Categories

اعلان

Loading…

سرتاج عزیز: د طالبانو ملاتړ مو بس کړی، له پاکستانه د افغانانو وېره ناسمه ده

تاند- پاکستان دا انګېرنه رد کړه چې ګنې په افغانستان کې د پاکستان فوبیا یا له پاکستان څخه د افغانانو وحشت مخ پر زیاتېدا دی او دا د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی دی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز پرون /دوشنبه/ د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز دیالوګ د غونډې په پای کې وویل:«پاکستان د افغانستان د پرمختګ شریک دی. دا خبره چې له پاکستانه وحشت د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی، ځوروونکې ده، موږ ته پکار ده چې په دې اړه سروې وکړو څو ولیدل شي چې ایا دا خبره رښتیا ده. زه فکر کوم چې د پاکستان فوبیا (وحشت) د ځینو کسانو له لوري مطرح شوې خو حقیقت نه ده.»

ده د خبرو په مهال د افغانستان سفیر جانان موسي زي او د هند سفیر ډاکتر آر سي اې رګهوان ته کتل خو هغوی په غونډه کې خبرې ونه کړې.

د افغانستان او پاکستان د دیالوګ غونډه په اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې د انستیتیوت او په دغه ښار کې د هنس سیدال فونډېشن په ملاتړ د ستراتیژیکو مطالعاتو د افغان انستیتیوت له لوري په ګډه جوړه شوه.

په غونډه کې ډېرو وویل چې په افغانستان کې په دې باب ډېره خوابدي او نهیلي موجوده ده چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړې. او د افغانستان نه یوازې په لویو ښارونو بلکې کلیو کې هم خلک احساس کوي چې پاکستان طالبان پرېښودل چې جګړې ته دوام ورکړي او اوس طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان شمال ته هم تروریستي فعالیتونه غځولي دي.

خو سرتاج عزیز وویل:«پاکستان افغان طالبانو ته روزنه نه ورکوي. زموږ پالیسي حتي مخکې تر دې چې د اشرف غني حکومت جوړ شي بدله شوې وه. موږ دا کار (د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستل) د خپل ځان لپاره وکړ. حقیقت دا دی کله چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته راغی، ما ورته وویل چې پاکستان دوی (طالبانو) ته تریننګ نه ورکوي، کرزی په دې خوښ ښکاره شو.»

سرتاج عزیز تاکید وکاوه چې «د پاکستان پالیسي عملاً بدله شوې، نن د پاکستان پوځ له ولسمشر غني سره خبرې کوي، د پوځ لوی درستیز پنځه ځلي کابل ته لاړ چې دا له پخوا سره مخه ښه وه او دا معنا لري چې تېر هېر شول.»

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«پاکستان د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ملاتړ نه کوي. پسرلني عملیات ځوروونکي دي خو په مجموع کې په افغانستان کې انتقال سوله ییز و. دا د ایساف له وتلو وروسته لومړنی دوبی دی. دا به حقیقت نه وي چې فکر وشي چې طالبان به هیڅ فعالیت نه کوي. په پسرلنیو عملیاتو کې ښکېل کسان ازبکان، تاجکان او چیچنایان دي چې حالات پېچلي کوي.»

ده وویل ګڼو هیوادونو په دې برخه کې همکاري نه ده کړې خو چین همکاري کوي. باید ټول هیوادونه یو بل ته لاس ورکړي. یو اسلامي هیواد هم د طالبانو ملاتړ نه کوي.

سرتاج عزیز د عراق په پرتله په افغانستان کې د انتقال پروسه خورا ښه وبلله، ویې ویل:«که د افغانستان او عراق د انتقال پروسې سره پرتله کړو. توپیر یې له ورایه ښکاري. په افغانستان کې د انتخاباتو له ستونزو سره سره، نه نظام ونړېد نه کوم سیستم ګډوډ شو. »

د پاکستان د صدراعظم سلاکار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو له لوري د پرمختیايي پروژو د طرحه کېدو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې لوېدیځ مرستندویان د افغانستان پروژې تمویلوي.

د ده په نظر کېدای شي افغانان د اسلام اباد – کابل ترمنځ د موټر وې (لویې لارې) او د اورګاډي د پټلۍ، د کندهار او چمن ترمنځ او د کشک (د ترکمنستان پولې) او کندهار ترمنځ د اورګاډي د پټلیو پروژې جوړې کړي څو افغانستان له کراچۍ بندر او منځنۍ اسیا سره اسانه او ارزانه ترانسپورتي اړیکې ومومي.

152 total views, 2 views today

14 comments

  1. Akbary S.S Reply

    داعزيز دی چی طالبان جګړی ته هڅوی دشيطانی کړی دده په لاس کی دی،چيچينيانو،اوزبکانو، اوتاجکانو چيرته ژوند کاوه اوکوی يي دغه اوس هم دنورهيوادونو څخه داسلام اباد دهوايي ډګرله لاری تګ راتګ کوی ولی دپاکستان مشران په دروغ ويلو نه شرميږی دوی خو ځانته مسلمانان وايي نو په اسلام کی خودروغ ويل ستره ګناه ده.څرنګه چی پاکستانی واکدارانو ستر .دروغونه ويلی او دخپلو ورکړل شویو وعدو څخه يي سرغړونه کړی نو ځکه موږ پری باور نلرو

  2. عبیدالله جلالزی Reply

    ره دی سرتاج عزیز ته وایم چه دا چا درته ویلی چه افغانان له پاکستانه داریزی او دی وایی چه له پاکستانه وحشت مه کوی اوس پالیسی بدله شوی ده دا په دی معنی چه پخوا داسی نه وه دا دیرش کاله چه هر بدبختی راغله خیر دی هیر یی کرو. نه داسی نده دوی باید د هر افغان د وینی توییدلو جواب ووایی او ددی وطن د زیربناوو د بربادی مسوولیت واخلی.

  3. ګنډېری Reply

    الله تعالی مو هلاک کړه. الله تعالی مو داسې هلاک کړه لکه عادیان او ثمودیان چې هلاک شول. داسې هلاک شئ چې له پنجاب نه مو بوینه ټول هند ونیسي. نه یوازې د پسکیو بلکه د چټلوغوښو بویونه مو پورته شه. توف او لعنت دې وي په داسې ګاونډیتوب او داسې مسلمانۍ چې تاسو یې له افغانستان سره کوئ.

  4. Abdul Wadood Zazai Reply

    متل دی چی وایی : کوږ بار منزل ته نه رسیږی .الله ج څه مختورن پیداکړی یاست دروغجنو په خولی خوږی خبری خو په زړه کی کاږه

  5. shakir Reply

    سرتاج عزیزه چی په قران کی مالګه وڅټی بیا هم ستاسو دروغجنو، مکارو او مردارو خبری افغانانو نه منیلی دی او نه به یی ومنی.
    لعنت شه ستاسو پر شان پر دوه مخیو شیطنانو.شه

  6. زلمی Reply

    هغه متل دي چه وايي هندو زوړ شو خو اصلاح نشو.
    داکس هم داسی یو مداری دی چه په دنیا کی به بل مور داسی مدری نه وی زیگولی.زه فقط ده ته دا وایم چه(( خایین خو دازل خایین یی خدای را اصلاح کره)).

  7. زلمی Reply

    که سوک فکر کوی چه پاکستان دافغانستان په باره کی صادق دی,,..!! نو داداسی معنی لری چه ((اسراییل هم دفلسطین دیرخه دوست دی)).

  8. حسيب Reply

    نو چي دا تالبان ندي او ازبكان چيچنيايان دي بيا تالبان ولي پخپلي رسمي پاڼي كي د عملياتو او حملو او ورانكاريو ننگه كوي او خپل تازه خبرونه نشروي ؟؟

  9. pashtom Reply

    ka afghan pa dee khaboro bawar kawi kho zar pla de laanat wi aw por taso dee tol omr da ALLAH lant aw qahr wi

  10. Gul Reply

    سرتاج غزيز په خپله اقرار كوى چى په خوا مولاسوهنه كوله خواوس مو پالسي بدله شوى او دغني دحكومت له راتلو مخكى موژ پالسي بدله كره په داسى حال چى نوازشريف وايي چى دطالبانو حمله په نظامى شونحًى باندى په پيشوركى دپاكستان لپاره يولسم سپتمبرده او موژ نور له طالبانو سره كارنه لرو شه او بد طالب نشته تول يودى خو داحمله دغنى دحكومت له جوريدو حًو مياشتى ورسته وشوه خو سرتاج عزىز لكه چى وده ده متل ده چى دروغجن حافظه نه لرى
    پاكستان اصلاً دجنجالونو لپاره جور شوى نه داسلام لپاره

  11. لونګ Reply

    د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اصلا سوله یو بې مانا بې ارزښته کار دی…سوله له چا سره کوي، اصلا لا تر اوسه مقابل لوری، د دښمن کره تعریف نه دی موجود. بل تر ټولو ستره ننګونه د پاکستان شتون دی، وایی څو چې پاکستان وي نو هیڅکله دا وطن د جوړیدو نه دی…. دا هغه څه دي چې لوړ پوړو امریکایي چارواکو هم ثابته کړې. زما په آند که چیرې پاکستان د هند سره د سیالۍ او د خپل ستراتیژیک عمق د ساتلو لپاره هر کار کولای شي، تروریستي ډلې روزلی، پاللی او دوستي کولای شي… افغانستان ته هم په کار دي چې په دې اړه له سره او ستراتیژیک فکر وکړي…. مغرضه ګاونډي هیوادونه په هیواد کې د نا امنۍ، بد مرغیو او ډول ډول ناخوالو اصلي عاملین دي…

  12. شمله ور Reply

    افغانان له پنجابي حکومت څخه کله هم ویره نه لري .بلکه دا پنجابیان دي چی دیو با ثباته او پرمختللی افغانستان څخه ویره لري. ویره د افغاني کلتور برخه نه ده ګرځیدلي بلکه د پنجابي کلتور برخه وه، ده او وي به.
    پنجابیان د وسله والو مخالفینو سره مرسته بنده کړي نه ده بلکه دهغوي سره مرسته کړي نه ده بلکه دافغاني ویاړونو تر شاه یی ځان پټ کړي دي خو دا چی دوی وایی پخوا مونږه مرسته کړي ده ددی دپاره چی که اوسنی واکدران وډار کړي او د افغانستان په راتلونکي کی غښتلی رول ولری او خپل اثر تضمین کړي. د پاکستان وحشت دځینو کسانو له لوري مطرح شوي او یایی اوس یی ځکه لا پسی مطرح کوي چي کیدای شي ځینی اوسني ډارن او ّځان غوښتونکي افغان واکمن سیاستوال دخپلو ګټو د ساتلو په خاطر ددوي په خیرو وغولیږي. پنجابیان دا نه هیروی چی د افغان زړور ولس په کلتور کي ویره ځای نه لري.

  13. speen Reply

    نو خو سمه وايي! دتالیبانو ملاتړ یې پرېښودی اود داعش ملاتړ یې شروع کړی دی ځکه چې اوس د تالیب د خرڅولو وخت رارسېدلی دی.

  14. نجیب Reply

    سرتاج عزیز که دا وینې یا یې اوري، نو زما وینا به ورته دا وي، چې اوس مو دطالبانو له ملاتړه لاس اخیستی، نو په دا تېرو څوارلسو کلونو کې مو چې دخپلو بړېڅو په لاسونو په پاکستانیو وسلو کوم افغانان وژلي، دهغو تاوان نو واچوه.

Leave a Reply to shakir Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *