Categories

اعلان

Loading…

د ریګۍ د پله د بنسټ ډبره کېښودل سوه

نیټه :۲۰/۳/۱۳۹۴

نن دفراه ولایت دولایتی شورا مشر فرید بختور او ورسره دولایتی شورا نورو وکیلانولکه حاجی خیر محمد نورزی دولایتی شورا مرستیال، داد الله قانع په داسي حال کي دریګي دپله دبنسټ ډبره پریښودله چي دفراه والي محمد اصف ننګ ،دافتصاد ریس ظاهرشاه خادم،دانکشاف دهات ریس اینجینر عبدالروف اوهمداډول دنورو ګڼو ادارو ریسانو هم حضور درلود.

یاده پروژه دانکشاف دهات له لوري په ۱۸ میاشتوکي سرته رسیږي.ددي پروژي ټوله مالي لکښت څه دپآسه ۷۱میلویونه افغاني دي .دپروژي قرارد درفیق باور اوبهار افشار شرکتونو له خواترسره سوي دی .یادپل ۲۰۰ متره اوږدوالی او۵ متره( بر) یا عرض لري ددي پروژي څخه  ۱۴۵زره نفره ګټه اخیستلی سي همدا ډول ۳ ولسوالۍ دښار سره نښلوي.

یاده دي وي چي دپله یوسراوبل سر کښي ۲ کیلومتره سړک هم جوړیږي.
عبدالرحمان ژوندی
خپلواک خبریال

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *