Categories

اعلان

Loading…

پوپل: نوي والیان دې د خلکو او دولت ترمنځ فاصلې کمې کړي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۴/ جوزا/ ۱۷

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، د یو شمېر ولایتونو له نویو ګومارل شویو والیانو سره په لېدنه کې د حکومت او خلکو ترمنځ د رامنځته شویو فاصلو په له منځه وړلو کې، د نویو والیانو نقش مهم وباله.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، ټینګار وکړ، چې له خلکو سره سیمه ییزې حکومتولۍ د بنسټونو نژدې اړیکې، یوې جامع ملي همکارۍ او مشارکت ته لاره هوارولای شي.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس، له نویو ګومارل شویو والیانو څخه وغوښتل، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د بنسټونو د تقویه کېدو لپاره نوې طرحې او پروګرامونه له مرکز سره شریک کړي.

ښاغلي پوپل نویو ګومارل شویو والیانو ته و ویل، چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د سیمه ییزې ادارې هر اړخیزه ارزیابي ترسره او د خپل کار په لومړنیو دریو میاشتو کې یې له مرکز سره شریکه کړي.

په دې لېدنه کې، د کاپیسا، زابل، دایکندي، پنجشېر، سمنګان، لغمان، پکتیکا او بامیان ولایتونو نویو والیانو ګډون کړی و.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *