طلايي دي.

پر دې سربېره په اروپا كې ځنې لرغوني اروپايان هم شته چې سترې ډلې يې دا دي:

1- ايبر، د اسپانيا په شمالي غرنيو سيمو كې.

2- سلت، په ايرلند او اسكاتلند كې.

3- مجار، په ايرلند او اسكتلند كې.

4- بلغار، په بلغاريا كې.

5- ترك، په تركيه كې.

6- لاپوني، د اروپا په شمالي سړو سيمو او فنلند كې.

نوټ: په اروپا كې يو شمېر يهودان هم خواره – واره (روسيه او پولند) ژوند كوي.

دين او مذهب: په اروپا كې د تركيې، د روسې او پولند او د پخواني يوګوسلاويا د ځينو خلكو څخه پرته نور ټول خلك مسيحيت دين پالي. په اروپا كې د دې دين درې ستر مذهبونه دا دي:

1- كاتوليك: د اروپا په لويديځو او جنوبي سيمو (بلجيم، فرانسه، اسپانيا، پرتګال او ايتاليا) كې ډېر زيات او د (اتريش، پولند، هنګري، چك او سلواك) ډېر خلك كاتوليكان دي. د دې مذهب پالونكي (سترپاپ) د حضرت عيسى(ع) ځاى نيوونكي بولي چې مقر يې په روم كې د (واتيكان) هېوادګى دى.

2- پروتستانت: د پروتستانت د مذهب پالونكي له كاتوليكانو سره په ځينو فروعاتو كې اختلاف لري. دوى د جرمني د يوه پخواني مصلح روحاني شخصيت (مارتين لوتر) لاره پالي. دا مذهب د سويډن، ناروې، ډنمارك، برتانیا ، هالند، جرمني، اتريش او سويس (يوه برخه) په هېوادونو كې ډېر زيات پالونكي لري.

3- ارتودوكس Orthodox: دا د اروپايانو درېيم ستر مذهب دى چې د ختيځې او جنوب ختيې اروپا (روسيه، رومانيا، يونان، د پخواني يوګوسلاويا ځينې هېوادونه او بلغاريا) كې پالل كېږي.

له مسیحیت څخه وروسته اسلام د اروپا دوهم لوی دین دی. اوس – اوس په اروپا کې دومره مسلمانان اوسي:

البانیا 82.1%، اندورا 1.1%، اتریش 5.7%، برتانیا 4.6%، بلجیم 6%، بوسنیا هرزګونیا 41.6%، بلغاریا 7.4%، کروشیا 1.3%، چک 0.1%، ډنمارک 4.1%، استونیا 0.1%، فنلند 0.8%، فرانسه 7.5%، جورجیا 10.5%، جرمني 5%، یونان 4.7%، هنګري 0.3%، آیسلند 0.1%، ایرلند 0.9%، ایتالیا 2.6%، کوسوو 91.7%، لاتویا 0.1%، لیختن شتاین 4.8%، لتوانیا 0.1%، لوکزامبورګ 2.3%، مقدونیه 34.9%، مالتا 0.3%، مولدوا 0.4%، موناکو 0.5%، مونتیګرو 18.5%، هالند 5.5%، ناروې 3%، پولند 0.1%، پرتکال 0.6%، رومانیا 6%، روسیه 6%، سام مارینو 0.1%، صربیا 3.7%، سلواکیا 0.1%، سلوینیا2.4%، اسپانیا 2.3%، سویدن 4.9%، سویس 5.7%، ترکیه 98.6%، اوکراین 0.0% او واتیکان 0%.

لکه چې وینو ترکیه، البانیا او کوسوو د اروپا اسلامي هیوادونه دي او په بوسنیا هرزګونیا، مونتیګرو او مقدونیا کې ډیر مسلمانان میشت دي.

پر مسحیت او اسلام سربیره په اروپا کې نور مذاهب هم پالونکي لري چې غټ یې دا دي: بهایي، بودایي، کنفوسیوس، هندویزم، سک او یهودیت.

همدا راز په اروپا داسې په ملیونونو خلک شته چې په هیڅ دین باور نه لري او خدای نه مني.

ژبه: د اروپا خلك په بېلابېلو ژبو خبرې كوي چې ډېرې لاتين رېښه لري. روسي، انګليسي، اسپانوي، ايتالوي، جرمني، فرانسوي، هالندي، پرتګالي او تركي تر ټولو ډېر ويونكي لري. په اروپا كې ډېرې نورې ژبې هم شته چې د هېوادونو د پېژندګلوي په برخه كې په تفصيل راغلې .

لوى ښارونه: د اروپایي هېوادونو لوى ښارونه دا دي:

شمېر ښار هېواد نفوس نفر
1 سپلت split كروشيا 700000
2 بيتولا Bitola مقدونيه 87000
3 نیس Nis صربیا 250000
4 تيموشوارا 320000
5 هامبورګ Hamburg جرمني 1730000
6 مونشن Minisc جرمني 1407200
7 فرانكفورت Frankfurt جرمني 701300
8 راوتردام Rotterndam هالند 617000
9 لاهه The Hague هالند 511000
10 برمنګهم Birminham برتانیا 1092000
11 مانچستر Manchester برتانیا 511000
12 لیورپول Liverpool برتانیا 1435000
13 پورتو Porto پرتګال 1053000
14 وارنا Varna بلغاریا 336000
15 آمادورا Amadora پرتګال 250000
16 پلاودیف Plovdiv بلغاريا 345000
17 ګوتبورګ Gathenburg

 

سويډن

 

528000

 

18 میلان Milan ایټالیا 1332000
19 کولوګن Cologne روسیه 1034000
20 شتوتګارت Sttutgart جرمني 598000
21 مالمو Malmo سويډن 309000
22 بارسلونا Barselona اسپانيا 1612000
23 زارګوزا Zaragoza اسپانيا 666000
24 سانتاكروز اسپانيا
25 مالاګا Malaga اسپانيا 568000
26 پوزنان Poznan پولند 547000
27 ګدانسک Gdansk پولند 461000
28 قونيه تركيه
29 کاناس Kavnas لتوانيا 307000
30 موګيلو سپينه روسيه
31 سنت پيترزبورګ Saint Petersburg روسيه 5132000
32 والګا ګراد Volgograd روسيه 1022000
33 نويسيبرسك Novosibirsk

 

روسيه

 

1420000

 

34 سامارا Samara

 

روسیه

 

1135000

 

35 نیژنی نوګورد Nizhny Vovgorod

 

روسیه

 

1251000

 

36 کازان Kazan

 

روسیه

 

114400

 

37 پالرمو ایتالیا

 

675300

 

38 فلورانس Florence ایتالیا 377000

 

39 ترناوا Tranava

 

سلواكيا

 

70000

 

40 کوسیچ Kosice سلواکیا 237000
41 تارتو Tartn استونيا 102000
42 خاركف Kharkiv اوكراين 1470000
43 اسپو Espoo فنلند 257000
44 سان مارينو San Marino سان مارينو 6450
45 مونت كارلو Monte Card موناكو 16000
46 دودلانګ Dudelange لوكزامبورګ 28300
47 موستا Mosta مالتا 18000
47 ژنیو Geneva سويس 184000
48 باسل Basel سويس 165000
49 دوریس Durres البانيا 122000
50 بانيالوكا Banja Luka

 

بوسنيا او هرزګوينا 222000

 

51 چارلوری Charleroi

 

بلجیم 200000
52 انتوارپ Antwerp

 

بلجیم

 

511000

 

53 لیون Lyon

 

فرانسه

 

484500

 

54 تولوز Toulosse فرانسه

 

442000

 

55 نیس Nice

 

فرانسه

 

343400

 

56 برنو Brno

 

چک

 

378400

 

57 تسالونکی Thessaloniti

 

یونان

 

323000

 

58 دبرسن Debrecen

 

هنګري 204200

 

59 تیراسپول Tiraspol

 

مالدوا

 

157000

 

60 بالتی Balti

 

مولدوا

 

125000

 

61 انقره Ankara

 

ترکیه

 

351800

 

62 ادانا Adana

 

ترکیه

 

1249000

 

63 داګواپلس Daugavpils

 

ډنمارک

 

238000

 

64 آلبورګ Aalborg ډنمارک

 

123000

هېوادونه: د اروپا د لويې وچې (48) خپلواكه هېوادونه د انګليسي الفبا له مخې دا دي:

البانيا، آندورا، استريا (اتريش)، بېلاروس (سپينه روسيه)، بوسنيا او هرزګوينا، بلجيم (بلژيك)، بلغاريا، كروشيا، چك، ډنمارك، استونيا، فنلند، فرانسه، جرمني، جورجیا، يونان، هــنګــري (مجارستان)، آيسلند، ايــرلنـد، ايـــتــاليا، لاتويا، ليختن شتاين، کوسوو، قبرس، لتوانيا، لوكزامبورګ، مقدونيا، موناكو، هالند، مالتا، مولدووا، ناروې، پولند، پرتګال، رومانيا، روسيه، سان مارينو، صربيا، مونتينګرو، سلواكيا، سلوینيا، تركيه، اسپانيا، سويډن، سويس(سويتزرلند)، اوكراين، برتانیا او واتيكان.

د دې هېوادونو طبيعي، ديموكرافيكي، سياسي، اقتصادي او تاريخي لنډه پېژندګلوي په دې كتاب كې راغلي ده.د اروپايي هېوادونو پراخوالی او نفوس د دې كتاب د ارقامو له مخې داسې دي:

شمېر هېواد پراخوالى په km2 نفوس / نفر
1 روسيه[1] 17098242 142470272
2 تركيه 783562 81619392
3 اوكراين[2] 603550 44291413
4 فرانسه[3] 643801 66259012
5 آسپانيا 505370 47737941
6 سويډن 450295 9723809
7 جرمني 357022 80996685
8 فنلند 338145 5268800
9 ناروې[4] 323802 5147790
10 پولند 312685 38346279
11 ايتاليا 301340 61680122
12 برتانیا 243610 63742977
13 رومانيا 238391 21729871
14 سپينه روسيه 207600 9608058
15 يونان 131957 10775557
16 بلغاريا 110879 6924716
17 آيسلند 103000 317351
18 هنګري 93028 9919128
19 پرتګال 92090 10813834
20 اتريش 838701 8223062
21 چك 788607 10627448
22 صربيا 77474 7209764
23

24

ايرلند

جورجیا

70273

69700

4832765

4935880

25 لتوانيا 65300 3505738
26 لاتويا 64589 2165165
27 كروشيا 56594 4470534
28 بوسنيا او هرزګوينا 51197 3871643
29 سلواكيا 49035 5443583
30 استونيا 45228 1257921
31 ډنمارك 43094 5589077
32 هالند 41543 16877350
33 سويس 41277 8061516
34 مولدووا 33851 3583288
35 بلجيم 30528 10449361
36 البانيا 28748 3020209
37 مقدونيا 25713 2091719
38 سلوینيا 20273 1988292
39 مونتیګرو 13812 650036
40 کوسوو 10887 1859203
41 قبرس 9251 1172458
42 لوكزامبورګ 2586 520672
43 اندورا 468 85458
44 مالتا 316 412655
45 لیختن شتاین 160 37313
46 سان مارینو 61 32742
47 موناکو 1.95 30508
48 واتیکان 0.44 842
نوټ:

۱- د روسیې ټول پراخوالی 17151346km2 دی چې 3809688km په اروپا او 13341658km په آسیا کې موقعیت لري.

روسیه حتی د خپلې اروپایي خاورې په حساب د اروپا تر ټولو غټ هیواد دی. CIA word fact book د روسیې ټول پراخوالی 17088242km2 لیکي چې له پاسني رقم څخه 63000km2 توپیر لري.

2- د ترکیې ټول پراخوالی 713562km2  دی چې 23900km2 په اروپا کې موقعیت لري. د جغرافیا ډیر کتابونه ترکیه اروپایي هیواد ګڼي. که یوازې اروپایي برخه په پام کې ونیسو، ترکیه په پاسني جدول کې ډېره شا ته ځي.

۳- د Wikipedia د اروپایي هیوادونو لست، ارمینیا او آذربایجان او حتی قزاقستان اروپایي هیوادونه بولي؛ خو ډیر نور اخځونه دا درې واړه آسیایي هیوادونه بولي.

قزاقستان 2724902km2 پراخه دی چې 180000km2 په اروپا او 2544902km2 په آسیا کې موقعیت لري.

آذربایجان 783562 km2 پراخه دی چې 7110 km2 په اروپا پورې اړه لري.

جورجیا -Georgia 69700 km2 پراخوالی لري چې یوازې 200 km2 یې په اروپا کې دی؛ خو ډیر کتابونه جورجیا اروپایي هیواد لیکي.

جورجیا د ټولې خاورې د پراخوالی په حساب په اروپا کې څلورویشتم ځای لری. که چیرې یوازې اروپایي خاوره په پام کې ونیسو، جورجیا د پراخوالي په حساب له ډیرو هیوادونو شا ته ځي.

د اروپا ناخپلواكه سيمې:

1- جبل الطارق Gibraltar : جبل الطارق د اسپانيا په جنوب او د دغه هېواد د كاديز ولايت په جنوب ختيځه برخه او د مراكش (المغرب) په شمالي څنډه كې موقعيت او 6.5 km2 پراخوالی لري. په جبل الطارق كې د برتانیا يوه لويه سمندري اډه پرته ده. دغه اډه د جبل الطارق د نامتو تنګي د امنيت ساتلو له پاره خورا ارزښـت لري. د جبل الطارق مركز هم جبل الطارق نومي.

2- اسپيتزبرګن (سوالبارد): د ټاپوګانو دا ټولګى 63164km2 پراخوالى او نژدې 12900 اوسېدونكي لري. دا ټولګى د شمالي كنګل سمندر د ناروې په ستر سيند كې موقعيت لري او مركز يې د Longyearbyen ښار دى. اسوالبارد د ډنمارك د ملكيت په توګه د همدې هېواد له خوا ادراه كېږي.

[1] بې له کریمیا څخه

[2] د کریمیا په ګډون

[3] اصلي خاوره

[4] د صوالبارد په ګډون

28 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *