Categories

اعلان

Loading…

شهوت (لنډه کیسه) نصرت ارمان

ځان یې داسې ککړ کړ چې د مخ او کالو رنګ یې  ورک شو ، په یوه ساه یې بېلچه وهله او خاوره یې بره غورځوله کله چې بېلچه  د تېږې سره ولګېده،  یو برېښوونکی اواز  پورته شو ، چې د هدیرې درنه چوپتیا یې ماته کړه، ویې موسل، په  خوارۍ  یې اوږدې او پلنې ډبرې لرې کړې، د ډار ټولې لارې يې پر مخ تړلې وې،  جامې یې وویستې او پرې ورڅملاست.

ناڅاپه هلته سپين پړق شو، ګناهګار یو بې ژونده ټاپو  ته  وغورځېد،چې ګردو خواو ته ترې اوبه بهېدې،    انسان څه چې حیوان هم نه لیدل کېده.

مخکې یې منډه واخېسته لکه په اوبو کې چې څه ورښکاره شوي وي، ور رسېدلی نه و چې یو لوی  حیوان له اوبو راټوپ کړ، دده یو رګ هم له وېرې ونه پړسېد، شهوت یې پوره کېدونکی ورښکاره شو او پر حیوان یې  ور ودانګل.

بېرته نېمه شپه شوه، ښځه ژوندې شوې وه، او دا یې تر خپلې سینې پورې کلک نیولی و،  ساه اخیستل یې په درېدو شول، سترګې یې ټېغې ټېغې راووتې.

  ګناهګار نه باوروله چې مرګ به ورته رارسېدلی وي ، خو اوس ورته مخامخ ولاړ و او ده ته یې یوه یوه ګناه وریادوله.

فکر یې وکړ  د نامه نه ښکته  بدن  یې  بې روحه شوی دی،  ژبه یې ورو ورو  په وچېدو شوه ،  غوښتل یې چې یو غړپ اوبه    له مرګه مخکې تر ستونې تېرې کړي، په  عذر و زارۍ یې پیل وکړ او په لوړ اواز یې چغه کړه؛ لویه ربه! ماته د ژوند کولو یوه  موقع راکړې،  نور به هغه کارونه نه کړم چې ته پرې خفه کېږې  او ستا بنده ګانو ته یې ضرر رسي………

اواز یې واورېده؛  ته تل په سخته کې د نښتو وروسته ژمنې کوې، خو کله پرې ولاړ پاتې یې؟

د ګناهګار د ژوند هیلې راوپارېدې؛ زه… قسم خورم….  داځل یې نه ماتوم.

ددې خبرې سره سم یې سینه خلاصه شوه، ګناهګار نېغ کېناست، ځان ته يې وکتل،  خولې یې د بدن پورې نښتې خاوره  وینځلې وه،  وپوهېده چې وهم  نیولی و، خو بیا هم په ژوند شکي و، جامې یې واغوستې.

 لحد یې بېرته وپوښلو، له قبره راووت ، په زړه یې لېونتوب خور و،  په لړزېدلو لاسو یې بېلچه راواخېسته او سپړلی قبر یې د مخکې په شان ډک کړ، بیا یې د تازګۍ ساه  واخېسته غوږونه یې ونیول؛ شهوت لمبه ده، توبه   توبه  ده، مخ په کعبه ده.

20 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *