Categories

اعلان

Loading…

د حج د ادا کولو لپاره په پکتیکا کې پچه واچول شوه

په پکتیکاولایت کې د حج او اوقافوریاست او د دغه ولایت دقومي مشرانو لخوا د۹۵ کال څخه تر ۹۹ کال پورې د بیت الله شریف دحج دفریضې داداکولولپاره دتللو په موخه په شفافه توګه پچه اچونه ترسره شوه .

په پکتیکاولایت کې دحج او اوقافو ریاست لخوا د دغه ولایت دغونډو په تالارکې د ۹۵ کال څخه تر ۹۹ کال پورې ۳۳۴ تنو پچه اچونه دپکتیکا ولایتي چارواکو، حج او اوقافو ریاست استازو او قومي مشرانو په ګډه همغږۍ ترسره شوه .

بیت الله شریف ته د حج داداکولو دتللو په موخه د دغه پچه اچونې دمراسموپه پرانیستونکي وینا کې د پکتیکا ولایت دحج او اوقافو رئیس مولوی ضبط الله په خپلو خبرو کې وویل دراتلونکو ۹۵ ـ ۹۶ ـ ۹۷ کالونو لپار دهغه حاجیانو چې دوی تر اوسمهاله خپل نومونه ثبت کړي دهرې ولسوالی د ټاکلې ونډې په نسبت د پچه اچونې دشفافیت په موخه مونږ غواړو یاده لړۍ دقومي مشرانو او دحاجیانو په وړاندې ترسره کړو او هیله من یو چې دشفافیت په اړوند له مونږ سره خپله دپکتیکاولسونه همغږي وکړي.

ورسته دپکتیکا سرپرست او مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي په خپلو خبرو کې د حاجیانو د پچه اچونې او په اړونده پروسه کې د تروسه شفافیت په برخه دټینګارپه تړاو څرګندونې وکړې ، ښاغلي فضلي ټولو هغو کسانو ته چې نوم لیکنه کړې وه ډاډ ورکړ چې د هیچا حق به نه ضایع کیږي او د پچې اچوني بهیر به خورا شفاف وي.

دپکتیکا دولایتي شورا ریس افسرخان سلیمان خیل د پچه اچونې یو بل تن وینا وال وو چې په خپلو خبرو کې د دغه پروسې دشفافیت په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل : دپکتیکا ولایتي شورا په دغه برخه کې دخلکو دحقه حقونو څخه په کلکه دفاع کوي او له خلکو څخه هم په ورته برخه همکاري غواړي .

وروسته د مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي او نورو قومي مشرانو په لاسونو د پچه اچونې لړۍ درسنیو په وړاندې پیل او ترپایه ورسیده .

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

231 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸