Categories

اعلان

Loading…

د میدان وردګو ولایت نوی والي پر دندې و ګومارل شو

حیات الله حیات د میدان وردګو ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی حیات الله حیات، د میدان وردګو ولایت د نوي والي په توګه پر دندې ګومارل شوی دی.

د سیمه اورګانونو خپلواکه اداره د میدان وردګو د والي په توګه د ښاغلي عبدالمجیدخان خوږیاڼي د خدمتونو قدرداني کوي او د افغانستان د خدمت لپاره ورته د توفیق هیله لري.

دا اداره همدارنګه، د میدان وردګو ولایت نوي والي ته په دنده کې د بریالیتوب توفیق غواړي او د میدان وردګو ولایت پر سیمه ییزې ادارې او خلکو غږ کوي، چې له نوي والي سره همکاري وکړي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې د میدان وردګو ولایت نوی والي به په خپل ولایت کې د متوازن اقتصادي انکشاف، غوره حکومتولۍ او سراسري امنیت د تامین لپاره موثرې برنامې رامنځته کړي.

ښاغلی حیات الله حیات د ملک پادشاه زوی او د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو ټټنګ  اصلي اوسیدونکی دی.

نوموړی په انګلیسي او حقوقو او سیاسي علومو کې تر لیسانس او د ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړي کړي دي .

هغه له تېرو شل کلونو راهیسې په ملي او نړیوالو ادارو کې دندې ترسره کړي او لسګونو هېوادونو ته یې سفرونه ترسره کړي .

د ښاغلي حیات مورنۍ ژبه پښتو ده او په فارسي ، انګریزي،اردو او عربي ژبو روانې خبرې کولای شي او د یو شمېر نورو ژبو سره هم بلدتیا لري .

نوموړي همدا راز په افغانستان کې د خوږیاڼیو د سرتاسري شورا رئیس،د مدني ټولنو د هغمږۍ مرکز مشر او د حیات ګروپ د رئیس په توګه دنده هم دندې اجرا کړي دي .

د میدان وردګو پخوانی والي عبدالمجیدخوږیاڼي ښاغلی حیات الله حیات ته د نوي ورسپارل شوي دنده له امله مبارکي وویله او د جمهوري ریاست او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه یې مننه وکړه،چې د درې کلونو په ترڅ کې پر نوموړي د میدان وردګو ولایت د والي په توګه باور وکړ.

نوموړی همدا راز د میدان وردګو ولایت له ټولو ادارو څخه وغوښتل چې د نوي والي ښاغلي حیات الله حیات سره هم په پوره توګه همکاري وکړي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

39 total views, 1 views today

2 comments

  1. pashtom Reply

    Nateja ba e 2-3 kala wrost goro, os kho hr yaw melat ta man man wade warkawi, pa akhir ke yawazi wachi poskay achawi 🙂

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دميدان وردګ نوی والې حيات الله “حيات”خوګيانی ته دمبارکۍ پيغام !
    خوښ په دی يم چه دخوګيانی په سيمه کې ځوانان شته چه اهليت دلوړو مقاماتو لری.ستا په ټاکنه زه نور هم داشرف غنی په حکومت باوری کړم داځکه زه هم خوګيانی يم اوته دهاغی سيمی څخه شخصيت راوځی چه واسطه او شناخت نه بلکه ستا شخصی اهليت دی چه نن دميدان وردګو دولايت مقام اشغآلوی.
    ستا دپاره په دی لاره کی تکليفونه او دميدان وردګو خلکوته شه خدمت کول غواړم ستا نيکنامې دټول خوګيانی نيکنامی ده.په درسپارل شوې ډنډه کی دی موفيقتونه دخدايه غواړم.
    جنرال حبيبالله جلالزوې خوګيانی.
    دهالند څخه.

Leave a Reply to جنرال حبيب الله جلالزوي2 Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *