Categories

اعلان

Loading…

یوې نجلۍ د دې لپاره ځان وواژه چې د واده لپاره یې کالي نه لرل

تاند- په جوزجان ولایت کې یوې پېغلوټې په دې خاطر ځان وواژه چې د خپلوانو د واده لپاره یې نوي کالي نه لرل.

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نجلۍ د شبرغان ښار د یوې لېسې زده کوونکې وه او ټاکل شوې وه چې د خپلوانو واده ته لاړه شي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني وویل چې نجلۍ په یوولسم ټولګي کې وه.

د ده په وینا نجلۍ له خپلې مور څخه غوښتي و چې د واده لپاره نوي کالي ورته واخلي خو له دې خبرې څو دقیقې وروسته یې ځان وواژه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه پوري یې د ۹۰۰۰ تنو د ځانوژونې د هڅو قضیې ثبت کړي دي.

بد رواجونه، چې سیالیو ته لمن وهي، د ډېرو افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

22 total views, 1 views today

2 comments

  1. اتل افغان Reply

    بس کاشکی چې دټولو ژڼو زور درباندې بر وای
    غربته چا خلاص کړی درنه ځان دی او چانه دی

    ای پیغلوټې ستا ددې خبر په اوریدو مې له سترکو اوښکې مسافرې شوې کچیرې زه خبر وای مابه درته دومره جوړې کړې وې چې د ټول جوزجان ولایت خلک به مې حیران کړي وای
    خدای دې په تا رحم وکړي
    او خدای دې نوره سوله راولي زمونږ ګران هیواد هر شیبه د یوې داسې غمیزې شاهد وي چې د ټول ملت زړونه ورباندې دردیږي

  2. shakir Reply

    پیغلی ته د الله پاک جنت په نصیب کړی، له دې نیمګړی نړۍ خو یی یو ناچیزه ارمان هم نه شو پوره، کوم چی یوه جوړه جامی وی. خدای پاک حاظر دی چی ډیر یی خپه کړم.موږ یی مور هم نه شو ملامتولای کیدلای شی په وص او توان کی به یی نه وو.
    یا الله د افغانستان د غریب ، دردلی او بیچرا ولس ټول ارمانونه پوره کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *