Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د دفاع وزارت لپاره په ۱۶۰ ملیون ډالره نوې ودانۍ جوړه شوې

تاند- د افغانستان د دفاع وزارت پر نوې ودانۍ، چې په کوچني پینتاګون مشهوره ده،۱۶۰ ملیون ډالره لګول شوي دي.

په دې پنځه منزله ودانۍ کې، چې ګومبته یې ۳۴ متره لوړه ده، ۲۵۰۰ کارکوونکي ځاییږي.

دا ودانۍ، چې له سپینو مرمرو جوړه شوې، د دې تر څنګ چې خپله برېښنا لري، درې د ډوډۍ خوړلو سالونونه، چې په یو وخت زر تنه پکې ډوډۍ خوړلی شي، او یو ادیتوریم، چې ۹۰۰ تنه پکې ځاییږي، هم لري.

د دفاع وزارت له دې نوې ودانۍ سره د سپورت لپاره جمنازیم، کلینیکونه او د پوځیانو بارکونه هم شامل دي.

د دې ودانۍ، چې په ۳۸ زره ۵۰۰ متر مربع ساحه کې جوړه شوې، نقشه د افغانستان د مهندسۍ د څانګې د محصلانو له ګڼو وړاندې شویو نقشو څخه غوره شوې ده.

د ودانۍ پر کمپیوټرونو او تخنیکي وسایلو ۳۳ ملیونه او ۳ لکه ډالر لګېدلي او یوازې پر معلوماتي تکنالوژۍ یې ۱۲ ملیون ډالره مصرف شوي دي.

امریکايي جګړن ټاد سیمونایټ، چې د ودانۍ د جوړولو او انتقال چارې څاري، دا د افغانستان د دفاع وزارت لپاره یو نوی پیل بولي، وايي:«موږ اوس دا توان لرو چې له دې ځایه پرمختګونه او د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ووینو.»

39 total views, 1 views today

1 comment

  1. shahed Reply

    یو ملک چې له نورو ډیرو مشکلا تو سره سره هوایي ځواک نه لري ددو مره قمتي دفا ع وزارت د و دا نۍ څه اړ تیا؟؟؟؟؟؟؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *