Categories

اعلان

Loading…

تاجک چارواکو د امام صاحب د امنیه قومندان وژل تایید کړل

تاند- د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن /چهارشنبه/ د افغانستان د امام صاحب ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژلو راپور تایید کړ.

تاند پرون /سې شنبه/ په کندوز کې د باوري سرچینو په قول ویلي و چې د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز ، چې د ولسي جرګې د رييس ښاغلي ابراهیمي اوښی دی، د تاجکستان خاورې ته د هیروین د قاچاق کولو په مهال د تاجکستاني سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې وژل شوی دی.

د تاجکستان د سرحدي ځواک د ریاست ویندوی محمد صادق اوف وویل چې افغان قاچاقبر خطلان ولایت ته په غیرقانوني ډول اوښتی و.

صادق اوف زیاته کړه:«ده د تاجک پوله ساتو د دریش او خبرداري پروا ونه کړه، دوی مجبوره شول چې ډزې پرې وکړي.»

صادق اوف وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې له رييس سره د وژل شوي افغان د کورني ارتباطاتو او خپلوۍ په اړه معلومات نه لري.

ویل شوي چې له قومندان فرامرز سره د څلورم سرحدي کنډک د قومندان ورور مولوي صدي هم ټپي شوی او په تېښته بریالی شوی دی.

تاجک چارواکو د امام صاحب له امنیه قومندان سره ۲۵ کیلوګرامه مخدر مواد او یو کلاشینکوف نیولي او د نوموړي مړی یې په امام صاحب کې مسوولانو ته سپارلی دی. پر امام صاحب ولسوالي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بهېدونکي امو دریا پر غاړه پرته ده، د ولسي جرګې د رييس کورنۍ او د مخدرو موادو مافیا کنټرول لري.

د ابراهیمي پر کورنۍ له پخوا څخه د مخدرو موادو د کارو بار تور پوري کېږي.

171 total views, 2 views today

14 comments

  1. ع٠ توخي Reply

    کرزی چيري دی چي په دغه مرحوم پسې يې يو چورلکه ورلېږلې وای او په ښه شانداره مراسمو يې هديره او فاتحه
    ورته اخيستې وای ٠

  2. جلال Reply

    واه واه جهاد د يا جهال نيكمرغي بايلي دي دوي د ورك شي بدا لعنتي جهال دي تالي ثتو بي غيرتو د اي اس اي غلامانو ثه او ثه ونكره. لعنت بدي بيناموسه مخلوق شه. دا شكر جه نه ما نه مي بلار او نه مي نيكه دي جهال كي ونده وانخيسته كنه اوس به د خداي ج او د مخلوق شرمنده وه

  3. Hassan Reply

    چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلمانی.
    کله چی د افغانستان د مقننه قوی سرنوشت د قاچاقبرو په لاس کی وی ، د ملت راتلونکی هم د دوی په لاس لیکل کیږی.

  4. ګنډېری Reply

    د تاند پر وخت هڅې د ستاینې دي. زما په نظر د درېدلو قومانده درېش نه بلکه درېږ/درېژ ده چې د پښتو ژبې د ودرېږه څخه اخستل شوې ده.

  5. خالده خالد Reply

    مافیـــــــــــــــــــــا
    آوازه شــوه نـن سبـــــــا ــــ دآمــــــوپه بـــله خـــــوا
    چا ویشتلې یوه مافیـــــــا
    دده کار ووچرس تریاک ــــ هم حــــرام او هم ناپاک
    شنو ډالرو کړ بــې واک ــــ په آخر کې شوکــــاواک
    اخ،اخ ،اخ ابراهیمـــوف ــــ چا ویشتلئ صادقـــووف
    ورسره وو کلشنیکـــوف
    یو زخمي دئ تـښـتـیـدلئ ــــ خو یو پیټئ ترې لویدلئ
    صادقـــوف دغه موندلـئ
    دئ پنځــه او شــل کیـــلو ــــ پکــې بیـه دبنګلــــــــــو
    دغه پیټــــــــــئ دنـشــــو
    داکیسه دیوه مافیــــــــا ده ــــ سبا بله خامخــــــــــا ده
    دوئ خوړلې شرم حیا ده ــــ دا خبره ددنیـــا(ګنج) ده

  6. Atif Reply

    یادونه
    احمد شاه فراموز نه د امام صاحب د ولسوالی د امنیه قومندان ده او نه هم د ولسی جرګی د ریس تره. بلکه احمد شاه د ابراهیمی اوښی او د پولیسو په ماموریت کی افسر ده. امید چی خبر مو اصلاح کړی.

  7. alamoona gharkaweena Reply

    JALALA RORA TA KHO HUM DASE KHKAREE LAKA CHE ISI AO PUNJABIANO KHA TEENG TEENG GHUWALY YE.CHE KHULA BERTA KAWY NO GHUL DOORRAWE. PA DE SOORRA KE ZAAN LA LAG MARCHAK WADOORRAWA NO BIA BA TEEK SHY.

  8. مومند Reply

    مشت نمونه خروار : نور هم همداسی درواخله

  9. مومند Reply

    خدای ج دی په افغانانو رحم وکری، چی ددغه غلو نه خلاص شو

  10. MHA Reply

    What does the government(MOI) say???

  11. Rafee Nazari Reply

    انا لله وانا اليه راجعون اللهم اغفر له وارحمه
    په ډیره خواشینی سره مو د تاند له ښکلی ویبپاڼی نه اطلاع تر لاسه کړه چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی شورا د ولسی جرګی د رییس اوښی او د کندوز د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز وړمه شپه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې داسي مهال ووژل شو چې غوښتل یې ډېر مخدر مواد دغه شمالي ګاونډي هیواد ته قاچاق کړي.
    د افغانستان مجاهد خلک د مخدره موادو د قاچاق شهید فرامرز شهادت د ولسی جرګی مشر او د دی جرګی ټولو غړو او د کندوز شریفو خلکو ته خصوصا علم سیاه ته تسلییت وایی ، شهید ته جنت الفردوس او خپلوانو ته یی د زړه صبر غواړی.
    د مرحوم شهادت په داسی مهال کی واقع شوی دی چی د افغانستان د اجراییه شورا رییس د تاجکستان د دوست او ګاونډی هیواد نه په دوستانه او د ښه نیت په سفر بوخت دی. هیله ده چی زمونږ مشران د شهید د کورنی د تسلییت لپاره لازمه خساره جبران کړی.

  12. bahar Reply

    unfortunately this is the reality of country where mafia and drug dealers are representative of the nation, shame on afghan nation.

  13. لالا ، بټنوال Reply

    د خالده ، خالد شعر ډېر په زړه پورې او وېې خندولم ، څه خبر يو چې مافيا به څه احساسوي ؟ ممکن ووايي چې ( د يارانو کډې ګور ته وار په وار ځي ) خدای دې دوی ټول تباه کړي ،( د تاند ښه زيري څخه منـنه )

  14. Dr. Obaidi Reply

    زه باور لرم چه دپارلمان رييس به ددې لپاره دديپلوماسۍ له لاري داسي دقناعت وړ دلايل وړاندي کړي چه ورته به حيران شۍ.زه دااوس لا پوهيږم چه کوم نامشروع خو په شرعه روغ حقايق به ددې فاجعې شاته کېږدي!!!!ايا دتيرو 14 کلونو لسګونه زره فجايع چه ددې ګمراخانو او بيسوادانو لخوا وشي بيرته پاکي ونه مينځلي??

Leave a Reply to مومند Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *