Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

خانزاده تراب – پکتیکا

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د سرحدې ځواکونو له لوري اته ( ۸) وسله وال طالبان وژل شوې دي.

یاد وژل شوې وسله وال د غبرګولې په ۱۹ مه د تیرې سه شنبې په ورځ د افغان سرحدې ځواکونو له لورې په یو لړ تر سره شویو عملیاتو کې وژل شوې دي.

د پکتیکا ولایت د ویاند نبي الله پیرخیل په خبره چې یاد وژل شوې وسله وال د شکین ولسوالي په رادان سیمه کې د سرحدې ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وژل شوې دې.

د نوموړې د معلوماتو له مخې چې د امنیتې ځواکونو لاس ته یو لړ مهمات، چاودیدونکې توکې او یو عراده موټر هم ورغلي دي، چې سرحدې ځواکونو ته کوم زیان نه دې اوښتی.

د یو بل خبر له مخې چې ددغه ولایت په نکه ولسوالي کې د ایتلافې ځواکونو په یو هوایې برید کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای هم له منځه تللی دی.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتې دفتر نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد برید په اړه راغلې چې، دغه ترسره شوی برید د ایتلافې ځواکونو له لورې د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالې په تورخیلو سیمه کې شوی، چې له امله یې د وسله والو طالبانو د وسلو یو پټنځای له منځه تللی دی.

د یادو پیښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دې ویلې.

80 total views, 6 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *